جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان د امریکایي ډیلټا فورس معادل ۷۳ کسیز ځواک وروزه

افغانستان د امریکایي ډیلټا فورس معادل ۷۳ کسیز ځواک وروزه

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸ مه: افغان ملي اردو د مرګ قطعې یوه بله ډله ۷۳ تنه ځانګړي ځواکونه فارغ کړل.

د ځانګړو ځواکونو قول اردو وایي، ياد سرتيري لومړدی کمانډویان وو او له ۱۰۰۰ تنو څخه انتخاب شوي وو چې تر پنځه مياشتنیو زده کړو او تمريناتو وروسته د جګړې ډګر عملیاتو ته اماده شول.

د ځانګړو عملياتو د قول اردو قومندان ډګر جنرال محمد فريد احمدي وایي، دا ځواکونه تر ډېرو سختو تمريناتو ووتل او په وينا يې دوی اوس دومره قوت او ځانګړنې لري چې ان له امريکايي ډیلټا فورس سره په پیاوړتیا کې برابر دي.

ښاغلي احمدي همداشان زياته کړه چې ياد سرتيري د وطندوستۍ غښتلی درک او پرهېزګاري لري، چي خپل ټول عمليات به د پيغمبر ص له سنتو څخه په استفادې ترسره کوي: (( دا قطعه به داسې عملیات کوي چې د جګړې پر مهال ماشومان، سپين ږيري، ښځي او عامه ځايونه له خطره وژغوري، خو دوی ته د خاصو عملياتو لپاره خاصه روزنه ورکړل شوې چې هدف ترې خطا نه ځي.))

د سولې د خبرو له ګرمېدو سره په هيواد کې د طالب ډلي بريدونو هم زور اخيستی چې د افغان ځواکونو په دفاعي او ځوابي بريدونو کي له سختو ځاني زيانونو سره مخ شوي دي.

د مرګ قطعې تر دې وړاندې ۲۰۰ سرتېري لرل چې په کندوز کې یې طالب ترهګرو ته درانه تلفات اړول.

د دغې قطعې سرتیری که له یو کیلو میتر واټن څخه درې ډزه وکړي دوه یې سل په سلو کې هدف ولي او بل یې ۹۹ سلنه هدف په نښه کوي.

2 COMMENTS

  1. زمونږ د دولت نه همدا غوښتنه ده، چې همدغه شان ځانګړي ځواکونه وروزي.
    او د دوی شمیر په زرګونو لوړ کړي، او پراخه پوهاوی تمرینات او زده کړې ورکړي.
    دولت دې د جګړې د مهارولو لپاره د پوځ په استخباراتي څانګو کې هم پرمختیا رامنځته کړي..
    زمونږ د هیواد استخبارات د سیمې په کچه بیخي فلج دي.

  2. ماشاءالله، تل پياوری هيواد غواړو، تل پياوړی پوځ غواړو، تل دوښمن په سر ولو، تل په دولت او له دولت نه د باندې سپي ورک غواړو د افغان هر دوښمن که مسلمان ده که جاسوس، فاسد،خائن او که بل غدار سر پرې غواړو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب