شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ملګرو ملتونو سرمنشي: هیله ده افغان حکومت سولې ته نور مثبت...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: هیله ده افغان حکومت سولې ته نور مثبت ګامونه واخلي

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان د وضعیت په اړه ویلي، دی هیله لري چې د دولت او وسله والو طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله به د بین الافغانی خبرو د پیل لپاره لاره هواره کړي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په راپور کې چې ټاکل شوې څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې شي ښاغلي انتونیو ګوتریش لیکلي: ((زه امید لرم چې حکومت به د خبرو پیل لپاره نور مثبت ګامونه هم واخلي.))

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز د تاوتریخوالي پای ته رسولو او له طالبانو سره د مستقیمو خبرو پیلولو لپاره د باور رامینځته کولو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي په افغانستان کې دوامداره سوله یوازې هغه وخت شونې ده چې ټول لوري پکې دخیل وي.

د انتونیو ګوتریش په وینا د جګړې له امله داخلي بې کوره شويو ، بې وزلۍ ، ضعیف امنیت او د کورونا ویروس خپریدو له امله د افغانستان خلک له یو لوی ګواښ سره مخ کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبانو په دې وروستیو کې ژر تر ژره د مذاکراتو د پیل لپاره د هڅو خبر ورکړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب