جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې تېر کال شپږنیم زره ټنه تریاک تولید شوي

افغانستان کې تېر کال شپږنیم زره ټنه تریاک تولید شوي

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: ملگرو ملتونو په خپل کلني راپور کې ویلي، تېر ۲۰۱۹ کال په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه تریاک تولید شوي دي.
د ملګرو ملتونو لخواد مخدره توکو او جرمونو پر ضد څانګې خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۱۹ کال کې د افغانستان په ۲۵۳ زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي وو.

راپور که څه هم وايي، چې په دغه کال باندې د افغانستان په کوکنارو کرل شوې ځمکه ۳۸ سلنه د پخوا په پرتله کمه وه، خو حاصلات یې کم شوي نه دي.
راپور وايي، په ۲۰۱۷ کال افغانستان کې په تر ټولو زیاته ځمکه کوکنار کرل شوي وو، خو حاصل یې دومره زیات نه و: (( په ۲۰۱۹ کال کې د بارانونو زیاتوالي او د کوکنارو د ناروغیو نشتوالي له کبله تر ټولو زیات تاریاک تولید شوي دي.))

دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو وزارت وايي، له ۲۰۰۹ نه تر ۲۰۱۹ پورې یې ۳۰ زره ۹۰۲قاچاقبر نیولي دي چې طالبان هم په کې شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب