Homeخبرونهنن، لمر تندر نیسي، له سهاره تر غرمې له کوره مه راوځئ،...

نن، لمر تندر نیسي، له سهاره تر غرمې له کوره مه راوځئ، مه لمر ته ګورئ

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د امریکا د اقلیمي او فضايي څېړنو ادارې د راپور له مخې به نن لمر تر څو ساعتونو د افغانستان په شمول ټوله نړۍ کې تندر نیولی وي.

د راپور له مخې دغه کسوف به افغانستان کې سهار پاوباندې ۹ بجې بجې شروع او تر پاوکم یوې بجې پورې به دوام وکړي.

ددې تندر نیونې له وجې به په افغانستان کې له ۷۵ سلنې تر ۹۰ سلنه خو د پاکستان په بلوچستان، شمالي سند او جنوبي پنجاب کې تر سل سلنه لمر پټ او کټ مټ به ورځ لکه ماښام داسې وضیعت اختیار کړي.
د راپور په اساس دغه تندر نیونه به افریقا، ایتوپیا ، یمن ، عمان، پاکستان ، افغانستان ، ایران او د هند او چین ځینو برخو کې ډیره واضحه احساس شي او لمر به د اور د یوې حلقې شکل اختیار کړي

.

سبا به لمر تندر ونیسي!
ویل کیږي سبا سهار له 9:16 تر 12:45 دقیقو به لمر په بېل سخت کیفیت تندر ونیسي.

سپارښتنه:
نن د هر راز پلي ګرځیدو مطلقاً د سهار له ۹ بجو تر ماسپیښین یوې بجې پورې ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه وکړئ.

ویل کیږي د لمر تندر نیونې په وخت لمر ته کتل د دایمي ړوندوالي علت ګرځي او یا ممکن لمر ته لیدونکی شخص د سرطان پر ناروغۍ مبتلا شي او ترڅنګ یې عینکې هم ددې ژور ایکلپس مخه نشي نیولی.

علما وایي، د تندر یا کسوف پر مهال لمونځ د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سنت دی او مطلق ۴ ساعته ګرځند بندیز وکړئ.

ایا غواړئ کسوف ننداره کړئ؟؟

که غـواړئ د کسـوف ننداره وکـړئ نو له ځانګـړو عینکو استفاده وکړئ که داسې ونکړئ نو ممکن تاسې د همیشه لپاره ړانده شئ.
د کسوف پر وخت د سترګو د متضرر کیدو او د دید خرابوالي چانس زیاتیږي.

د سپوږمۍ په واسطه د لمر د سطحې پټیدل اجازه ورکـوي چې سپوږمۍ په اسانۍ د لیدلو وړ شي.
د ساینس په وینا، کله چـې د لمر ۹۹ سلنه سطحه پټه شي نو د سترګو متضرر کیدو لپاره یوه سلنه وړانګې هم کافي دي.

کسوف د الکټرومقناطیسي وړانګو تولید سبب کیږي او مستقیما ددغو وړانګو ننداره د سترګو د ریټینا برخې خرابوالي او متضرر کیدو سبب کیږي.

د سترګې ریټینا برخه د درد اخذې نلري او د ضرر پرمهال شخص د درد احساس نکوي همدا علت دی چې شخص د درد په نه شتون کې خپلې سترګې روغې احساسوي اما تدریجا یو څه موده وروسته د دید کموالي او بلاخره د سترګو له ړندیدو شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...