جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهطالبانو له پاکستاني استازي سره لیدنه تایید کړه خو جزییات یې پټ...

طالبانو له پاکستاني استازي سره لیدنه تایید کړه خو جزییات یې پټ کړل

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: طالبانو یوه ورځ وروسته له هغې د پاکستان د پوځ، ملکي حکومت او استخباراتو له ګډ ځانګړي استازي صادق خان سره د پټې لیدنې خبر تایید کړ چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یې خبر ورکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، صادق خان له طالب مشرانو سره په دوحه کې دوه ورځې پرلپسې لیدنې کړې دي او د سولې پر موضوع له ملا برادر او ملګرو سره یې غږیدلی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره ولیدل

اسلام اباد وایي، په دې لیدنو کتنو کې صادق خان کابل ته د جنرال باجوه د سفر په تړاو جزیات طالبانو ته ورکړي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې د سولې پروسه کې به د اسانتیاو رامنځته کولو ته دوام ورکړي، خو طالبانو چې دا لیدنه پټه ساتلې وه، نن یې د سیاسي دفتر ویاند په ډاګه کړې ده چې صادق خان له ملا عبدالغني برادر سره د افغان کډوالو او سوداګرو په ستونزو خبرې اترې کړې دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دغه لیدنه کې ملا برادر آخند له پاکستاني استازي سره د تورخم، سپین بولدک او غلام خان لارو کې د افغان کډوالو، سوداګرو او مسافرو ستونزې شریکې کړي او هغوی ته د سهولتونو رامنځ ته کېدو غوښتنه یې کړې ده.

شاهین زیاتوي، د کتنې په ترڅ کې دغه راز په راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو او دا چې د افغانستان امنیت او سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده، خبرې اترې شوې دي.

طالبان ډیری مهال له ایراني او پاکستاني چارواکو سره د لیدنو جزیات په دغو ټکو کې پټوي چې ګواکې د افغان کډوالو او سوداګرو ستونزې یې ورسره شریکې کړي دي، حال دا چې شنونکي وایي، له ایران او پاکستان سره د طالبانو د پردې تر شا اړیکه او خبرې نورې دي.

3 COMMENTS

  1. دوی به په کوم مخ دا خبره مطبوعاتو سره شریکوي. دوی خو نشی ویلی چی ددوی د مور میره یعنی ای اس ای بیا کوم بل حکم ورته ورکری. سره له دی چی دا دلالان وایي چی مستقل دي خو همیشه يي لکه شرمیدلي مری بیا غول په تخته لار شي. دا حرمونی د پاکستان له اجازی پرته یو قدم هم نشی اخیستلی. دوی د لالانو لپاره دلالی کوی. زنانه يي تول له پاکستانیانو سره دي او د هغوی له اجازی پرته تیز هم نشی وهلی. لعنت د وي په تاسو افغان وژنکو حرمونو دلالانو

  2. د افغان کډوالو، سوداګرو او مسافرو ستونزې هغه مسایل دي چې په دولتونو ، رسمي ادارو پورې اړه لري او د هغوي ترمنځ د تړونونو په اساس تنظیم او همغږي کیږي.
    د پاکستان دولت له افغانستان سره رسمي او د نړیوالو پېژندل شویو اصولو پراساس دیپلوماتیکې اړیکې لري. په دواړو هېوادونو کې لوی سفیران ، دري جنرال قونسلګریانی او یو د بل سره د باندینیو چارو وزارتونو په سطحه اړیکې شته .
    د ټالبانو پدې کارونو کې هېڅ کار نشته . د افغانانو په سترګو کې خاورې شیندل دی. سپینه دې ووایې چې مونږ ته یې هدایت راکړ چې د افغانانو ترمنځ د خبرو په اجندا کې کومې خبرې شاملې کړو او د آی اس آی یا ټالبانو موقف به پدې خبرو کې څه وي؟

  3. ها ها ها ۰ طالیبان پخپله پاکستانی استاذی دی۰
    معنی دا چه یو استازی د بل استازی سره ولیدل۰
    او د خپل بادار اوامر یی سره مطرخ او یو و بل سره و پیزندل۰
    مرګ دی وی د پنجاب په دال خورو جاسوسانو۰
    د تاند څحه مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب