جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ولسي جرګې د رييس او د پروان د امنیه قوماندان ترمنځ...

د ولسي جرګې د رييس او د پروان د امنیه قوماندان ترمنځ لانجه

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۸) په پروان ولایت کې سلګونو تنو د ولسي جرګې د ريیس پر ضد او د پروان د امنیه قوماندان په ننګه مظاهره وکړه.

ویل کېږي چې خلک وروسته له دې د ولسي جرګې د ريیس میررحمان رحماني پر ضد وپارېدل چې ده هڅه وکړه په امنیتي سیکتور کې د بدلونونو مخه ونیسي.

د پروان امنیه قوماندان هارون مبارز نن (چهارشنبه) رسنیو ته وویل، په خپل ولایت کې یې د امنیتي چارو د ښه والي لپاره په پولیسو کې ځینې تغییرات راوستل خو د ولسي جرګې رييس په دې خاطر خبرداری ورکړ چې د چاریکار ښار د یوې امنیتي حوزې د آمر تبدلي د ده په طبعه برابره نه وه.

قوماندان مبارز ادعا کوي چې د پولیسو دا آمر په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو د یوه استازي ښاغلي افضلي کس دی.

د پروان امنیه قوماندان ټینګار کوي چې دا تغییرات د چارو د لا ښېګڼې لپاره راولي او باورمن دی تر څو چې د لیاقت پر اساس ګومارنې نه وي شوې امنیتي وضعیت ښه کېدای نه شي.

شاهدان وايي چې د امنیه قوماندان او د ولسي جرګې د ريیس ترمنځ لفظي شخړه وشوه او نژدې وه چې په وسله واله نښته واوړي.

د ولسي جرګې رييس میررحمان رحماني تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي خو د پروان امنیه قوماندان ادعا کوي چې اوس د ولسي جرګې رييس د کورنیو چارو پر وزیر فشار راوړي چې امنیه قوماندان د خپلې پرېکړې اخیستلو ته اړ باسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب