یکشنبه, مې 19, 2024
Homeجنرال وزیريظلم، ظلم دی، ښه او بد نه لري!!!- جنرال دولت وزیري

ظلم، ظلم دی، ښه او بد نه لري!!!- جنرال دولت وزیري

وايي، د ښاغلي جمهور ریس له خوا د ماليې وزارت ۶۸ تنه لوړ پوړي چارواکي د مالي فساد په تور څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي او له هیواد څخه د وتلو پر سفرونو يې هم بندیز لګېدلی دی.

پر لويې څارنوالۍ دومره زور زیاتی په کار نه دی. ښه به دا وای، چې څارنوالۍ ته هغه څوک ور پېژندل شوي واي، چې په مالي فساد کې ښکیل نه وو، کار به ډیر آسانه و، ځکه د داسې کسانو شمیر به د پنځه سلنې په شاوخوا کې و.

وايي، په یوه هیواد کې باران شوی و، د باران د اوبو په چښلو يې ټول خلک لیونیان شوي وو. یوازې پاچا د باران اوبه نه وئ چښلې، جوړ او روغ پاتې و.

پاچا به چې هر فرمان صادرولو، د هیواد ټولو خلکو به ويل، زموږ پاچا لېونی شوی دی.

 پاچا حیران و چې څه وکړي. د یوه بل هيواد له یوه پوه شخص څخه يې پوښتنه وکړه چې «څه وکړم؟»

هغه ور ته وویل:

 «خپل ځان د خلکو په څېر کړه او د باران اوبه وچښه؟»

پاچا د باران اوبه وچښلې. له دې وروسته به يې چې هر فرمان ورکاوه، خلکو به د اتڼونو په کولو ترې اطاعت کاوه.

اوس چې د یوه وزارت ۹۵ سلنه مامورین په مالي او اداري فساد اخته وي، معنی دا چې دا پنځه سلنه چې په فساد اخته نه دي، نو لیوني دي نه دا ۹۵ سلنه مفسد مامورین.

 اوس نو لازمه ده چې دا پنځه سلنه له فساده پاک مامورين مخکې له دې چې د لیونیانو تور پرې ولګیږي ، ډیر ژر د باران(فساد) اوبه وڅښي. په درنښت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب