جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزارت په یوه کوچنی اقدام د نژدې ۲ ملیارد...

د کورنیو چارو وزارت په یوه کوچنی اقدام د نژدې ۲ ملیارد افغانۍ غلا مخه ونیوله

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۲۸) د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې د پولیسو په موټرو کې جي پي ایس او په جنراتورونو کې د سینسور د لګېدو له کبله د کال ۱۵ ملیونه لیتره تیل بچ شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي چې د پولیسو په موټرو کې جي پي ایس او په جنراتورونو کې د سینسور د لګېدو له کبله د کال ۱۵ ملیونه لیتره تیل بچ شوي.

ښاغلي اندرابي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دا ۱۵ ملیون لیتره تېل، چې د یادو سیستمونو د کارولو له برکته بچ کېږي، د دولت خزانې ته د کال ۶۷۵ ملیون افغانۍ سپمېږي.

که څه هم ښاغلي اندرابي نه دي ویلي چې ایا دا تېل غلا کېدل او که نه، خو له کلونو راهیسې شکایت کېده چې د کورنیو چارو په وزارت کې فساد زیات دی او ځینې پولیس تېل په ازاد بازار کې پلوري.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر هیله څرګنده کړې چې د روان کال تر پایه شل ملیونه لیتره نور تیل هم د دغو سیستمونو له کبله له حیف و میل کېدو وژغورل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...