جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهله تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یوازې ۲ هېوادوال کورونا وژلي

له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې یوازې ۲ هېوادوال کورونا وژلي

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴  ساعتونو کې په ۱۲ ولایتونو کې د کوروناویروس۳۴۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه تاند ته په استولي معلوماتي لیست کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کوروناویروس د ۸۹۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۳۴۶ پېښې یې مثبتې ثابتې شوي دي.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې کوروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۷۸۷۸ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۳۱ په کابل، ۲۵ په کندهار،۲۵ پکتیا،۱ ننګرهار،۵ تخار،۱۹ بامیان، ۶کندز،۱۹ نیمروز،۹هلمند، ۴ زابل،۶ ارزګان او دوې نورې په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یوه شپه او ورځ کې یوازې په هلمند ولایت کې د کورونا ویروس له امله ۲ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شمېر ۵۴۸ تنو ته لوړ شو.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۲ تنه بیرته له کورونا ویروس څخه روغ شوي چې په دې سره د ټول روغو شویو کسانو شمېر ۷۹۶۲ تنو ته لوړ شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس نن جمعه تر غرمې پورې په نړۍ کې ۴۵۴۲۱۴ تنه د کورونا ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب