Homeخبرونهټلیګراف: روسیې طالبانو ته افغانستان کې د سختو بریدونو انعامونه ورکړي

ټلیګراف: روسیې طالبانو ته افغانستان کې د سختو بریدونو انعامونه ورکړي

تاند، شنبه، د سرطان ۷مه: ټلیګراف ورځپاڼې د امریکايي استخباراتو له قوله راپور ورکړی چې د روسیې لخوا هغو طالبانو ته چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو باندې به یې افغانستان کې بریدونه ترسره کول، یابه یې د هغوی له ډلې کوم سرتېر وواژه، امتیازات او جوایز ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې د لورینې او انعامونه د دې لپاره پر طالبانو شوي دي چې دوی د امریکايي پوځ په نښه کولو ته وهڅېږي او ټرمپ مجبور شي چې له افغانستانه ځواکونه وباسي.
ورځپاڼه د سرچینو په حواله لیکي چې ټرمپ ته په مارچ میاشت کې په دې تړاو معلومات هم ورکول شوي وو، خو هغه یې په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.
راپور وايي، افراطیانو د انعام پیسې ترلاسه کړې دي، خو دا یې جوته نه ده چې دا پيسې پر امریکایانو د بریدونو په بدل کې ورکول شوې دي که بله کومه وجه هم لري؟

خو ورځپاڼه د کریملین د ویاند له قوله کاږي چې روسیه دا ډول راپورونه ردوي.
دا په داسې حال کې ده چې نیویارک ټایمز هم په ورته یو راپور کې ویلي ووچې روسیه طالبانو ته د ګڼو دلایلو له مخې تمویل او تجهیز کوي چې یو یې هم پر امریکايي ځواکونو فشار راوړل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...