جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان د افغانستان لپاره خپل سفیر بدل کړ

پاکستان د افغانستان لپاره خپل سفیر بدل کړ

تاند، جمعه، جوزا ۳۰مه: پاکستان د افغانستان لپاره خپل سفیر بدل کړ او د زاهد نصرالله خان پر ځای یې منصور احمد خان نوی سفیر ټاکلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، زاهد نصرالله خان به کمبوډیا ته د سفیر په توګه واستول شي، خو په اتریش کې له ۲۰۱۸ کال راهیسې د پاکستان سفیر به له دې وروسته کابل ته راشي.
منصور احمد خان په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې د پاکستان دایمي استازی هم و او همدا راز د نوي ډیلي اوهرارې په سفارتونو کې یې د شارژدافیر په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

دغه راز منصور احمد خان د په اسلام اباد کې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د سیاستونو د څانګې مشر تېر شوی دی او د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان د ګډو کنفرانسونو د غړیتوب تر څنګ یې د افغان – پاک د سولې عملي پلان برخه هم و.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان تر دې وړاندې تازه د پوځ، ملکي حکومت او استخباراتو ګډ ځانګړی استازی هم افغانستان ته معرفي کړی دی.

1 COMMENT

  1. Ambassador Khan has served at the Embassies of Pakistan in Harare, Kabul and New Delhi, the last two in the capacity of Deputy Head of Mission. He has also served at the Permanent Mission of Pakistan to the UN, Geneva.
    He was born in Lahore (Pakistan) in 1962. He did his Masters from the University of Westminster (London).
    Khan has vast experience of Afghan affairs and has also served as Director General Afghan desk at the Ministry of Foreign Affairs before his current posting.
    He had participated in the process of the Quadrilateral Coordination Group (QCG), which involved China, Pakistan and the U.S. in addition to Afghanistan. He was also part of negotiations for the launch of the Afghanistan Pakistan Action Plan for Peace and Solidarity, the Moscow Format and Kabul process.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب