جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحکومت د طالبانو ۵۰۰ نور زندانیان هم خوشې کړل خو نورو ته...

حکومت د طالبانو ۵۰۰ نور زندانیان هم خوشې کړل خو نورو ته شرط لري

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: یو شمېر حکومتي سرچینې وایي، د طالب بندیانو د خوشي کېدو بهیر دوام لري او تر اوسه د دې ډلې ۳۴۹۶ بندیان ازاد شوي دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت یوه باوري سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته وایي، حکومت د ۵۰۰ نورو طالبانو د خوشې کولو هوکړه کړې او تر اوسه د دولت له زندانونو څخه د طالبانو ۳۴۹۶ بندیان ازاد شوي او د نورو د خوشي کېدو بهیر هم دوام لري.

د سرچینې په وینا، تېره ورځ د طالبانو ۲۱۶ بندیان له بګرام زندان او ۸۴ نور بیا له پلچرخي زندان څخه ازاد شول، خو د طالبانو پاتې ۱۵۰۰ زندانیان به د حکومت د خاصو شرایطو په عملي کولو سره خوشې شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت دغه سرچینه همدارنګه وایي، طالبانو هم تر اوسه د دولت ۶۴۵ بندیان خوشي کړي او دا لړۍ به دوام وکړي.

د یادولو وړ ده چې د دوحې د تړون له مخې به افغان حکومت د طالبانو ۵۰۰۰ زره بندیان، خو طالبان به د حکومت ۱۰۰۰ تنه بندیان ازادوي او تر هغه وروسته به د بین الافغاني خبرو لومړۍ ناسته په دوحه کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب