جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري بیا پيلېږي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخيزه سوداګري بیا پيلېږي

رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

د غبرګولي، جوزا  ۲۸  مه  ۱۳۹۹

  د پاکستان او ګاونډي افغانستان حکومتونو پرېکړه کړې چې د چمن سپين بولدک، تورخم او غلام خان بندر له لارې يوار بيا دوه اړخيز تجارت پيل کړي. دا پرېکړه په داسي وخت کې شوې چې په دې وروستيو کې د دواړو ګاونډیو هيودانو ترمنځ  د پولې د تړلو له امله صادرات یوويشت سلنه راټيټ شوي دي.

په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان سفيرعاطف مشعل د چارشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه  ليکلي، راتلونکې دوشنبه به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن، تورخم  او غلام خان بندرونو له لارې دې هيواد ته د افغانستان له لوري د سوداګرو د مالونو صادرات پيل شي.

پاکستان وايي، افغانستان ته یې نژدې ۲۱ سلنه صادرات کم شوي

په پلازمېنه اسلام اباد کې افغان سفير عاطف مشعل د چارشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه  ليکلي، چې راتلونکې دوشنبه  به  د پاکستان او افغانستان ترمنځ  د چمن، تورخم  او غلام خان بندرونو له  لارې دې هيواد ته  د افغانستان له  لوري د سوداګرو د مالونو صادرات  پيل شي.

ښاغلي مشعل د اوسنۍ  پرېکړې په اړه د پاکستان دحکومت مننه کړې او تمه يې څرګنده کړې، چې د افغان سوداګرو د مالونو صادرات به په خپله ټاکلې نېد تخنيکي کمېټې له غونډو وروسته د روانې جون مياشتې پر دوه ويشتمه  نېټه پيل شي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د چمن سپين بولدک او تورخم جلال اباد بندرونه د تېرې مارچ مياشتې پر دوهمه او پنځلسمه نېټه په داسي حال کې تړل شوي وو، چې د نړۍ د نورو هيوادونو ترڅنګ په پاکستان کې هم د ساري ناروغۍ کوډنولس ويروس مخ په خپرېدو وو. د تېرو درېو مياشتو په موده کې که څه هم په  وار وار ياد بندرونه  له  پاکستان څخه  د ټرانزيټي مالونو د وارداتو لپاره  پرانيستل شوي خو البته افغان صادراتو ته اجازه نه وه ورکړل شوې.

په کوټه کې د سوداګرۍ او صنايعو د خونې چارواکو هم  د حکومت د اوسنۍ پرېکړې هرکلی کړی او ويلي، چې د چمن باب دوستي ترڅنګ په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د مالونو زرګونه کانټينرونه  لاهم  ايسار پاتي دي. چې د ګمرک چارواکو له لوري اجازه نه ورکول کېږي، خوله  سوداګرو د هرې ورځې په حساب  ډيمرج  اخيستل کېږي.

تجاران  شکايت  کوي، چې پاکستان او افغانستان ترمنځ د سياسي کړکېچ له رامنځته کېدو سره  سم  د دواړو هيوادونو ترمنځ  پر تجارت  هم اغېز پرېوځي او په پاکستان کې د نورو ستونزو د رامنځته  کېدو ترڅنګ ګمرکي تعرفې زياتېږي. د تجارت د نړيوالو مقرراتو نه  پلي کېدل، په ځنډ سره ګمرکي پروسه او لوړې ګمرکي تعرفې هغه ستونزې دي، چې نه  يوازې يې د غبرګو ګاونډیو هيوادونو ترمنځ  تجارت  ټکنی کړی بلکې تجارانو ته  يې درانه  مالي زياتونه هم  اړولي دي. ښاغلی مشعل هوډ لري، چې د تجارات د پراختيا او د تجارانو د ستونزو له منځه  وړلو ته ژمن دی.

1 COMMENT

  1. کور مو وران شه په داسی تجارت او له داسی ګاونډیتوب یه د افغانستان تجارانو ولی په ټرین کی خپل مالونه له چین نه راوړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب