جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد غلام خان بندر به د سرطان په ۲مه پرانیستل شي

د غلام خان بندر به د سرطان په ۲مه پرانیستل شي

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰مه: د خوست ولایتي چارواکو خبر ورکړی چې راتلونکې اوونۍ به پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره د غلام خان بندر پرانیستل شي.
د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، د دغه بندر د پرانیستې لپاره ټول پروګرامونه او لومړني کارونه شوي دي او د سرطان په دویمه به رسما پرانیستل شي.

غلام خان بندر چې د خوست مرکز ته ۲۰ کیلو متره لرې په ګربز ولسوالۍ کې پروت دی له شمالي وزیرستان میرانشاه سره اوږده پوله لري.
د چارواکو په وینا دا بندر د کراچۍ له بندر سره تر تورخم بندر څخه ۴۷۰ کیلو متره نږدې پروت دی او اوس د خوست د والي مرستیال عبدالواحد پټان وايي، چې د بندر د پرانیستې په اړه یې له پاکستاني چارواکو سره د جون ۲۲مه نېټه ایښې ده.

دوه ورځې وړاندې د خوست والي حلیم فدايي هم ویلي وو چې ولسمشر ورته په تلیفوني تماس کې د غلام خان بندر د پرانیستل کېدو زیری ورکړی دی.
دا بندر څو کاله وړاندې پرانیستل شو خو بیرته یې دروازې د پاکستان له لوري د نامعلوم دلیل له مخې وتړل شوې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب