جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وايي، هراتي الاصله لیکوال «نجیب مایل هروي» ته به ژر تابعیت...

ایران وايي، هراتي الاصله لیکوال «نجیب مایل هروي» ته به ژر تابعیت ورکړي

تاند (چهارشنبه، د جوزا۲۸) وروسته له دې چې د هراتي الاصله لیکوال نجیب مایل هروي زوی د ایران د اقامت په اړه شکایتونه وکړل او د اعتراض په دود یې ځان ته اور ورکړ، د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد (اطلاعات او کلتور) وزارت وویل چې نجیب مایل هروي ته به ژر د ایران تابعیت ورکړل شي.

د فارسي ژبې د لیکوال او څېړونکي نجیب مابل هروي زوی څو اوونۍ وړاندې په دې خاطر ځان ته اور ورته کړ چې ایران یې پلار ته تابعیت نه ورکوي.

نجیب مایل هروي له څو لسیزو راهیسې د ایران په مشهد کې اوسي او د دغه هیواد لپاره یې ډېر خدمت کړی دی.

راپورونه وايي چې د ده زوی شهاب مایل هروي شاوخوا ۲۱ ورځې وړاندې په مشهد کې د ایران د حکومت د یوې ادارې مخته ځان ته اور اچولی و خو تر هغو پورې څوک پرې خبر نه شول چې په روغتون کې له درې اوونۍ تداوۍ وروسته کور ته ستون شو.

د ده پلار نجیب مایل هروي له څو کلونو راهیسې شدیده روحي ناروغي لري او په ځلونو په روغتون کې بستر شوی دی.

د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت د عامه اړیکو ریاست نن (چهارشنبه) وویل چې د دغه وزارت په هڅو او د ایران د کورنیو چارو او بهرنیو چارو وزارتونو د اغېزمنو اقداماتو په نتیجه کې د مایل هروي د تابعیت منلو موضوع تایید شوې او اوس په خپلو وروستیو قانوني پړاوونو کې ده.

د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد وزارت په په خپله ویبپاڼه کې ویلي چې نجیب مایل هروي ته د هغو خدمتونو د درنښت په خاطر چې ده د ایران د تمدن او کلتور لپاره کړي څو جایزې ورکړل شوي دي.

د راپور له مخې، د ایران د کلتور او اسلامي ارشاد او د ښارجوړونې د وزیرانو په وړاندیز او د کابینې په موافقه مایل هروي ته په مشهد ښار کې یو کور ورکړل شوی او وروسته له دې چې د نوموړي د تابعیت پروسه په رسمي ډول بشپړه شي، د کور اسناد به هم د ده په نوم ثبت شي.

خو د نجیب مایل هروي زوی شهاب مایل د ایراني چارواکو په څرګندونو بې باوره دی او وايي چې هغوی په ځلونو دا ډول ژمنې کړي دي:

«د خپل پلار د ۵۰ کاله مظلومیت په خاطر، د هغو دروغو په خاطر چې د ایران اسلامي جمهوریت زما پلار ته ویلي. په ایران کې د خپل پلار د اقامتي او معیشتي وضعیت په خاطر او په دې خاطر چې د ایران د دولت له لوري زما د پلار مادي او معنوي حقونه خوړل شوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دفتر مخته ته مې ځان ته اور ورته کړ څو وښیم چې د استاد نجیب مایل هروي وضعیت ښه نه دی.»

شهاب هروي په سلو کې ۶۰ سوځېدلی و خو له دې سره سره یې درملنه شوې او اوس په نسبي ډول ښه دی.

7 COMMENTS

  1. د دې نه څه فایده ، په یو پردي هیواد دومره نازیدل چې هغه هم زمونږ غیور ملت ته د انسانیت په سترګه نه ګوري.
    د دغه وحشي رژیم لپاره باید څوک یو میږی هم قرباني نه کړي، بیا ځان ته اور اچول خو لا پریږده.
    خو دا هر څه چې زه وینم، په خپل ناجوړه حکومت او نالایقه چارواکو مې زړه خوږیږي، چې څنګه یې نړیوالې مرستې د کرونا په نوم تالاوالا کړې، او اوس بیا څه نلري د آی ایم ایف نه پور اخلي، تر څو د دوی ژوند ښه شي، او یو دوه ورځې په افغانستان غوندې ناقراره هیواد کې په قراره تیرې کړي.

  2. هراتی الاصله اصطلاح غلطه ده. هرات خو څه مملکت نه دی چې تاسو یې داسې کاروئ. باید افغان الاصله وي.

  3. آحمد صاحب فکر کوم تاند له ځیرکۍ نه کار اخیستی او په قصد یې هراتي الاصله لیکلی. د هراتي الاصله مطلب دا دی چې اصلاً د هرات دی او افغان یی د دې دپاره ورته لیکلی نه دی چی نجیب هروی ځان افغان نه ګڼي. ما د ده ځیني لیکنې لوستي ځان ایرانی ګڼي. ډير مضر ا و متعصب انسان دی.
    فضل کریم ف

  4. ايران خو تل هغه نجسې څيرې غواړي چې د افغانستان دوښمنان دي او ددوی سپي دي. نو ښه سو چې يو کميږي.

  5. له ایران ورته ارپایی هیواد ښه ؤ ایمان به یی خوندی وه ، ایا ایران په خان سوځولو ارزی ، ماته خو که پیسی هم راکړی تابیعیت نه اخلم

  6. د پرديپال نجیب ماهر هروي د زړه له تله چوپړ د ایران ګټو ته او د هغه ذلیل ژوند په ایران کښې باید د عبرت درس شي هر هغه چاته چې د افغانستان پر هویت باندې شرمیږي او ځان ته د جعلي هویت په لټه کښې دي. کاش مایل هروي غیرت پیدا کړي او د ایران تابعیت و نه مني او ایران ته پر خپل چوپړ باندي پښیماني و ښايي. هر هغه څوک چې د افغانستان پر ویاړونو او پرتمین تاریخ باندې ملنډې وهي هرومرو د ماهر هروي سرنوشت سره مخامخ کېږي. تاریخ ددې شاهد دی. نو د تاریخ څخه باید زده شي.
    په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب