جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغان پولیسو تېر کال د مخدره توکو ۲۳ لوی قاچاقبر نیولي دي

افغان پولیسو تېر کال د مخدره توکو ۲۳ لوی قاچاقبر نیولي دي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي، د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو تیر کال په هیواد کې د نشه يي موادو ۲۳ لوی قاچاقبران نیولي دي.

مسعود انداربي نن جمعه د نشه یي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت پیغام کې​ ویلي چې پولیسو د دې ترڅنګ د نشه يي موادو لسګونه واړه پلورونکي هم د قانون منګلو ته سپارلي دي.

مسعود اندرابي وايي چې یاد وزارت د نشه يي موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات تر سره کړي دي:د”کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو سره د مبارزې پولیسو تیر کال د نشه يي توکو ۲۳ لوی قاچاق بران نیولي او په لسګونو نور کار او باریان یې د قانون منګلو ته سپارلې دي.”

هغه وايي چې افغانستان لا هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې شااوخوا درې میلیونه کسان یې په نشه يي توکو روږدي شوي دي.

اندرابي په دومره لوی شمیر کې په نشه يي توکو د افغانانو اخته کېدل د دغه هیواد لپاره یوه لویه فاجعه بللې ده:”بدبختانه افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې شااوخوا درې میلیونه نفوس یې په نشه يي توکو روږد دی.”

نن د جون ۲۷مه روانه اونۍ په افغانستان کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اونۍ ده.

پر همدې مهال د نشه یي توکو سره د مبارزې اونۍ په مناسبت د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معین محمد هاشم اورتاق هم د نشه يي موادو د مخنیوي برخه کې له خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ورځ تر بلې په نشه يي موادو د اخته کسانو شمېر زیاتېدو ته په کتو خلک اړوند ارګانونه د نشه يي موادو سره مبارزې په برخه کې ناکامه بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب