سه شنبه, اپریل 16, 2024
Homeمقالېاسلامد راتلونکې روژې لپاره لس مهم او د پام وړ ټکي

د راتلونکې روژې لپاره لس مهم او د پام وړ ټکي

ژباړه او زیاتونه: امین شینواری

روژه نه یواځی په امت محمدی صلی الله علیه وسلم فرض کړی شوې ده بلکې په پخوانیو امتونو هم فرض وه لکه چې الله جل جلاله د روژې فرضوالی او په پخوانیو امتونو باندې د فرضیت حکم داسی بیانوي. ٫٫ ای هغه کسانو چی ایمان یی راوړی دی فرض کړی شوی ده په تاسو روژه لکه په پخوانیو خلکو چی فرض کړی شوی وه ددی لپاره چی تاسی د الله نه وویریږۍ.

روژه یو اسلامی بنیادی حکم دی او په مسلمانانو په هر کال کی یو ځلی د شعبان د میاشتی څخه وروسته راځی. روژه په کوچنیانو چی عمرونه یی بلوغ ته نه وی رسیدلی، ناروغانو، مسافرینو او هغه ښځی چی یا خو حامله وی او یا تې خور بچی یی په غیږ کی وی خو (په دی شرط چی پدی حالت کی یی بچی ته ضرر رسیږی ) نده لازمه.

روژه نه یواځی مسلمانان د خوراک او څښاک څخه منع کوی بلکه د نورو نارواؤ، ظلم، زیاتی، جنسی اړیکو، نیشو او د درواغو څخه هم منع کوونکی دی. په روژه کی نه یواځی ناروا کارونه منع دی بلکه ډیر روا کارو نه پکی هم منع دی . دروژی په مبارکه مياشت کی دفرضي عباداتو سربيره نفلي عبادات هم خورا اهميت لري.

موږ د یو داسی مقدسی فرضيي او ماشتی لپاره شپی او ورځی شمیرو چی هغه په ټولو میاشتو کی افضله ده او قرانی میاشت بلل کیږی- هغه عبارت ده له رمضان المبارک یا روژی څخه.

پدی باوری یم چی ډیر خلکو به سر له اوسه خریدارایانی، تیاریانی پیل کړی وی. خو اوس سوال دا دی چی څرنګه کولی شو په دی یو میاشت کی ډیر نه ډیر کار ، ډیر نه ډیر عبادت وکړم او هغه هم ښه منظمه، ارامه او اطمینان سره؟

دغه لیکنه به تاسی ته د پورته شیانو د برابرولو، تنظیمولو لپاره یو لس مهم نقات در وښئ تر څو تاسی وکولئ شی په دی را روانه روژه کی زیات کارونه، عبادتونه او ثوابونه ترلاسه کړئ.

  • مخکی له مخکی پلان/تدبیر جوړول:

وخت ډیر مهم دی او بیا په روژه کی خو هره لحظه ډيره زرینه او با ارزښته ده. نو د وخت اداره یا د هغی منجمنت کول ډير اړین دی چی باید وشی. د وخت اداره کول په دوه برخو ویشلی شو. لمړی پلان ګذاری کول او دوهم د هغی عملی کول.

د کافی پلان ګذارئ د نشتون له کبله زموږ رمضان د تیر په څير وی یانی هیڅ کوم ډول نوښت او زیات عبادت مو نه وی کړی.ددی لپاره چی زموږ روژه ښه په پلان او تدبیر سره تیره شی نو اول باید خپلو اهدافو کی ثابت، روڼ او سپیڅلی اووسو او دغه هدف یواځی او یواځی د الله رضا ، تقوی، د عباداتو زیاتوالی، او د رب سره د نزدیکت سبب شی.

  • خپل ځان سره محاسبه کړی چی عبادت ته به څومره وخت ورکوئ؟

د مومن مسلمان خواهش او آرزو خو دا وی چی ټوله روژه دی ۲۴/۷ د رب العزت په عبادت کی تیره کړی خو دا شونی نده ځکه نور ډیرې ټولنیز او د ژوند نور کارونو پر مخ بوتلو ته هم اړتیا شته. نو ددی لپاره چی یو منظم مهال ویش جوړ شی چی څومره وخت به عبادت ته ورکوم او څومره وخت به نورو دنیوی کارونو ته نو دی لپاره هدف ټاکل دی او د وخت محاسبه کول دی.

دا ډیر اسانه فارمول لری:

عبادت=۲۴ ساعته – (خوب وخت، کار وخت، او د کور نور مسولیتونه)

د بیلګی په توکه که تاسی عبادت لپاره دری ساعته وقف کړی وی نو تاسی یی داسی مهال ویش برابرولی شئ. یو ساعت د قران عظیم الشان تلاوت لپاره، یو ساعت د اسلامی کتابونو ، تفسیر او نور اسلامی کتابونو لوستو لپاره او پاتی یو ساعت خاص د الله جل جلا له د ذکر لپاره وټاکل شی. پدی مهالویش سره تاسی کولی شئ چی زیات نه زیات عبادت هغه هم په سالمی او سهی او سکون سره کولی شئ.

  • روڼ اهداف باید کیښودل شی.

اوس چی وپوهیدو چی تاسی سره روزمره څومره وخت د عبادت لپاره شتون لرئ او څومره دنیوی چارو لپاره نو ستاسی لپاره په منجممنټ(اداره) کی یو فارمول دی چی د SMART په نامه یادیږی درښایم. S مانا Specific یانی مشخص، M مانا Measurable اندازه کیدونکی، A مانا Attainable یانی د لاسته راوړو وړ، R مانا Realistic یانی واقعی(حقیقی) وی او T مانا Time-bound یانی وخت باید پکی وټاکل شی او حد یی مالوم شی.

ددی څخه مطلب دا دی چی ستاسی هدف باید مشخس، واضح. اندازه کیدونکی، لاسته راوړونکی یانی داسی کار وی چی د شونی وړ وی او واقعی او حقیقی جنبه ولری او په اخر کی باید د وخت تابع هم وي.

د بیلګی په توګه ویلی شو که چیرته ستا هدف پدی روژه مبارکه مایشت کی یو تفسیر لوستل وی نو اول باید اویل شی چی کوم تفسیر؟ مشخص ندی، څومره مخه(صفحی) ، اندازه نده مالومه، او بله دا چی لس مخه به بسنه وکړی او که پیڅه تفسیرونه به لولم. آیا دا امکان لری چی دومره تفسیرونه ولوستی شم، زه دومره وخت لرم. ددی څخه مقصد دا چی زه یو کتاب یا تفسیر یا بل کوم کتاب لولم چی اته سوه (۸۰۰) مخه لری او په نهه ویشتو ورځو کی باید خلاص کړم نو اوسطاً په ورځ کی باید ۲۸ خه ولولم. نو د SMART فارمول ډیره اړینه فارموله ده په اداره کی او دلته په روژه کی یی هم پلی کول پکار دی.

  • د هر هدف لپاره باید وخت برابر شی.

اوس چی تاسی ته خپل اهداف د روژی میاشتی لپاره مالوم او په مشخصه توګه تعریف شول او پدی هم ښه پوه شوئ چی د عبادت لپاره ماسره څومره وخت دی او د نورو دنیوي امورو لپاره ما سره څومره وخت دی نو دی به پس بل قدرم چی مخ کیږو ورسره عبارت دی له وخت برابرول او عیارول. د بیلګی په توګه که چیرته تاسی هوډ لرئ چی دیرشت مخه تفسیر ولولئ او دا دیرشت مخه به یو ساعت په بر کی ونیسی ، او تاسی ښه پوهیږئ چی تاسی سره د مازدیګر کی فارغ وخت شته نو باید دغه وخت د تفسیر لوستلو ته وقف او وټاکل شی. بله دا چی د قرآن کریم تلاوت لپاره باید معین وخت وټاکل شیؤ او داسی نور ذکر و اذکارو لپاره وخت ځانګړی شی.

  • د سحر وختونو څخه ګټه پورته کړئ!

په ګرمو ممالکو کی پیشلمئ (سحری) سهار وختی وی او ډیری خلک نشی کولی چی وختی پاسیږی. پدی حالت کی زه دا توصیه کوم چی د سهار پیشلمی وروسته دی یو ساعت عبادت ته ورکړي شی.

په ژمنی ممالکو کی پیشلمي ډير ناوخته وی او یو ساعت د پیشلمی څخه مخکی پاسیدل ډیره اسانه خبره ده نو پداسی حالت کی زما توصیه دا ده چی یو ساعت مخکی پاسیږئ او قیام الیل (تهجد) وکړئ، دعا ګانی وغواړئ او د قران عظیم الشان تلاوت وکړئ. سحر وختی کی برکات او رحمتونه زیات وی او بله دا چی پدی وخت کی موږ ته د کور او دنیوي کارونه نه وی متوجه یو وی نو ددی وخت څخه زیات نه زیاته ګټه پورته کړی شی.

  • پخپل کور کې دننه یوه حلقه جوړه کړئ:

روژه هغه هغه ښکلی برکتی میاشت ده چی نه یواځی فردی ایمان قوی کیږی بلکه اجتماعی ایمانونه هم سره قوی کیدلی شی. په دی میاشت کی شیطانان وتړل شی او هر مومن غواړی چی دا دی روحاُ او جسماُ متقی او پرهیزګاره وسی. دا متقی کیدل(روحاُ او جسماُ) باید همداسی وپالل شی. د رمضان څخه وروسته هم باید داسی پرهیزګارتوب وشی. ددی یوه ښه لاره او طریقه دا ده چی په خپل کو دننه (فامیل) کی یوه حلقه جوړه شی ، روزمره یو آیت، حدیث، یا یو سلسله وار درس ورکړل شی او بیا د هغی تشریح سربیره پکی پوښتنی وشی. دا کار نه یواځی په رمضان مبارک کی پکار دی بلکه په نورو میاشتو کی هم ډیر اړین دی.

  • روزمره  قران کریم ته وخت ورکول:

روژی ته د قران میاشت وایی نو ظاهره خبره ده چی پدی میاشت کی قران عظیم الشان ته زیات نه زیات وخت ورکړل شی. په ځینو ځایو کی خلک قران نه ځان خلاصوی ، په تراویحو کی یی ډیر ژر ژر لولی، داسی نده پکار، د قران حق پر ځای کول دی بلکه پکارخو دا ده چی قران داسی ولوستل شی چی اوریدونکی او لوستونکی یی په مانا او مفهوم کی یی غور وکړی شی.

  • په یو ځای د څو کارونو څخه ډډه کول:

څيړنو ثابته کړی چی په یو ځای څو کارونه کول په اصل کی د کار حاصل یا نتیجه Productivity کموی. عصری اداری/منجمنټ څیړونکو پدی خبره اتفاق دی چی په یو وخت کی یو کار ته توجه ورکول نه یواځی د کار ژز تمامیدو امکان شته بلککه حاصل/نتیجه Productivity یی هم ډیره ښه وی. او ددی برعکس بیا څو کارونه په یوځای پرمخ وړل نه یواځی د کار ځنډیږی بلکه حاصل/نتیجه Productivity یی هم کمه وی.

د بیلګی په توګه کله چی تاسی د قران تلاوت کوئ نو فیسبوک/ټويټر مه استعمالوئ. یا یو تفسیر یا بل یو کتاب لولئ او په همدی وخت کی ماشوم هم لوبوئ نو داسی ندی کول پکار. د عبادت لپاره یو مشخص ځای ټاکل د ټولو څخه غوره کار دی تر څو تاسی په پوره اطمینان، سکون او آرامئ سره الله عزوجل عبادت وکړئ.

  • د ډیر اجتماعیتوب څخه ځان وژغورئ.

روژه کی د ټولنیزو شبکو (فیسبوک، ټویټر وغیره) ، تلویزون او نور اجتماعی کارونو او راشه درشی څخه به باید لږ ځان وژغورل شی. یانی د مخکی میاشتو او وختونو څخه باید کمه توجه ورکړل شی.

روژه د اعتکاف میاشت ده او د اعتکاف یو عمده هدف د ټولنیز ژوند څخه لیری والی او یو طرفته والی دی. دا د دی لپاره چی موږ د مخلوق څخه لږ لیری شو او خالق سره اړیکه کی شو.

که چیرته تاسی اعتکاف نشئ کولي نو د اعتکاف اجر او ثواب حاصلولئ شی هغه پدی مانا چی د خلکو سره روابط کم شی او د رب العزت سره رابظه زیاته او قوی شی.

بله دا چی ډیر کم روژه ماتی (افطار) پروګرامونو او پارټیانو ته لاړ شئ، ډیر لږ فیسبوک استعمال کړئ او د بی ځایه ټوليو او ناستیو څخه جدی ډډه وکړئ.

  • صحتمن واوسئ:

هر انسان غواړي چې په روژه کې زیات نه زیات عباد وکړی خو دا هغه وخت شونی ده چی روغ صحت ولری. که چیرته تاسی ناراحته، بی خوبه، کمزوری او یا کومه بله مریضی وی نو تاسی هیڅکله په سهی توګه عبادت نشی کولئ. ځینی ورونه په اولو ورځو د روژو کی ډير ګرم وی، شپه او ورځ ته نه ګوری او عبادت کوی، خو چی څو ورځي یا څو ونئ تیری شی نو بیا یی انرژي د لاسه ورکړی وی . داسی نده پکار !! هر څه لپاره وخت باید وټاکل شی . د یو نورمال انسان لپاره ۶ نه نیولی تر ۸ ساعتو پوری خوب ته اړتیا ده نو په دی تاسی باید باوري اوسئ چی ستاسی خوب دومره وی چی د ورځی پری سالم کارونو سره د عبادتونو وکړی شئ.

په روژه کی باید خپل خوراک ته هم پوره پاملرنه وکړئ شئ. د ډیرو غوړو او خوږو شیانو څخه ډډه وکړی شی. داسی خوراک باید وکړئ چی هغه پوره او سالمه غدا وي یانی د بدن ټولی اړتیاوی پوره کړی. بله دا چی اوبه ډیری وڅښکلی شی او خاصتاُ د شپی لخوا اوبه ډیری زیاتی وڅښکل شی تر څو ستاسی د بدن اوبه کمی نشی.

دا میاشت دی الله جل جلا له زموږ لپاره د برکاتو، مغفرت او رحمتونو میاشت وګرځئ. او الله دی توفیق راکړی تر څو د زیات نه زیات عبادتونه او ثوابونه ترلاسه کړو.

1 COMMENT

  1. Salamoonah;
    Shinvari wror ddera mubarakah aw rozanieza likanah karry da.
    Laka tzanga che isharah swe da , d taravih pa zimn ki aksarah mola-Qari sahiban d` Quran-e karim xatm kawi aw dder jir-jir yi lwali la bale xwa pa 10 shpo ki xatmawi che pa daredilo sara dderiyo mosalmanano wronno ta d` pasho taklifoonah xosusen zarro ta payda kegy aw pa saba yi ham sterry vi!!. Fikir kawim d terviha pa her rak`at ki yawa rok`u Q.K. tilavet si bas ba vi .? . ve maa tevfiqi illa bi-ALLAH . maninah.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب