جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهطالبانو دایکندي ۱۷ موټر او سورلۍ یې برمته کړي دي

طالبانو دایکندي ۱۷ موټر او سورلۍ یې برمته کړي دي

تاند، جمعه، د جوزا ۳۰ مه: د دایکندي چارواکي وايي چې طالبانو له تیرو دریو ورځو راهیسې د دې ولایت په کجران ولسوالۍ کې تر ۱۵ ډیرې لارۍ، د سپرلۍ موټر او ډریوران یې یرغمل نیولي دي.

د دغه ولایت یوه حکومتي سرچینه تاند ته وایي، طالبانو درې ورځې وړاندې د دایکندي – کندهار لاره وتړله او ۱۷ موټر یې له ډریورانو او سورلیو سره برمته کړل.
سرچینه وایي، په برمته شویو موټرو کې ۱۰ عرادې لارۍ او ۷ یې د سورلۍ موټرې دي.

سرچینه زیاتوي، دغه موټرې د دایکندي ولایت د کجران او کیټي ولسوالیو اړوند دي چې کندهار له لوري راروان وو او طالبانو د غورما کلي ته څېرمه یرغمل نیولي دي

بلخوا د دایکندي امنیه قومندان غلام سخي غفوري تاند ته د خبر تایید کړی او وایي، د دایکندي ولایت د کجران ولسوالۍ اوسیدونکو او د ارزګان د چارچینو ولسوالۍ د خلکو تر منځ یو لړ اختلافات وو چې اوس یې په دوام وسله والو د خوراکي توکو د لیږد لپاره دغلته لارې تړلې دي: (( موږ هڅه کوو چې دا ستونزه حل کړو.))

د دایکندي امنیه قومندان دا هم وویل چې دغو موټرو له کندهار څخه دایکندي ته خوراکي توکي لیږدول.

خو یوې بلې سرچینې د طالبانو په حواله ویلي چې د دوی له سیمې څخه یو سړدی او ښځه د دایکندي کیران ولسوالۍ ته تښتیدلي دي او نیولي موټر به تر هغه ودروي تر څو چې سړی او ښځه بیرته ور وسپارل شي.

مګر طالبانو رسما تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب