دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهپکتیکا کې د طالبانو ناکام برید د دوی ۲۹ وسله والو ته...

پکتیکا کې د طالبانو ناکام برید د دوی ۲۹ وسله والو ته مرګژوبله اړولې

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: د ملي دفاع وزارت وایي، ځواکونو یې په پکتیکا ولایت کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او د هغوی ۲۹ جنګیالیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه وسله والو طالبانو د پکتیکا ولایت د سروضې ولسوالۍ په مارزکو سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

خبرپاڼه وایي، په یاده نښته کې ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

سرچینه همدارنګه زیاتوي، په یاد دفاعي برید کې د هغوی ۲۲ موټرسایکلونه او یو شمېر نور مهمات هم د افغان ځواکونو لاسته ورغلي دي.

دفاع وزارت په دې جګړه کې د یو تن سرتیري د وژل کېدو او دوو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو تبصره نه ده کړې.

1 COMMENT

  1. د شهید سرتیری لپاره د خای تعالی څخه جنت او کورنی ته دی خدای اجر او د زړه صبر ورکړی۰
    ژوندی سر لوړی دی وی افغان قهرمان فوځ/مړه او شرمانده دی وی پردی مزدوران او د وطن دشمنان۰ مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب