Homeخبرونهجنرال مکنزي: پوهېږو چې داعش يې دوست نه دي، خو طالبان دې...

جنرال مکنزي: پوهېږو چې داعش يې دوست نه دي، خو طالبان دې القاعده وځپي

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰مه: د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال کینت مکنزي اعلان کړی چې د قطر د دوحې تړون په اساس یې په لومړي پړاو کې خپل ځواکونه په افغانستان کې ۸۶۰۰ تنو راکم کړي دي.

نوموړي د آسپېن انسټیټوټ په کوربه توب یوې مناظرې ته په وینا کې ویلي، امریکا د سولې تړون له مخې خپله برخه کار بشپړ کړی دی او سرتېري یې د ۸ زروشاوخوا په افغانستان کې پرېښي دي.

جنرال مکنزي وايي، د هوکړې له مخې هم ټاکل شوې وه چې امریکا به په ۱۳۵ ورځو کې سرتېري د جولای تر منځ مهاله پورې ۸۶۰۰ تنوته راکموي او د ۲۰۲۱ کال تر می پورې به ټول سرتېري له افغانستان څخه باسي، په دې شرط چې طالبان به له نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې غوڅوي: (( زه هیله من یم چې شرایط تکمیل شي، تر څو موږ باوري شو چې له افغانستان څخه زموږ پر هیواد د برید امکان نشته.))

جنرال مکنزي زیاته کړې دا ټولو ته معلومه ده چې طالبان د داعش ډلې دوستان نه دی، خو اړتیا دا ده چې طالبان ثابته کړي چې د القاعدې پر ضد څه کوي: (( دا تش په خوله ویل کافي نه دي، بلکې په عمل کې ثابتول یې مهم دي.))

دا په داسې حال کې ده چې جنرال مکنزي تر دې وړاندې ویلي وو طالبانو د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه نه ده برابره کړې، له همدې کبله د دې طرفدار دی چې په افغانستان کې یو شمېر سرتېري وساتل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ناڅاپي خروج په اړه د جګړې د زیاتېدو اندېښنې زیاتې دي، خو افغان حکومت ویلي، د امریکايي ځواکونو وتل به پر افغانستان کوم فشار رانه وړي او دا د دوی خپله پرېکړه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...