جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېوروستي تورونه او اندېښنې| ډاکټر عطاالله زیارمل

وروستي تورونه او اندېښنې| ډاکټر عطاالله زیارمل

د پژواک اژانس د مشر دانش صیب خبرې مې د خواله رسنیو له لارې واورېدې، چې په ډېر وضاحت سره یې د ولسي جرګې وکیلانو ته د خپلو خبریالانو له لوري د ورکړل شوي خبر د ثقه والي په هکله معلومات ورکول نو اوس د حکومت او خصوصاً د روغتیا وزارت د چارواکو وار دی چې د ورکړل شوي راپور د رد لپاره همداسې په روښانه ټکو کې له خلکو سره معلومات شریک کړي ترڅو مسئله روښانه شي. اوس هم له خلکو سره همدا یوه پوښتنه ده چې ولې ولس ته سم معلومات نه ورکول کېږي؟ رسنۍ سم وايي که وزارت؟

له یوه لوري، رسنۍ دنده لري چې خلکو ته مؤثق معلومات ورکړي او د همدې معلوماتو د ورکړې له برکته ده چې د مفسدینو پلانونه یو پر بل پسې شنډېږي خو پکار ده چې رسنۍ هم په دې چاره کې خپل بې پرې توب او مسلکیتوب وساتي او په ښه توګه پرته له کوم ډاره خپله دنده ترسره کړي.

له بل لوري، د حکومت دنده ده چې د رسنیو رول ته په درنه سترګه وګوري او هم د بیان ازادي ته د احترام په لرلو د خبریالانو خونديتوب یقيني کړي. خدای مکړه داسې نه شي چې حکومت په ځای د دې چې د مفسدینو لاسونه وروتړي د خپلو همکارانو په راکشولو وخت ضایع کړي او د خلکو سترګو ته په دې ډول خاورې ور وشیندي او له دې فرصت څخه به په ګټه اخیستنې غله او لوټماران همداسې سرې سترګې وګرځي. دا سمه ده چې راپورنه باید معیاري او د ژورنالیزم د اصولو په مراعتولو سره جوړ او خپاره شي، خو دې ته مو هم پام وي چې د فساد په اړه خبر ورکول هم اسانه خبره نه ده، د دې ښامارانو په شتون کې خبر ورکول هم لوی زړه غواړي، دا ځکه چې په فساد کې ککړ خلک ټول په یوه خوا رغړي او خبریالانو ته هم ډېرې ستونزې جوړولی شي.

یوه اندېښنه دا ده چې که حکومت له اوسني حالت سره مسلکي برخورد و نه کړي نو ممکن په راتلونکي کې ډېر خبریالان د فساد په اړه راپور ورکولو ته زړه ښه نه کړي ځکه چې په وړاندې یې ستونزې را پیدا کېدلی شي او له دې سره به اداري فساد له اوسني حالت څخه نور هم پراخ شي.

بله اندېښنه دا ده چې دا خو لومړی ځل نه دی چې د فساد په اړه راپور ورکول شو بلکې له دې پخوا هم ورته خبرونه ورکړل شوي دي. داسې ښکاري چې دا ځل یو ډول برخورد کېږي او نور کله به بل ډول برخورد کېده؟ دا خو به د مفسدینو سره د کمزوري او یا زورور سياسي ملاتړ ښکارندویي نه کوي او یا خو د دې تر شا څه نورې خبرې هم شته چې ممکن وروسته را برسېره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب