جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالې ښوروا که معجون؟ | ډاکټر عطاالله زیارمل

 ښوروا که معجون؟ | ډاکټر عطاالله زیارمل

نن سبا د شوروا بحث ښه ګرم روان دی.‌ شوروا هم ځانته څه وايي! څوک یې ماته کړې خوښوي او څوک بیا وايي چې نه دا زموږ د سيمې خپل معجون دی او له چوکه کولو پرته بل چا ته د بل ډول استعمال حق نه ورکوو.

تېرو څو اونیو کې د حکیم صیب واکسین هم همداسې تود بحث را ټوکولی و چې متاسفانه نه خپله حکیم صیب د خپل معجون په نوم پوهېده او نه یې هم پلویان. هغه دومره مغشوش و چې خپل دې معجون ته د دوا نوم ورکړي او که د واکسین په نوم یې ونوموي. په همدې ذهني ټکر کې به کله ترې درمل او کله هم واکسین شو، خو په ځای د دې چې د حکيم صیب خپله ذهني مغشوشیت له منځته تللی وي پلویان یې دومره تاوده و چې دغه مسئله یې سیمه ایزه او هم حتی د قوم د سپکاوي خبره بلله.

کله هم چې علمي بحث غیر مسلکي شي نو بیا ځینې د نورو لارو څخه کوښښ کوي چې خپله خبره په نورو باندې ومني. د حکيم صیب د ګڼې ګوڼې له جوړېدو څخه وروسته تاسې وينئ چې په کابل او ځینو نورو سیمو کې هره ورځ په سلګونو نوې پېښې رامنځته کېږي. د کرونا لپاره نوره نړۍ هم له خپلو ټولو تیاریو سره سره همداسې وارخطا وه چې نن زموږ خلک وارخطا دي.

نو په پای کې ویلی شو چې همدا یې وخت دی ترڅو د شوروا پلویان هم را مخې ته شي او د شوروا د توصیه کوونکي تر شا ودرېږي او دغه علمي (!؟) مسئله په نړیواله کچه را پورته کړي ترڅو ځینو ته ویاړ ور وبخښي او کنه کم له کمه دې تر قطره پورې ورسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب