تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د نورستان د والي پر موټریز کاروان بريد شوى چې په کې يې يو ساتونکى وژل شوى او يو بل ژوبل دى.
د نورستان والي حافظ عبدالقیوم وایي، نن سهار له کابل څخه د جلال اباد په لور روان و چې شاوخوا ۷ بجې پرې د سروبي ولسوالۍ ماڼو سېمه کې وسله وال بريد وشو.
والي وايي، په بريد کې يې د هارون په نوم يو ساتونکى وژل شوى، يو ټپي شوى او نور چاته په کې زيان نه دى اوښتى.
تر اوسه کومې وسله والې د دې بريد مسئوليت په غاړه نه دى اخیستى.
په نږدې ورځو کې دا څلورم والي دی چې له بریده روغ وځي.
تر دې وړاندې د ننګرهار پر والي شاه محمود میاخیل باندې خوږیاڼو ولسوالۍ کې، د پکتیا پر والي زرمت ولسوالۍ کې او د خوست پر والي حلیم فدایي باندې د ولایت مقام مخې ته برید شوی و.
همداراز د حج و اوقاف وزارت یو معین هم وروستۍ یوه میاشت کې دوه ځل له بریده سلامت وتلی.