چهارشنبه, مې 22, 2024
Homeټولنیزپه شرعي تعبيرونو کې د شريعت عمومي روح ته د نه پام...

په شرعي تعبيرونو کې د شريعت عمومي روح ته د نه پام تشه

زبیر افغان

په یوه نظریه کې ډېر افراط او تفریط په فاشزم بدلېږي، متدین کسان د انسانانو په نسبت له شرایعو سره د همدې حالت ښکار شوي دي. شریعت انسان مهم بللی دی او د شریعت ټول راغلي متون دا په ګوته کوي چې هر رسول و نبي انساني ټولنې ته د هغوی د بریا لپاره الهي پيغام راوړی دی. دا هغه خبره ده چې ټول متدین کسان پر متفق دي، نو که د هر نبي راتګ د انسانانو لپاره وي نه یوازې د خپل ځان لپاره، نو له دې عمومي الهي تګلارې دا ثابتېږي شریعت انسان ته د ګټې لپاره راغلی، د انسانانو ګټې خدای ته مهمې وې له دې وجې يې رسول ورته لېږلی او انسان د خپل ذات له مخې خدای ته مهم دی ځکه يې هغه ته ارزښتونه ور کړي چې انسان په خوندي شي او ژوند يې له کړاو او ستونزو خلاص شي.

قران کریم په ګڼو ځایونو کې دا وضاحت کړی هم دی:

{ مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِهِ إِلَّا مَنْ أُكْرِهَ وَقَلْبُهُ مُطْمَئِنٌّ بِالْإِيمَانِ} [النحل: 106]

ژباړه: څوک چې تر ایمان وروسته انکار وکړي مګر هغه څوک چې مجبور شي او زړه يې په ایمان ډاډه وي.

په دې ایت کریمه کې الله تعالی هغه چا ته د کفر او له الهي دین و خدایه د انکار اجازه ور کړې ده چې اړ وي، مرګ يې په مخکې وي، مال يې له منځه وړل کېږي او د بدن غړي يې پریکېږي، نو په دې مجبوریتونو کې هغه ته اجازه ور کړل شوې ده. یو بل ځای هم وايي:

{ إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ بِهِ لِغَيْرِ اللَّهِ فَمَنِ اضْطُرَّ غَيْرَ بَاغٍ وَلَا عَادٍ فَلَا إِثْمَ عَلَيْهِ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَحِيمٌ} [البقرة: 173]

ژباړه: بېشکه پر تاسو مړزکه، وینې، د خنزیر غوښه او هغه چې له الله پرته پرې ناره شوې وي حرام دي، نو که څوک تیریګر او باغي نه وي خو مجبور شي پر هغه هيڅ ګنا نه شته بېشکه الله ډېر بخښونکی مهربان دی.

په دې ایت کې موږ ته بیان شوې ده چې که اړتیا شوه له حرامو هم ګټه اخیستل کیدای شي، قران کریم اړتیا نه ده تعریف کړې چې کوم حد کې شرعي اړتیا ده او کوم کې نه ده؟ دا يې انساني عقل ته خوشي کړې ده چې هغه له خپل توان سره سمه اړتیا تعریف کړي، ځکه انسانان د بدني ځواک او زغم په لحاظ حتما توپير سره لري، نو که یو حد وټاکل شي ممکن ځينې کسان تر هغه حده د رسیدو او صبر توان ونه لري چې پر خلکو به بوج رامنځته شي، له دې امله الله تعالی د اسانۍ لپاره حد نه دی ور ته ټاکلی.

په دغه یوه ایت کې موږ پوهېږو چې د انسان د ژوند او راحت څومره خیال ساتل شوی دی، که انسان د خپل ذات له مخې مهم نه وای، نو ارزښتونو کې به د هغه د حالاتو په تغییر دومره تغییر نه ورته راتلای. له مقدرسو ارزښتونو راواخله بیا تر انساني هغو هر څه يې د انسان د خدمت لپاره دي، که انساني ټولنې ته له ارزښتونو مشکلات پېښیدل نو هغه ارزښت پر خپل هغه شکل نه دی پاته چې انساني ټولنه خیر ترې وویني، حتمي خبره ده چې هغه اړخ ته واړول شي چې د بدۍ پر ځای د نیکي تمه ترې وشي. دا تعریف عام دی، که عامې انساني ګټې په خطر کې وي، نو شرعي او ناشرعي ټول ارزښتونه باید هغه ډول تعبیر شي چې انساني عمومي ګټې خوندي کړي نه زیانمنې.

په یوه ایت کریمه کي الله تعالی وايي:

{الر كِتَابٌ أَنْزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ} [إبراهيم: 1]

ژباړه: الف لام را، دا ستر کتاب موږ تاته د دې لپاره نازل کړی چې انسانان له تاریکیو د هغوی د رب په امر رڼا او د غالب ستایل شوي ذات لارې ته بوزې.

په دې ایت کې موږ ته روښانه شوه چې د خدای لار هغه ده چې انسان به پکې سوکاله وي او سخت ژوند د خدای له لارې په مخالفت کې دی، نو که له شریعته هر څوک په هره زمانه کې د هر چا لپاره داسې تعبیر وړاندې کوي چې د انساني ټولنې د پر مختګ پر ځای يې شاتګ په برخه شي، د سوکالۍ پر ځای يې مشکلات په نصیب شي او بالاخره انسان د بالذات مهم مخلوق و موجود پر ځای د ارزښتونو لپاره وسیله شي، نو د کعبې پر ځای ترکستان ته تللی او دا تعبیر يې له دې امله ستره نیمګړتیا لري چې د شریعت عمومي روح ته پکې پام نه دی شوی.

که انسان خدای ته دومره مهم وي چې د هغه د ژغورنې لپاره زرګونه یا لکونه نبیان و رسولان رالېږي نو بیا ولې دومره مهم مخلوق د هغه ارزښت قرباني شي چې د انسان د حفاظت لپاره رالېږلی شوی دی؟

زموږ د شرعي تعبیرونو یوه لویه نیمګړتیا همدغه ده چې د شریعت د عمومي روح پر ځای پکې هغه ضمني یا هغه جزي مسایلو ته ډېر پام کېږي چې د شریعت په عمومي روح کې د تغییر سبب نه شي کیدای او نه يې عمومیت ور کړی وي. زموږ په تعبیر کې دا مهمه ده چې د مذهب امام څه ویلي، خو دا نه ده مهمه چې د هغه خبره د شریعت له روح سره څومره سرخوري؟ کله چې د شریعت تعبیر د هغه چا لاس ته ولوید چې له پخوای يې یو فکر خپل کړی او د هغه پر هر تعبیر و تفسیر د هغه پخوانی دريځ په شعوري یا لا شعوري توګه اغېز کوي، نو دا تعبیر به څنګه د شریعت عمومیات په نظر کې ونیسي؟ که یوه دريځ انسان د هغه دفاع ته اړ کړ، یا يې له عمومیاتو جزیاتو و ضمني مسایلو ته توجو جلب کړه نو دا دريځ حتما د سمې خبرې په مقابل کې خپل پيرو پر خپل دريځ پاته کیدلو ته هڅوي چې د شریعت عمومي موخه تر پښو لاندې کوي او هغه ارمان چې شریعت يې انسان ته د ورکولو لپاره رالېږل شوی انسان يې په لوی لاس له منځه وړي او په دې سره نه یوازې ځان او ټولنې ته زیان رسوي بلکې شرعي ارزښتونه هم ورسره سپکېږي، قدر او احترام يې د خلکو په نظرونو کې راکمېږي چې پړه يې لومړی د متدینو کسانو پر غاړو ده.

۲۰۲۰/جون/۲۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب