جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeمقالېد قطر په دفتر کې د نويو کسانو د ګومارني پر سر...

د قطر په دفتر کې د نويو کسانو د ګومارني پر سر انډوخر

د ملا هشمت الله میوندوال
که مو په یاد وي څو میاشتي مخکې د امريکا کانګريس د قطر سياسي دفتر ته د سولي د خبرو د تسهيلاتو په منظور د پنڅه څلويښت ميليونه ډالرو د منظوري اعلان وکړ، د دي خبر له اوریدو سره سم طالب مشران په ځانګړي توګه ملابرادر چي د طالبانو د سیاسي دفتر مشري هم په غاړه لري په سياسي دفتر کي د خپلو خپلوانو او شخصي ملګرو د ځای پر ځای کولو په اړه سر ګرم شول، له کوټي څخه یوه لوړ پوړي طالب مشر راته وویل که څه هم په قطر کې میشت طالب چارواکي اوس هم له زیاتو امتیازاتو برخمن دي چي د قطرهیواد لخوا په میاشت کې هرکس ته له دیرش زرو قطري ریالو نیولي آن تر پنځوس زره ریالو پوري نقد معاشات ورکول کیږي، هري کورنۍ ته لوکس کورونه او لند کروزر موتران په واک کي ورکول شوي دي. د میاشتي په زیاته اندازه خوراکي توکي هم ترلاسه کوي چي د دي امتیازاتو د اخیستلو او ترلاسه کولو پرسر له پخوا د طالب چارواکو ترمنځ سخت جنجالونه او رقابتونه موجود دي.
دغه مشر راته وویل چي اوس هم  يواځي د ملابرادر دوو زامنو او يوه وراره ته هره مياشت يوسل شل زره قطري رياله امتیازات ورکول کيږي خو بيا يي هم نه بس کيږي او حرص يي ورځ په ورځ زياتيږي. اوس غواړي چي نور خپلوان هم قطر ته راولي.
پخوانیو پښتنو ښه ویلي چي د سلو کالو وږی په سل کاله نه مړيږي، دري  مياشتي وړاندي ملابرادر د زامنو او وراره څخه سوا دوه تنه نور خپلوان حافظ محمد پوپلزی او حاجي رحیم  د قطر په دفترکي مقرر کړل او نورو خپلوانو ته يي هم وعدي ورکړي چي ژر تر ژره پاکستاني پاسپورتونه جوړ کړي تر څو د قطر په ذفتر کي ئي ځای پرځآی کړي.
  اوس ملايعقوب او سراج الدين حقاني هم له ملابرادره غوښتي چي زموږ له خپلوانو هم بايد څه کسان د قطر په دفترکې مقرر شي کله چي ملابرادر د قطر هيواد له چارواکو څخه وغوښتل چي زه غواړم د قطرپه سیاسي دفتر کي نور کسان هم مقرر کړم  تر څو د سولي په خبرو کي ګډون وکړي، قطري چارواکي چي اصل حقیقت ئي درک کړی و ملابرادر ته ئي ویلي د سیاسي دفتر اوسنی تشکیل اوس هم ډیر دۍ موږ نشو کولای چي  ستاسو نور کسان ومنو.
  د دي لپاره چي ملابرادر د قطر د چارواکو پلمه پر ودروي او خاماخا خپل خپلوان ځای پرځای کړي، نو يي د قطر هيواد ته وويل چي موږ به د دفترله موجوده تشکیله څه کسان بدل کړو او تاسو بايد د هغوي پر ځای نور کسان ومنئ هغه و چي تر روژې مخکي ملابرادر د سیاسي دفتر څخه اته تنه وشړل دا اته کسان ټول داسي کسان دي چي اوس د طالبانو په تحريک کي د کوم واکمن کس ملاتړ نلري او څلور تنه خو يي بیخي د مدرسو طالبان هم نه دي او ځينو ئي د پاکستاني استخباراتو ضد دريځونه هم درلودل، که ځه هم قطري چارواکي له دي پریکړي راضي نه دي خو ملابرادر اصرار کوي چي دا د دوۍ خپل منځي موضوع ده او دا پریکړه په ده پوری اړه لري خو په سياسي دفتر کي د نويو کسانو د ګمارني پر سر انډوخر لا ښه زور اخیستی، د ملا برادر، سراج الدین حقاني، ملا یعقوب، ملافاضل او ملامحمد حسن بابړ ترمنځ ښه په درب مقابله روانه ده هر يو کوشش کوي چي ونډه يي غوښنه سي، خو ملابرادر چون د سياسي دفتر مسول دئ کوشش کوي چي اول خپل ځان پوره کړي او بيا نوروته هم په دفتر کي خپله ونډه ورکړي.
اوس خبره شيخ هبة الله اخندزاده ته‌ ليږل شوي کيدای شي هغه هم د څو تنو قريبانو تر ځای کولو ورسته خپله پريکړه وکړي.
دغه لوړ پوړي چارواکي زیاته کړه چي د کوټي شورا او پيښور شورا مشران تمامه ورځ امریکائي ډالرو او قطري ريالونه ته حساب کوي او د مجلس ډيري برخه يي پر هم په دې موضوع راڅرخي، د هیواد، ولس ملي مسائل ځیني پاته دي هر مشر په دي سوچ کي دۍ  چي کله به خپل خپلوان قطر ته ولیږي، تر څو له دغو امتیازاتو برخه مند او جيبونه ئي په ډالرو او ريالونو ډک شي.
—————
تاند هغه څه چې په دې لیکنه کې یې ادعا شوې، نه تاییدوي او نه ردوي. څه چې په دې لیکنه کې لولئ په لیکوال پورې یې اړه لري.

3 COMMENTS

  1. زره مو ترك وچوه ، نا اميدي ستاسو په برخه ده انشاالله ، ديموكراسي غوختونكو ماديات پرستو ، او هغه چا ته چي وطن يي گتلي ، دمادياتو هيس پروا نشته !

  2. دا لا څه دي۔ تردې به ډېرې د شرم خبرې واورې۔ طالب غلام ابن غلام و۔ په شعوری او لا شعوری ډول د پاکستان مزدور وو۔پايله به یې داسې د شرم وي چې افغانيت څه انسانيت به پرې شرمېږي۔
    وبه ګوری

  3. په همدی پاڼه کی یو ورور د ( نړیوالی ورځی) تر عنوان لاندی یوه معلوماتی لیکنه خپره کړی ده
    پدی نړیوالو ورځو کی ( چی هیله ده شمېر ئې یو وخت ۳۶۵ ته ورسیږی ) یوه نړی واله ورځ او د هغی لمانځنه نه سترګو کیږی ، ددی نړیوالی ورځی لمانځنه به( کومه چی باید اضافه او ثبت سی) زموږ د ډیرو چارواکو او همدارنګه د قطر د دفتر د ګاډی وانانو لپاره یوه اړینه او مهمه خبره وی. دا مهمه ورځ باید د ( ډالر نړیواله ورځ) وبلل سی او ولمانځل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب