جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمنظور پښتین: پاکستان سره یوازې معنادار مذاکراتو ته چمتو یوو

منظور پښتین: پاکستان سره یوازې معنادار مذاکراتو ته چمتو یوو

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان د دفاع وزیر پروېز خټک د مذاکراتو وړاندیز مني خو دوی په هغه صورت کې خبرو ته کېني چې د پاکستان ملکي حکومت ثابته کړي چې د پوځ تر اختیار لاندې نه دی او مذاکرات به هم معنادار وي، نه دا چې ریاست د پي ټي ایم د ماتولو هڅه وکړي.

نوموړی وايي، پي ټي ایم هیڅکله مذاکرات نه دي رد کړي او د پرویز خټک د وروستي وړاندیز په اړه یې هم له مبارزینو سره مشورې پيل کړې دي: (( موږ یوه انلاین جلسه هم جوړوو په هغې کې به د خپلو خبرو اجنډا وټاکو او د خبرو لپاره به شرطونه هم کېږدو.))

منظور پښتین زیاته کړه، د قوانینو له مخې د پوځ واکونه له حکومتونو سره وي، خو پاکستان د پوځ لخوا اداره کېږي، ځکه نو ملکي حکومت مجبور دی چې له دوی سره په مذاکراتو کې خپله خپلواکي ثابته کړي: (( د پي ټي ایم زیاتره غوښتنې د پوځ مربوط دي، دوی ماینونه ښخ کړي دي، خلک يې ورک کړي دي، وژلي یې دي، بازارونه او کورونه یې راوران کړي دي، نو ښه ده چې پوځ او حکومت په یوه صفحه زموږ پوښتنې ځواب کړي.))

منظور پښتین ټینګار کړی چې کله یې هم مذاکرات پیل کړي دي، پوځ د پي ټي ایم مخې ته نه دی راوړاندې شوی او هر وار د مذاکراتو په وخت کې پر پي ټي ایم بریدونه زیات شوي دي: (( موږ معنادار او بامقصده مذاکراتو ته چمتو یوو، نه دا چې د یو بل غولولو هڅه وشي او وخت واړول شي، دا مذاکرات ملکي حکومت ته یو امتحان دی، دوی به موږ د دې خاورې د وګړو په توګه مني او ایجنټان به نه راته وایي او دا به هم ثابتوي چې موږ سره هره هوکړه کوي هغه به پر پوځ هم عملي کوي.))

منظور پښتین زیاته کړې د پاکستان له حکومت سره یې د مذاکراتو په اړه باور مات شوی دی ځکه پاکستاني حکومت په څو ځله ناستو کې غیر سنجیده رویه ورسره کړی او ناسنجول شوې ژمنې یې کړې دي، چې له کبله یې مذاکرات ناکام پاتې شوي دي.

هغه وايي، اوس د پاکستان حکومت ته پکار ده چې د مذاکراتو له وړاندیز څخه مخته د باور جوړونې لپاره اقدامات وکړي.

پي ټي ایم له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پښتنو د حقونو لپاره مبارزه کوي او پر پاکستاني پوځ ادعا لري چې له ۴۰ زرو زیات پښتانه یې نادرکه کړي دي، په عملیاتو کې یې بیشمیره کورونه وران کړي دي او ځای ځای یې ماینونه ایښي دي چې له کبله یې زرګونه ځايي خلکو ته تلفات اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب