سه شنبه, مې 14, 2024
Homeجنرال وزیريله مسئولینو څخه یوه هیله| جنرال دولت وزیري

له مسئولینو څخه یوه هیله| جنرال دولت وزیري

 ګوانتانامو زندان د نړۍ ډېر مشهور او د خلکو له نظره  ډېر لیرې د کیوبا په ټاپووزمه د اوبو په منځ کې پروت دی.

وايي: دلته هغه زندانيان ساتل کېږي چې ډېر خطرناک او ډېر درانه جرمونه ولري.

خطرناک او په درنو جرمونو ککړ کس باید د محکمې له لوري تائید شي او بې له محکمې په کلونو کلونو په زندان کې د یوه کس ساتل له انسانیت څخه لیرې عمل دی.

د یو افغان تبعه (اسدالله هارون) بې د جرم له ثبوت څخه په کلونو کلونو د ګوانتانامو په زندان کې ساتل دا له کومو بشري حقونو سره برابر عمل دی؟

د دموکراسۍ او د بشري حقوقو تش په نامه ټیکه داران د دې حق نه لري چې یو څوک په کلونو کلونو له کوم جرم پرته، په داسې یو ځای کې وساتی چې هلته یو دی وي او یو د ده خدای ( ج ).

د افغانستان له واکمنانو او د طالبانو له مشرانو می هیله دا ده چې د دې مظلوم انسان په خلاصون کې مرسته وکړي.

طالبانو له امریکایانو سره د تړون یو شرط باید د دې مظلوم له ګوانتانامو زندان څخه خلاصون وای.

د افغانستان واکداران او مشران د مسئولیت له مخې د نوموړي، چې یو افغان تبعه دی، له زندان څخه په ازادولو او برخلیک ټاکلو په هکله د نړۍ د دموکراسۍ او د بشر د حقوقو مدافعینو سره خبرې وکړي.

په دې عمل به له دوی څخه هم افغانان او هم خدای ( ج ) راضي شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب