جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو ماین له واده ستانه شوي ماشومان او مور یې وژلې

د طالبانو ماین له واده ستانه شوي ماشومان او مور یې وژلې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۸ مه: د پکتیا چاروکي وایي، د دې ولایت د زرمت ولسوالۍ په سورکۍ سیمه کې پر لویه لار د طالبانو لخوا د ځای پر ځای کړي ماین چاودنې د یوې کورنۍ ۴ غړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت تاند ته وایي، دغې چاودنې د بي بي شیرینې په نوم د یوې مور، ورسره د دوو کوچنیو ماشومانو ژوند واخیست او د یو درې میاشتنی زوی یې سخت ټپي کړی دی.

نوموړی وایي، د فضل احمد په نوم دغه ماشوم اوسمهال په پکتیا حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

یاده پېښه نن د چهارشنبې په مازیګر څلور بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې دغه ښځه او ماشومان د خپلوانو د واده په خوښۍ کې له ګډون وروسته خپل کور ته پیاده د ستنېدو په حال کې وو، چې د لویې لارې پر سر د طالبانو د ماین ښکار شول.

د طالب ترهګرو لخوا د زرمت دغه سړک ماین چاودنه داسې مهال ترسره کیږي، چې له زرګونو طالب بندیانو خوشي کولو وروسته همدا نن هم افغان حکومت د سولې د پروسې د زمینه سازۍ لپاره د پکتیا په ګډون د هېواد په مختلفو ولایتونو کې طالب زندانیان خوشي کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب