جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان د هند د غنمو ۳۱ زره ټنه مرسته زیرمه کړه

افغانستان د هند د غنمو ۳۱ زره ټنه مرسته زیرمه کړه

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: د ملي پراختیا د عملیاتي ادارې مسوولان وايي، د هند لخوا افغانستان سره د ۷۵ زرو ټنه غنمو د مرستې لومړۍ جوپه د هېواد په دریو ستراتیژیکو زېرمو کې ځای پر ځای شویده.

د دغه ادارې خبرپاڼه وایي، افغانستان ته په تیرو دریو میاشتو کې د هند د غنمو ۳۱ زره ټنه راوړل شوي‌ دي.

د ملي پراختیايي ادارې د اړیکو مسوول جارالله منصوري په دې اړه وایي، له دې مرستو ۱۲ زره او درې سوه ټنه غنم هرات، ۳۸۵۵ ټنه کندهار او ۳۷ زره او ۵۰۰ ټنه د کابل سیلو ته رسېدلي او ځای پر ځای شوي دي.

ښاغلي منصوري زیاته کړه چې راتلونکې کې به د شمال دوه زېر مو بغلان او بلخ ته هم لس زره ټنه غنم ورسیږي.

د کوروناویروس له خورېدو وروسته نړیوال بانک او ځینو هېوادونو له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د مرستو ژمنه وکړه.

هند هم ژمنه وکړه چې د درملو او طبي وسایلو تر څنګ به افغانستان ته غنم هم ورکړي.

د افغانستان په ښارونو کې د کورونا ویروس له امله پر تګ راتګ له محدودیتونو لګېدو سره ورځنۍ چارې ټکنۍ شوي او د کار پیدا کولو کړۍ هم را تنګه شوې ده.

افغان حکومت د تیرې روژې میاشتې په سر کې له خلکو سره د مرستې په هدف د غنمو او وچې ډوډۍ وېشلو لړې پيل کړه چې د روژې تر پای ته رسېدو وروسته بیرته بنده شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب