جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهویتنام: د افغان سولې ملاتړي یوو، خو د ښځو رول باید په...

ویتنام: د افغان سولې ملاتړي یوو، خو د ښځو رول باید په کې وي

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: په ملګرو ملتونو کې د ویتنام استازي ډانګ ډیني کیوي د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ کړی او له ښکیلو غاړو یې غوښتي چې د سولې لپاره دې هڅې ګړندۍ کړی.
نوموړي ویلي، د طالبانو او ترهګرو اوسني بریدونه د اندېښنې وړ دي او په وینا یې چې ټول ښکیل لوري باید د سولې په اړه توافقاتو او باور جوړونې ته ژمن پاتې شي.

نوموړي ویلي، د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره اړتیا ده چې جګړه ودرول شي او د سولې په پروسه کې ښځو ته هم ځانګړې ونډه ورکول شي: (( باید د بیا رغونې، اقلیتونو د حقونو خوندیتوب، د جرمونو او مخدره توکو د مخنیوي لپاره هڅې هم ګړندۍ کړای شي.))

د ملګرو ملتونو په پرونۍ جلسه کې ګڼو ګډونوالو پر ملکي تلفاتو نیوکه وکړه او پر ښکیلو غاړو دوی هم سوله کې د ښځو رول ته د پاملرنې غږ وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې افغان سولې ته تر بل هر وخت زیات امکانات برابر شوي دي، خو انديښنې هم پر ځای دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب