جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeجنرال وزیريپنځم ستون تر ټولو خطرناک ځواک| جنرال دولت وزیري

پنځم ستون تر ټولو خطرناک ځواک| جنرال دولت وزیري

د پنځم ستون (Fifth column) اصطلاح د لومړي ځل له پاره د هسپانویانو له خوا د ( 1936 او 1939 ) میلادي کلونو تر منځ په کورنیو جګړو کې وکارول شوه.[1]

د دې کلونو په موده کې جنرال فرانسیسکو فرانکو (هسپانوی جنرال: زېږېدنه: د ۱۸۹۲م کال د ډسمبر ۴ مه- مړینه د ۱۹۷۵م کال د نوامبر ۲۰مه، مادرید، هسپانیا) دی د نازي المان او د ایټالیا هېواد په پلوي د هسپانویانو پر ضد په جګړه بوخت و.

د لومړي ځل له پاره د دې ډېر ناوړه خو ډیر مهم ځواک د پنځم ستون یا د پنځم ځواک په نامه اصطلاح د جنرال فرانکو یوه قوماندان امیلیو مولا (Emilio Mola- زېږېدنه: د ۱۸۸۷م کال د جولای ۹مه- مړینه ۱۹۳۷م کال د جون درېیمه) په خپله یوه وینا کې وکاروله.

قوماندان مولا په خپلو خبرو کې وویل:

«زه نه ماتیدونکی یم، ځکه چې پر څلورو ځمکنیو، هوايي، بحري او پولیسي ځواکونو سربېره، یو بل مهم ځواک هم لرم چې هغه پنځم ستون یا پنځم ځواک دی.»

 نوموړي په خپله وینا کې زیاته کړه:

«زما د ځواکونو پنځم ستون یا پنځم ځواک دا اوس مهال د هسپانیا په مرکز مادرید کې شته. د دې ځواک په مټ زه په ډاډ وایم چې زه نه ماتیدونکی یم او د دې ځواک په مرسته زه کولای شم چې خپل مخالفان او دښمنان په مادرید کې له پښو وغورځوم او ويې ځپم.»

له پنځم ستون يا پنځم ځواک څخه د نوموړي قوماندان موخه هغه پټ او استخباراتي مامورین وو، چې د ده په ګټه يې د هسپانیا په مادرید ښار کې فعالیت کاوه.

دغه پټ یا استخباراتي مامورین او یا پنځم ستون هغه هسپانویان وو، چې د یو څو پیسو په بدل کې يې د خپل هېواد پر ضد د هېواد له دښمنانو سره مرسته کوله.

اډولف هټلر (Adolf Hitler- زیږېدنه: د ۱۸۸۹م کال د اپرېل ۲۰مه- مړینه د ۱۹۴۵م کال د اپرېل ۳۰مه) به ویل:

«هغه څوک چې د خپل هېواد پر ضد او زیان زما سره د څو پیسو په بدل کې مرسته کوي، دوی له هغه چا څخه ډېر خطرناک دي چې زما سره په ښکاره په دښمنۍ بوخت دي، ځکه چې داسې کسان خپل هېواد او خپلو خلکو ته د خدمت په کولو ژمن نه دي، نو مشکله ده چې داسې پلورل شوي کسان دې موږ  ته په دوستۍ کې ژمن پاتې شي.»

په رښتیا چې پنځم ستون یا پنځم ځواک تر ټولو ځواکونو ډېر خطرناک ځواک دی، ځکه د دوست په لباس کې د دښمن په ګټه کار کوي او د داسې ځواکونو پر ضد یوازې ډیر ښه روزل شوي کسان مبارزه کولای شي. د داسې ځواکونو پر ضد په مبارزه کې د یوه هېواد د خلکو مرسته د خپلو ځواکونو سره ډېره اړینه ده.

زموږ په هېواد کې سره له دې چې هېواد وال مو له خپلو ویاړلو وسله والو ځواکونه سره مينه لري او ملاتړ يې کوي، خو بیا هم د دښمن د پنځم ستون پر ضد په مبارزه کې يې رول کمزوری دی.

 د دولت، حکومت او زموږ د استخباراتو او مطبوعاتو دنده ده چې په هر شکل کېږي په دې برخه کې خلک، فعالې مرستې ته را وبولي.

په هېواد کې په ازاد مټ د ځانمرګو بريدونو تر سره کول د پېژندل شویو کسانو ترور يې لويې بېلګې دي، چې دلته زموږ

په هېواد کې هم د دښمن پنځم ستون فعال او کار کوي.


لمنلیک:

[1] ـ په ځینو انلاین قاموسونو کې د پنځم ستون تشریحي معنی داسې راغلې ده: «په لوی لاس یا هم سهوې د ملي ګټو کمزوری کوونکی. له جاسوس سره یې توپیر دا دی چې جاسوس خپل هېواد یا هم د خپل بادار خدمت ته ژمن وي، خو پنځم ستون له مزد یا اجورې پرته په پردیو پورې تړلی وي. د خپل هېواد د ګټو خلاف فعالیت کوي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب