جمعه, فبروري 6, 2026
Homeمقالېنړیوالې ورځې

نړیوالې ورځې

ژباړه او ترتیب : امین ستانکزی
سرچینې: د ملګرو ملتونو او یونیسکو رسمي ویب سایټ او نورې معلوماتي پاڼې

افغانان لکه د نورو برخو په څیر په دې هم سر نه خوږوي چې په دې نړۍ کې نړيوالې ورځې کومې دي خو چې چا هم په فیسبوک کې ولیکل چې نن د پلانکي څیز نړیواله ورځ ده بس ټول یې نور ولیکي چې نن د دې نړیواله ورځ ده.

 دا چاره په افغانستان کې هېڅ ادارې نه ده تنظیم کړې چې موږ ته معلومات راکړل شي چې زموږ د خاورین جهان نړیوالې ورځې کومې دي او زموږ ملي ورځې کومې دي دا ځکه چې ډیر خلک لا هم د ملي او نړیوالو ورځو توپیر نه شي کولای چې یو ښه مثال یې د خبریالانو نړیواله او ملي ورځ ده چې دواړه په ډیر کم تفاوت په لنډه موده کې راځي چې زموږ اګاه قشر هم ترې خبر نه وي دا چاره څه موده د مخه هم ترسره شوه چې ټول فیسبوک د پلار نړیوالې ورځې په مناسبت له عکسونو، دعاګانو، پيغامون او ماشاءالله ګانو څخه ډک و.

په دې برخه کې د ملګرو ملتونو اداره د نورو هېوادونو او نړیوالو منل شوو ادارو  په وړانديز شويو ورځو بحث کوي چې تر منلو وروسته یې د نړیوالې ورځې په توګه تصویبوي چې  یونسکو او یونسیف پدې اړه کار کوي.

  دلته به نړالې ورځې د میلادي کال د میاشتو سره سم درته ذکر کړم:

نړیواله ورځ   / تفصیلنیټهد میاشتې نومګڼه
د بریل نړواله ورځ:

فرانسوي مخترع لویس بریل ته منسوب ده، برېل د نابينايانو ځانګړي خط ته ويل کېږي.  

4جنوري ۱
د زده کړو نړیواله ورځ 24جنوري ۲
د هولوکاسټ قربانیانو په یاد کې نړیواله ورځ 27جنوري۳
د ښځینه جنسي الې  په وړاندې د زغم نړیواله ورځ 6فبروري ۴
د نبض نړیواله ورځ 10فبروري۵
د ښځينه ساينس پوهانو نړيواله ورځ11فبروري۶
د راډیو نړیواله ورځ 13فبروري۷
د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ 20فبروري۸
د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ 21فبروري۹
د تبعیض پر وړاندې مبارزې نړیواله ورځ1مارچ ۱۰
د ځنګلي ژويو د ساتنې نړیواله ورځ 3مارچ۱۱
د ښځو نړیواله ورځ 8مارچ ۱۲
د خوشحالۍ نړیواله ورځ 20مارچ۱۳
د فرانسوي ژبې نړیواله ورځ 20مارچ ۱۴
د نژادي تبعیض د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 21مارچ۱۵
د شعر  نړیواله ورځ 21مارچ ۱۶
د نوروز نړیواله ورځ 21مارچ ۱۷
د ځمکې ښکتني سنډروم نړیواله ورځ 21مارچ ۱۸
د ځنګلونو د ساتنې نړیواله ورځ 21مارچ۱۹
د اوبو نړیواله ورځ 22مارچ ۲۰
د هوا  پېژندنې نړیواله ورځ 23مارچ۲۱
د توبرکلوز نړیواله ورځ 24مارچ ۲۲
د بشري حقونو د قربانیانو د حقونو نړیواله ورځ 24مارچ ۲۳
د غلامانو د خرڅلاو نړیواله ورځ   25مارچ ۲۴
د توقیف شويو او ورک شويو کارګرانو  سره د پیوستون نړیواله ورځ 25مارچ ۲۵
د اټوزیم د پوهاوي  نړیواله ورځ ( دا یو ډول ناروغي ده )2اپریل ۲۶
دماین پاکۍ په اړه د خبرتیا او همکارۍ نړیواله ورځ 4اپریل ۲۷
د وجدان نړیواله ورځ 5اپریل ۲۸
د پرمختګ او سولې لپاره د سپورټ نړیواله ورځ 6اپریل ۲۹
په روانډا کې د نسل وژنې پر وړاندې د اعتراض نړیواله ورځ7اپریل ۳۰
د روغتیا نړیواله ورځ 7اپریل ۳۱
فضاء ته د انسان د ورتګ نړیواله ورځ 12اپریل ۳۲
د چګاس ناروغۍ نړیواله ورځ 14اپریل ۳۳
د چينايي ژبې نړیواله ورځ 20اپریل ۳۴
د نوښت او ایجاد نړیواله ورځ 21اپریل ۳۵
د مور نړیواله ورځ 22اپریل ۳۶
د کتاب او چاپ حق نړیواله ورځ 23اپریل ۳۷
د انګلیسي ژبې نړیواله ورځ 23اپریل ۳۸
د هسپانوي ژبې نړیواله ورځ 23اپریل ۳۹
په اړیکو او اطلاعاتو کې د انجونو ورځ ( اړيکو او اطلاعاتو ته د انجونو د لاسرسي نړيواله ورځ)23اپریل ۴۰
د سولې لپاره دیپلوماسۍ نړیواله ورځ 24اپریل۴۱
د استازي یا پلاوي نړیواله ورځ 25اپریل۴۲
ملاریا سره د مبارزې نړیواله ورځ 25اپریل۴۳
د چرنوبل ناورین یاد نړیواله ورځ 26اپریل۴۴
د فکري مالیکیت نړیواله ورځ 26اپریل۴۵
په کار کې د خوندیتوب او روغتیا نړیواله ورځ 28اپریل۴۶
د جاز موسیقي نړیواله ورځ 30اپریل۴۷
ټونا  ساتنې نړیواله ورځ ( د ماهیانو یو نسل دی ) 2مۍ ۴۸
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ 3مۍ ۴۹
د ویساک څوارلسمې سپوږمۍ نړیواله ورځ 7مۍ ۵۰
د دویمې نړیوالې جګړې د قربانیانو یاد نړیواله ورځ 9  ـــ   8مۍ ۵۱
د مهاجرو مرغیو نړیواله ورځ 9مۍ ۵۲
د کورنۍ نړیواله ورځ 15مۍ ۵۳
په سوله کې د ژوند کولو نړیواله ورځ 16مۍ ۵۴
د نور ( رڼا ) نړیواله ورځ 16مۍ ۵۵
مخابراتو او معلوماتو نړیواله ورځ 17مۍ ۵۶
د شاتو مچیو نړیواله ورځ 20مۍ ۵۷
د چای نړیواله ورځ 21مۍ ۵۸
د خبرو اترو د پوهېدو لپاره فرهنګي نوښت نړیواله ورځ 21مۍ ۵۹
د بیولوژيکي نوښت نړیواله ورځ 22مۍ ۶۰
د عصبي فسټولا د پای ته رسولو نړیواله ورځ 23مۍ ۶۱
د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو نړیواله ورځ 29مۍ ۶۲
له تنباکو څخه د پاکې نړۍ نړیواله ورځ 31مۍ ۶۳
د والدینو نړیواله ورځ 1جون ۶۴
د بایسکل نړیواله ورځ 3جون ۶۵
د بې ګناه قرباني  شوو ماشومانو  نړیواله ورځ 4جون ۶۶
د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ 5جون ۶۷
د غیري قانوني کب نیونې په وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ5جون ۶۸
د روسي ژبې نړیواله ورځ 6جون ۶۹
د خوړو خوندیتوب نړیواله ورځ 7جون ۷۰
د سمندرونو نړیواله ورځ 8جون ۷۱
د کارګرو ماشومانو نړیواله ورځ 12جون ۷۲
د البونیزم د پوهاوي نړیواله ورځ ( یو ډول ناروغي ده ) 13جون ۷۳
د وینې ورکوونکو نړیواله ورځ 14جون ۷۴
د لوړ عمر کسانو څخه د ناوړه ګټې نه اخیستنې پوهاوي نړیواله ورځ 15جون ۷۵
د کورنۍ د تادیاتو نړیواله ورځ 16جون ۷۶
د وچکالۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ17جون ۷۷
د ښو خوړو  د فن نړیواله ورځ 18جون ۷۸
په شخړو کې د جنسي تیریو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 19جون ۷۹
د مجبوره شويو کډوالو   نړیواله ورځ 20جون ۸۰
د یوګا نړیواله ورځ 21جون ۸۱
د سالسټیس لمانځلو نړیواله ورځ ( هغه وخت چې لمر له استوا کرښې څخه زیاته فاصله لري  )21جون ۸۲
د ملګرو ملتونو د عامه خدماتو نړیواله ورځ 23جون ۸۳
د کونډو نړیواله ورځ 23جون ۸۴
ماڼو او  سمندري ګرځندویانو نړیواله ورځ 25جون ۸۵
د مخدره توکو او انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 26جون ۸۶
په شکنجه کې د قرباني شويو په ملاتړ د ملګرو ملتونو نړیواله ورځ26جون ۸۷
د وړو او غټو کاروبارونو نړیواله ورځ 27جون ۸۸
د تودو سیمو نړیواله ورځ 29جون ۸۹
د اسماني تیږې نړیواله ورځ 30جون ۹۰
د پارلمانیزم نړیواله ورځ 30جون۹۱
د همکاریو نړیواله ورځ 4جولایي ۹۲
د نړۍ د نفوسو نړیواله ورځ 11جولایي۹۳
د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ 15جولایي۹۴
د نیلسن منډیلا نړیواله ورځ  18جولایي۹۵
د شطرنج نړیواله ورځ 20جولایي۹۶
د هیپاټیټس (تور زیړي)  نړیواله ورځ 28جولایي۹۷
د ملګرتیا نړیواله ورځ 30جولایي۹۸
د انساني قاچاق پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 30جولایي۹۹
د نړۍ د اتلو کسانو نړیواله ورځ 9اګسټ ۱۰۰
د ځوانانو نړیواله ورځ 12اګسټ۱۰۱
د بشرپالنې نړیواله ورځ 19اګسټ۱۰۲
د تروریزم قربانیانو د درناوي یاد نړیواله ورځ 21اګسټ۱۰۳
د مذهب پربنسټ د تاوتریخوالي د قربانیانو د ياد نړیواله ورځ 22اګسټ۱۰۴
د غلامانو د خرڅلاو د نابودۍ نړیواله ورځ 23اګسټ۱۰۵
د اټومي ازموینو پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ 29اګسټ۱۰۶
د ورکو شويو قربانیانو د یاد نړیواله ورځ 30اګسټ۱۰۷
د خیریه چارو نړیواله ورځ 5سپټمبر ۱۰۸
د شین اسمان لپاره د پاکې هوا نړیواله ورځ 7سپټمبر ۱۰۹
د سواد نړیواله ورځ 8سپټمبر ۱۱۰
له جګړو څخه د پوهنې د خوندي کولو نړیواله ورځ 9سپټمبر ۱۱۱
د جنوبي هېوادونو همکاریو نړیواله ورځ 12سپټمبر ۱۱۲
د دیموکراسۍ نړیواله ورځ 15سپټمبر ۱۱۳
د اوزون طبقې ساتنې نړیواله ورځ 16سپټمبر ۱۱۴
د ناروغ د خوندیتوب نړیواله ورځ 17سپټمبر ۱۱۵
د مساوي تادیې نړیواله ورځ 18سپټمبر ۱۱۶
د سولې نړیواله ورځ  21سپټمبر ۱۱۷
د ګوګيانو لپاره د اشاروي ژبې نړیواله ورځ 23سپټمبر ۱۱۸
د سمندري تجارت یا دریانوردۍ نړیواله ورځ  24سپټمبر ۱۱۹
د اتومي وسلو د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 26سپټمبر ۱۲۰
د ګرځندوی نړیواله ورځ 27سپټمبر ۱۲۱
معلوماتو ته  د لاسرسي نړیواله ورځ 28سپټمبر ۱۲۲
د خوړو د بې ځایه استعمال او ضایع کیدو پوهاوی نړیواله ورځ29سپټمبر ۱۲۳
د ژباړې نړیواله ورځ 30سپټمبر ۱۲۴
د زړو کسانو نړیواله ورځ 1اکتوبر۱۲۵
د عدم تشدد نړیواله ورځ 2اکتوبر۱۲۶
د ښوونکو نړیواله ورځ 5اکتوبر۱۲۷
د زرغونتیا نړیواله ورځ 5اکتوبر۱۲۸
د پوست او پوسته خانې نړیواله ورځ 9اکتوبر۱۲۹
د رواني روغتیا نړیواله ورځ 10اکتوبر۱۳۰
د کمکیو انجونو نړیواله ورځ  11اکتوبر۱۳۱
د ناورین د خطر کمولو نړیواله ورځ 13اکتوبر۱۳۲
د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ 15اکتوبر۱۳۳
د خوړو نړیواله ورځ16اکتوبر۱۳۴
د فقر د لمنځه وړلو نړیواله ورځ 17اکتوبر۱۳۵
د احصایې نړیواله ورځ 20اکتوبر۱۳۶
د ملګرو ملیتونو نړیواله ورځ 24اکتوبر۱۳۷
د پراختیا او معلوماتو نړیواله ورځ 24اکتوبر۱۳۸
د ریکارډ شويو او ثبت شويو اوازونو د خطراتو ساتنې نړیواله ورځ27اکتوبر۱۳۹
د ښارونو نړیواله ورځ 31اکتوبر۱۴۰
د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت نړیواله ورځ 2نومبر۱۴۱
د سونامي د پوهاوي نړیواله ورځ 5نومبر۱۴۲
په جګړه کې د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ 6نومبر۱۴۳
د سولې او پرمختګ لپاره د ساینس نړیواله ورځ 10نومبر۱۴۴
د شکرې نړیواله ورځ 14نومبر۱۴۵
په سرک باندې د ترافیکي پیښې د قرباني شويو نړیواله ورځ 15نومبر۱۴۶
د زغم نړیواله ورځ 16نومبر۱۴۷
د تشناب نړیواله ورځ 19نومبر۱۴۸
د فلسفې نړیواله ورځ 19نومبر۱۴۹
د افریقا د صنعتي کیدو نړیواله ورځ 20نومبر۱۵۰
د ماشومانو نړیواله ورځ 20نومبر۱۵۱
د تلویزیون نړیواله ورځ 21نومبر۱۵۲
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لمنځه وړلو نړیواله ورځ25نومبر۱۵۳
د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړیواله ورځ29نومبر۱۵۴
په  کیمیاوي وسلو د قرباني شويو کسانو د یاد نړیواله ورځ 30نومبر۱۵۵
د ایډز نړیواله ورځ 1ډسمبر۱۵۶
د مریې توب ختمولو نړیواله ورځ 2ډسمبر۱۵۷
د معلولیت لرونکو وګړو نړیواله ورځ 3ډسمبر۱۵۸
د بانکونو نړیواله ورځ 4ډسمبر۱۵۹
د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره د رضاکارانو نړیواله ورځ5ډسمبر۱۶۰
د خاورې نړیواله ورځ 5ډسمبر۱۶۱
د ملکي هوایي چلند نړیواله ورځ 7ډسمبر۱۶۲
د نسل وژنې څخه د مخنیوي او د دې قرباني شويو یاد نړیواله ورځ9ډسمبر۱۶۳
فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ 9ډسمبر۱۶۴
د بشر د حقونو نړیواله ورځ 10ډسمبر۱۶۵
د غرونو نړیواله ورځ  11ډسمبر۱۶۶
د بې پرې توب او مساوات  نړیواله ورځ 12ډسمبر۱۶۷
د نړیوال پوښښ نړیواله ورځ 12ډسمبر۱۶۸
په خپله خوښه کډوال شويو نړیواله ورځ 18ډسمبر۱۶۹
د عربي ژبې نړیواله ورځ 18ډسمبر۱۷۰
د بشري پیوستون نړیواله ورځ 20ډسمبر۱۷۱

5 COMMENTS

  1. ستانیزی صیب ډېر په زړه پورې او ضروري مالومات دي ، هیله ده چې د رسنیو مسؤلین ، دولتي کارکوونکي، خصوصا د اطلاعات او کلتور وزارت اوهغوی چې جنتري جوړوي دا پورته یاد شوي مهم مالومات له ځان سره وساتي او د ضرورت په وخت کې مخکې له مخکې هېوادوالو ته خبر ورکړي چې هره ورځ په خپل وخت سره په ښو او شاندارو مراسمو سره ولمانځل شي .

  2. ښاغلی ستانکزی وروره مننه ستاسو د ژباړی او ښو معلوماتو څخه.

    ځینی وخت حیران شم چه زمونږ ځینی تبصره کوونکی د افغانستان په دا څو کلنه جګړه او غمیزه شاید بی خبره وی. او یا شاید د وطن سُنتی او کلتوری ټولنی سره اشنا نه وی.

    د جاز موسیقي، تشناب، شطرنج، سمندرونو، د روسي، هسپانوي، فرانسوي او د چينايي ژبې نړیوالی ورځی او ځینی نوری بی ضرورته ورځی هم پر موژ باندی په ښو او شاندارو مراسمو سره لمانځی….

    بیا جالبه خو دا ده چه دافغانستان خلکو او په تیره بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت او نورو ادارو ته دکمون اولیه د وخت فکر کوی یا په بل عبارت دوی فکر کوی چه افغانان د فیل په غوږ کی ویده دی.

    نه داسی نه ده، نن د انترنیټ زمانه ده حکومت خو پریږده که یو عادی افغان وغواړی چه نړیوالی ورځی وپیژنی په ډیر کم وخت کی ورته خپل زیرکه تلیفون یا کمپیوتر ځواب ورکوی.

    حکومت د دغه ورځو څخه ځینی د هیواد په سطحه او ځینی د نړی په سطحه لمانځی، په کلیزه کی یی دغه مهمی ورځی لیکلی دی، خو نه دغه ۱۷۱ ورځی ځکه مونږ د څلورو لسیزو جګړو داسی خراب کړی یاستو، چه د خپلو مشرانو، مړو او ژوندو او حتی د ځینو ملی ورځو مراسم په ډیر پیکه او کم رنګه ډول سرته رسوو. نه په ښو او شاندارو مراسمو سره …..

  3. له ښاغلي ستانیزي ورور نه په مننې سره باید ووایو چې ستاسو په لست کې د ذکر شویو نړیوالو ورځو نه یو شمېر یې مونږ افغانانو ته زیات اهمیت لري او باید مونږ یې هم ولمانځو لکه د زده کړو نړیواله ورځ ، د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ، دماین پاکۍ په اړه د خبرتیا او همکارۍ نړیواله ورځ ، د روغتیا نړیواله ورځ، د مور نړیواله ورځ ، د والدینو نړیواله ورځ ، د کونډو نړیواله ورځ ، د بشرپالنې نړیواله ورځ ، د سواد نړیواله ورځ ، د شکرې نړیواله ورځ او خصوصا

    د رواني روغتیا نړیواله ورځ 10 اکتوبر ۱۳۰
    ځکه چې زمونږ په وطن کې رواني ناروغان زیات دی لکه زمونږ دغه پورته مبصر رواني افغان ورور .

  4. وای درواغجن حافظه نلری یا په بل عبارت د درواغو او جالبازانو منزل لنډ وی.

    لمړی مستعمار نوم شاهین افغان دوهم مستعمار نوم همت، همداسی دریم، څلورم او نور بیشماره نومونه شاید هم ولری…..
    ما په مخکنی تبصره کی اشاره کړی وه چه زه ( ځینی وخت حیران شم چه زمونږ ځینی تبصره کوونکی د افغانستان په دا څو کلنه جګړه او غمیزه شاید بی خبره وی. او یا شاید د وطن سُنتی او کلتوری ټولنی سره اشنا نه وی.).

    زما دغه اشاره رښتیا شوه ځکه دغه ورور چه کله شاهین افغان او کله دهمت په نوم تبصری لیکی اصلأ د وطن غمیزو، سُنتی او کلتوری ټولنی سره اشنا نه دی، ځکه لمړی دغه ورور په افغانستان کی د ستانکزو ورونو د قوم سره اشنا نه دی، ښاغلی ورور ستانکزی ته یی ستانیزی لیکلی دی، او بل خپلو دواړوتبصرو او مستعمار نومونو کی یی غلطی کړیده او هم یی د ستانیزی په په یو شان لیکنه او کلیمه خپل دواړه جالی نومونه رسوا کړل.

    ما په خپله تبصره کی د دغی ښاغلی ورور نوم نه دی یاد کړی بلکه د ځینو تبصره کوونکو کلیمی څخه می لیکنه پوره کړیده، مګر ښاغلی ورور زما نوم د رواني افغان په نوم یاد کړی دی، زه به ښاغلی همت شاهین افغان ته دومره ولیکم چه زه په دغه کلیمه ځکه نه خفه کیږم چه ستاسو اخلاق او تربیه به همدومره وی چه دیوی تبصری زغم نه لری.
    تاسو باید و پوهیږی چه انترنیټ یوه مجازی او توره نړی ده، کله چه انترنیت ته راووتلی د زغم، صبر او حوصیلی څخه به کار اخلی، که نه د ساینس او ټکنالوژی په زور ځینی ورونه په اسانی سره کولای شی چه ستا او زما اصلی نوم او ټول شهرت پیدا او ځواب ته مو سوال درکړی…. او

  5. زما په غیاب کې عجیبه مناظره او هغه هم د یوه حرف په کم او زیاتولو سره. ستانیزي که ستانیکزی
    ښاغلي دراني افغان صیب او ډاکتر صیب همت ته سلامونه :
    زه خپل مستقل هویت لرم نوم مې احمد شاهین او تخلص مې افغان په قوم ستانیزی اود لوګر ولایت اوسېدونکی یم. دا سمه ده چې په دري ژبه کې ستانیزي ته ستانیکزی لیکي . مونږ له خپلو نیکونو اورېدلي دي چې احمد بابا ، سلطان بابا او عبدالرحیم بابا درې واړه سره ورونه او د سلیمان خېلو له اولادې نه دي . مونږ پښتانه عربي نومونه لږ شانته په آسانه طریقه وایو او سلطان زی په مرور د زمان سره په ستانیزي بدل شوی دي . په محاوره کې هېڅکله ستانیکزی نه وایو. عبدالرحیم زیو ته ادریمزي وایی . که تاسو په انترنت کې ستانیزي ولټوئ ډېر داسې تخلصونه به پیدا کړئ.
    البته کومه موضوع چې په ما پورې اړه لري د شاندارو مراسمو تجلیلول وو. که وغواړو یا ونه غواړو ځينې ورځې په افغانستان کې زمونږ مشران لمانځي . نو ښه به دا وي چې په خپل وخت یې یادونه وکړو لکه د خپلې خوږې مورنۍ پښتو ژبې ورځ . نور مو په الله سپارم وسلام والاحترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...