پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، افغانستان ته یې نژدې ۲۱ سلنه صادرات کم شوي

پاکستان وايي، افغانستان ته یې نژدې ۲۱ سلنه صادرات کم شوي

تاند (سې شنبه، د جوزا ۲۷) پاکستان وايي، د روان مالي کال (۲۰۱۹ – ۲۰۲۰) په لومړیو ۱۰ میاشتو کې یې افغانستان ته صادرات د تېر کال په پرتله په سلو کې ۲۰ اعشاریه ۸۷ کم شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک (سټېټ بنک) د راپور له مخې، په مجموع کې د ۲۰۱۹ له جولای څخه د ۲۰۲۰ تر اپریل پورې پاکستان افغانستان ته د څه باندې ۸۰۸ ملیون ډالرو په ارزښت صادرات کړي خو په تېر کال کال کې په ورته موده کې افغانستان ته د څه باندې ۹۸۵ ملیون ډالرو صادرات کړي وو چې دا افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د ۲۱.۸۷ سلنې کموالي ښودنه کوي.

د پاکستان مرکزي بانک همداراز وايي چې په مجموع کې ټولو هیوادونو ته په یادو ۱۰ میاشتو کې د پاکستان صادرات ۲ اعشاریه ۴۰ سلنه کم شوي؛ یعني له ۲۰ ملیارده او ۱۳۴ ملیون ډالرو ۱۹ ملیارده او ۶۴۹ ملیونو ته لږ شوي دي.

د پاکستان د مرکزي بانک پر اساس، په یاده موده کې پاکستان له افغانستان څخه د ۱۱۵ اعشاریه ۷۴۷ ملیون ډالرو واردات لرلي چې د وړم مالي کال په پرتله په سلو کې ۲۲ اعشاریه ۴۸ کم دي. د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ مالي کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې افغانستان پاکستان ته د ۱۴۹ اعشاریه ۳۲۲ ملیون ډالرو صادرات لرل.

پاکستان په ځلونو خپلې لارې د افغانستان د صادراتو پر مخ بندې کړي او اوس هم چې د افغانستان د جنوبي ولایتونو په تېره بیا کندهار مېوې په رسېدو دي، پاکستان د سپین بولدک لار بنده کړې ده.

2 COMMENTS

  1. هر کال د افغانستان د تجارت خونه همدا ببولالې په خبرونو کې خپروي، په تاسې څه چل شوی دی، خو د پاکستان نه بیخي لاس وینځئ، د هغوی صادرات افغانستان ته صفر کړئ، او د دې په ځای یې د ازبکستان، ترکمنستان سره تجارت وغځوئ.
    منځنی ختیځ دی، اروپا ده ، مرکزي اسیا ده ، هند دی.
    لږ تر لږه افغانستان نور د ایران او پاکستان د اقتصادي استعمار نه خلاص کړئ .
    هر کال ستاسې میوې په چمن او تورخم کې خوسا کیږي، نور بس دی .
    دا کیسه نوره ختمه کړئ .

  2. پاکستان سره باید دا تجاران تجارت ختم کړی او د چین کانتیرونه باید د ټرین د لاری راوړی یو خو زر رارسیږی او بغیر د کم خطر نه. یقین وکړی چه زمونږ ملګری دی چه خپله سرمایه د کراچی په بندر کی ورکه کړه دا یی دریمه میاشت ده چه نهه کانتینرونه یی ایسار دی بی د کومی وجی او اوس چه چمن او یا طورخم ته راورسیدل دلته په یوه بهانه او بله بهانه ایسار کړی دی او د هر تجار همدا حال دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب