سه شنبه, مې 14, 2024
Homeټولنیزد تاجکانو د قومي ريښې او جنيتيکي هويت پېژندنه 

د تاجکانو د قومي ريښې او جنيتيکي هويت پېژندنه 

لیکوال: داکتر نوراحمد خالدي
ژباړن: سیلانی
 د تاجکانو د قومي ريښې، نېکونو او تاريخي پېژندنې پۀ هکله لاتر اوسه ډېر نښيرونه (اثار) د کورنیو او بهرنیو څېړونکو، مؤرخینو او پوهانو لۀ خوا ليکل شوي دي.
 ميرزا شکور زاده، تاجک څېړونکی او د ((تاجکان در مسیر تاريخ )) اثر ليکوال، ليکي: ((د ترسره شويو څېړنو لۀ مخې د منځنۍ آسيا پۀ ډېریو سيمو کې د ايران، افغانستان، تاجکستان او حتا کشمير و کاشغر، پارسيبان وګړي ځانونه تاجکان معرفي کوي.
 همدارنګه ځينې پۀ دې آند دي، چې تاجکان د ترکانو تر ظهور وړاندې (په شپږمه ميلادي پېړۍ) کې پۀ منځنۍ آسيا، افغانستان او ماورالنهر کې استوګنه درلوده. (مريم مير احمدي، قوم تاجک و هنر تاجيکي در آسيای ميانه، تاجکان درمسير تاريخ، تهران ۱۳۷۳:۲۳۸مخ )
 د همدې ګروهې پر بنسټ د منځنۍ آسيا د بومي طايفې يوه طايفه ((داديک)) نومېده، چې۲۵۰۰ کاله پخوا پۀ همدې خاوره کې استوګن وو، د وخت پۀ تېرېدو سره د خپلو هم تباره ټبرونو ( سارتيانو، خوارزمينانو او سغديانو ) ترڅنګ پاتې شول او  ورو ورو يې د د (( تاجک )) نوم د ((داديک)) پۀ ترادف د خول پرسرکوونکو او خول لرونکو مفاهمو پۀ  اضافه کول سره، د زردشتيانو لۀ دورې وروسته  مشهوره کړل، ځکه زردشتيانو تاج لرونکې خولۍ پۀ سر کولې، هغوی ته يې ((تاجي)) يا ((تاجک)) ويل… (تاجيکان – آريايي ها وفلات ايران، اثر میرزاشکور زاده، تهران ۱۳۸۰)
 ولاديمير بار تولد روسی ختيځ پېژندونکی د ((تاج)) د کلمې غوره کول پۀ پيل کې د عربي ((تاجک)) لۀ ترکيب څخه بولي او ددې کار موده پر دې سيمې د عربو تر يرغل وروسته ګڼي. (ولا ديميربار تولد، در میرزا شکور زاده، تهران ۱۳۸۰ )
 عبدالغازي تاجکيان، خوارزميان (( سارت )) او د بخارا تاجکان ((تاجک)) نومولي دي او لۀ ځان پرته مغولانو ته يې ((تازيک)) ويل. د منځنۍ آسيا اوسېدونکو پۀ پيل کې دا نوم دمسلمانانو لۀ پاره کاروو، کله چې ترکان را څرګند شول، نو نوموړې کلمه يې د هغو ټبرونو لۀ پاره کاروله، کوم چې ترکان نۀ و، پۀ همدې اساس پۀ نني افغانستان کې هغو کسانو ته چې پښتانه، هزاره او ترکان نه دي، ((تاجک )) ويل کيږي.
 ځينې پۀ دې عقيده دي، چې (( تاجک )) د ((تاژيک)) اوښتې بڼه ده، چې پۀ اصل کې پهلوي لفظ دی. د تاجک پخوانۍ بڼه ((تاژيک)) هماغه د هېرودت  د  ((داديک )) لۀ لړۍ چې د اساطیري او د دوی له پخوانيو (( پارا داتا – پراداديک وپشدادی )) سره بې اړيکې نۀ دي. په اساس داديکان د تاجکانو نېکونه دي. dodik داديک چې داوستا پۀ  فقهي متونو کې do – tik هم ويل کيږي د ((دادګر او عادل)) پۀ معنا راغلي دي، دا تعبير د سپېڅلي رود (آمو) او د بدخشان پۀ جغرافيا (آريانا ويجه) کې شوی دی. ( پروفيسور حقنظر نظروف، ۱۳۸۲ ه.)
 د پارسي دري ژبې،  پۀ (دهخدا، برهان قاطع، معين او نفيسي) فرهنګونو کې تاجک د غير عرب، غير ترک او غير مغول پۀ معناوو راغلي دي.
 پۀ برهان قاطع فرهنګ کې تاجک يا تازيک ؛ د عربو څخه د پيدا شوي يا هم پۀ خراسان کې د عربو د اولادې پۀ معنا ياد شوي دي. ( تجديد چاپ محمد معين سال ۱۳۳۰ م، تهران ).
 بايد ياده کړو چې د (( تاژيک )) ترکي شوې کلمې بڼه ((تاجک )) ده. په پارسي دري کې عرب توکمه وګړو ته ((تازي)) ويل کيږي او عربي ژبه د تازي ژبې په نوم ياديږي .
 د تاجک نوم کله کله دترکانو لخوا تاجکانو ته کله هم تازيانو او عربو ته کارول شوې ده. استاد ميرزا تورسن زاده وايي: د ((تاجک))  نوم د پيدايښت له وخته ټولو عجمو پارسيبانو ته کارول شوی دی.
 ډاکتر جاويد ليکلي: زموږ د تاريخ او ادب پۀ پاڼو کې تاجک ټبر پۀ بېلابېلو دورو او بېلابېلو سيمو کې پۀ بېلابېلو نومونو ياد شوي دي، چې هر يو يې پۀ خپل ځای د تفسير او توضيح وړ دي. دوی د تاژيک، تژيک، تات، ابناء الاحرار، بني احرار وابنای زاده، آزاده، زاده ګان، آزاد نژاد، دهقان، غلچه، دهوار، فارسيوان، سرت يا سارت او نورو پۀ نومونو ياد شوي دي.
 پۀ افغانستان کې تاجکان پۀ لاندې ډلو وېشل کيږي: ښهر مېشته تاجيکان (کابل، غزني، بلخ او هرات)، هغه تاجيکان چې غرنيو سيمو کې استوګن دي( پروان، نجرو، پنجشیر او غوربند )، د بره کي تاجيکان (بره کي برک، لوګراو بتخاک، لۀ غلزايانو سره پۀ ګاونډيتوب کې)، فورمولي تاجيکان (پۀ ارګون کې د خروټي ټبر تر منځ) او د سرده تاجيکان چې (د غزني سويل ختيخ) کې ژوند کوي.
 ويل کيږي چې پۀ بدخشان کې تاجکان (غلچه ها) د غرۀ ترشاه پۀ لوړ کلي (لوی ښار، رستاق، چاه آب، یفتل، راغ او نورو) کې ژوند کوي. د ارګو او نور با نفوسه کلي چې د فیص آباد او کشم تر منځ واقع دي، ډېری ترکاتباران دي.
 د فيض آباد پۀ ختيځ کې چې د سيمې کچه لوړيږي ډېری تاجيکان  ژوند کوي. نو پۀ دې اساس د دوو لويو رود خانو (کندوز و کوکچې ) پۀ اوږدو کې چې نسبتآ حاصل لرونکې ځمکې دي، ترکان او هزاره ګان استوګن دي . تاجيکان پۀ لوړو او غرنيو( غرچه – کوه نشین )  سيمو کې ژوند کوي.
 د ((غلچه)) لۀ کلمې څخه موخه ( غرني تاجيکان ) هغه وګړي دي، چې د پامير پۀ دره کې استوګن دي او  پۀ دواړو ژبو ( فارسي او پاميري ) خبرې کوي. پۀ دې وروستيو کې ځينې پۀ دې عقيده دي، چې روشانيان، شغنانيان، یزغلاميان،دينيهاو او وخيان تاجکان نۀ دي.
 استاد ډاکتر عنايت الله شهراني، تاجکان د (( قرقز او قره قلپاقو )) ترکانو لۀ نسلونو څخه بللي دي. د قرقز، قره قلپاق، قزاقو ترکانو او ترکمنو ته د تاجکانو منسوبېدل د ډي ان ای (D.N.A) څېړنو لۀ مخې ترسره شوي دي.
 لويديځو پوهانو دا څېړنه د فرانسوي پوه پۀ مشرۍ ترسره کړې، چې پايله يې ۲۰۰۹ کال د سپټمبر پۀ درېيمه د پنجشنبې پۀ ورځ د بي بي سي راډيو او وروسته د بي بي سي لۀ ويبپاڼو څخه په پښتو، فارسي او ازبکي ژبو د ((پژوهش ژن شناسي : ترک و تاجيک يکی هستند)) تر سرليک لاندې خپره شوې ده.
دا څېړنه ښيي چې خپلمنځي قومي توپیرونه د تاجک او ترکتباره ټبرونو تر قومي توپيرونو ډېر دي. څېړنه باوري ده، چې  هغه ترک او تاجک ټبرونه چې د ورېښمو د لارې پۀ اوږدو کې استوکن دي، د شجره شناسۍاو  زیست شناسۍ لۀ مخې چندانې توپیر نۀ لري.
 پۀ دې څېړنه کې چې پۀ منځنۍ آسيا کې لۀ ۲۴ تاجکو او ترکي ټبرونو او قبيلو څخه د ۱۰۰۰ کسانو ډي ان ای (D.N.A) سمپولونه اخستل شوي، څرګندوي چې د دغو دواړو ټبرونو ترمنځ د ډي ان ای څېړنو لۀ مخې ډېر قومي توپيرونه نشته، چې دا توپیرونه پۀ سلو کې يوه برخه جوړه وي. همدارنګه دا څېړنه ښيي، چې پۀ منځنۍ آسيا کې دپارسي ژبو تاجکو، ازبکو، قرقيزو، قزاقو، ترکمنو، قره قلپاقو خپلمنځي قومي اختلافاتو پۀ پرتله د تاجکانو خپلمنځي قومي اختلافات پۀ مراتبو ډېر دي. څېړنه پۀ دې باوري ده چې ترک او تاجک ټبرونه د پېړيو پۀ اوږدو کې سره مدغم شوي دي او لويې ډلې يې رامنځته کړي، تر څو پۀ دوو لويو ډلو (تاجکان او ترکانو ) باندې ووېشل شي.
((په منځنۍ آسيا کې د ټبرونو پيدايښت او ژنتيکي توپيرونه )) د يو ډله نړيوالو څېړونکو لخوا چې فرانسوي مشهور انسان پېژندونکي (اولین هی ير) يې مشري پۀ غاړه درلوده، تر سره شوه،چې نچوړ يې د سپتامبر پۀ لومړۍ نېټه د BMC Genetics انترنيتي وېپاڼه کې خپره شوې ده.
 پورتنيو پايلو ته پۀ کتو يو بل اړين ټکی چې ژبپوهان تل پرې ټينګار کوي، هغه دادی؛ چې ژبه يوه ټولنيزه پديده ده، چې پرته له توکميزو توپیرونو څخه لۀ يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کيږي. لۀ بله پلوه نوې تاريخي، لرغونپوهنيزې او ژنيتيکي څېړنې دا څرګندوي چې پۀ افغانستان کې تاجکان او پښتانه ډېر لږ توپير سره لري او دواړه يوه توکميزه سرچينه لري.
 مير غلام محمد غبار پۀ دې هکله ليکلي: ((د اوسني بدخشان او چترال د تاجکانو يوې لوېې برخې چې لۀ ډېرې  پخوا زمانې څخه يې لاسي ياد ګارونه  پريښي دي، پۀ ټوليزه توګه د هېرودوت، بيليو او نورو اقوال تائيدوي او ښکاري چې د پخوانيو پښتانۀ داديکيانو تاريخي استوګن ځای د افغانستان ختيځ او شمال دی او لۀ هغۀ ځايه يې د وخت پۀ تېرېدو سره د افغانستان ډېريو داخلي او خارجي سرحداتو ته مهاجر شوي دي، چې تر ننه پۀ افغانستان، ماور النهر او فارس کې د ((تاجک ))، (( دهګان )) او  (( دهوار)) پۀ نومونو ياد شوي دي)). (افغانستان در مسير تاريخ )
د ((پښتانۀ داديکان)) څخه د مير غلام محمد غبار موخه پۀ دقيقه توګه نۀ ده څرګنده شوې، همدا موضوع د ښاغلي غبار همعصره ليکوال استاد کهزاد د هېرودوت لۀ قوله داسې ليکلې ده : (( هېرودوت؛ داديکيان Dadicae ( تاجک ) د  (( پکتي)) او (( پختون ))  له ډلې څخه ګڼي او د آريانا دختيځې سيمې لۀ خلکو په ځانګړې توګه له (( ګنداهاريانو )) سره يې اړيکې  درلودې.( احمد  علي کهزاد، آريانا، مخ ۸۵ ).
 کهزاد  زياتوي: داديکان او تاجکان هغه وګړي دي، چې د آريانا پۀ (( زند )) ژبه کې د هغوی د استوګنې ځای د جنوب سيمې وې او د ((داکيو – Daqyou )) پۀ نوم ياد شوي دي، يعنې هغه وګړي چې دېریو يې کرکېلې او کښت سره مينه درلوده.
 د ځينو ليکونکو پۀ باور د (( د هقان )) کلمه د (( داکيو )) لۀ کلمې څخه رامنځته شوې ده. د (( دهقان )) کلمه پۀ خراسان کې دعربو لخوا وروسته د اسلام مبارک دين  لۀ خپرېدو څخه وکارول شوه. په هماغه زمانه کې د (( دهګان )) کلمه د خراسانيانو تر منځ دود وه، چې د کليو ملکانو او لوړو مقامونه ته ويل کېدل، دا چې په عربي ژبه کې د (( ګ )) توری نشته، نو د ګ پر ځای يې ق توری کارولی دی.
 د افغانستان د پښتنو او تاجکانو ژينيټيکي پرتلنه د دوی تر منځ ډېر ورته والی څرګندوي همدارنګه داهم ښيي چې د افغانستان پښتانۀ او تاجکان د ژنيټيکي ځانګړنو لۀ مخې د هند د شمال او لویديځ، د قفقار د شمال، اروپا او د نني ايران لۀ وګړو سره  نږدې والی لري. ( پلوس وان جريده، اته ويشتم چاپ ۲۰۱۲ م  مارچ )
 پورته څرګندونې موږ دې پايلې ته رسوي چې د قفقاز لۀ شمال څخه اوسني افغانستان او لۀ دې ځايه هندوستان ته د آريايانو د مهاجرت  پخوانۍ تيوري ناسمه ده. دا څېړنې برعکس موږ ته دا ثابتوي چې د افغانستان پښتانۀ او تاجکان ډېری د هند د شمال او د قفقار لۀ لويدځ او شمال لۀ وګړو سره ورته والی لري.
 د افغانستان دپښتنو او تاجکانو دا ډول ژينټيکي پايلې چې دوی د هند د شمال او د قفقاز دشمال او لويځ لۀ وګړو سره نږدې والی لري، نو دا ژينيټيکي څېړنې د منځني ختيځ، د قفقاز شمال، اروپا او نني ايران پۀ هکله برعکس د قضيې ثابتوي، هغه پۀ دې معنا چې افغانستان کې پښتنو او تاجکانو ته د ژينيټيکي وراثت لېږ لۀ هندوستان څخه را پيل شوی دی.
 پورته څرګندونې پۀ حقيقت کې د ميرغلام محمد غبار او احمد علي کهزاد د هغو نظریو پخلی کوي، چې پۀ افغانستان کې پښتانه او تاجکان سره نږدې والی لري.
 په همدې اساس پروفيسور حقنظر نظروف د پښتانۀ داديکانو د اصطلاح پۀ  هکله پۀ دې عقيده دی: پښتانۀ او تاجکان دواړه لۀ يوۀ اصل او آريايي ريښې څخه سر چينه اخلي)) هغه ليکي: ((د تاجکستان مؤرخينو د تاجکانو پيدايښت ماور النهر او منځنۍ آسيا ته محدودوي… دا پۀ داسې حال کې ده چې ۶۲٪ تاجکان پۀ افغانستان کې ژوند کوي… د دوی ونډه د تاجکانو د مادي او معنوي فرهنګ پۀ پيدايښت کې پۀ مراتبو د ماور النهر لۀ تاجکانو څخه زياته ده. (مقام تاجکان در تاريخ افغانستان، دوشنبه ، ۱۹۹۹).

6 COMMENTS

  1. له یوه ټکي سره باید احتیاط وشي چې فورمولیان یا پرملیان هغه پښتانه دي چې دتاریخ په اوږدوکې دوی دهند اوافغانستان په پوله کې پراته وو، پرمل دهمدغې پکتیکا د ارګون یا شاوخوا سیمي یوه برخه ده ، پرملیان په هندوستان کې هم ژوند کوي، او د لودیانو، سوریانو په واکمنیوکې یې لوی منصبونه درلودل، د دوی یوشمیر په فارسی خبرې کوی ، ځکه خو یوشمیردوی تاجکان بولي چې داخبره نه توکم پیژندنه اونه هم جغرافیه پوهنه منی زه فکرکوم چې فورملی یا پرملی تاجکان نومونه هم دلته سمه نه ایسي .
    درناوی
    رشید

  2. نو دا ایران چې په افغانستان کې کومه فرهنګي ولکه کلکه کړې ده ، د قوم او نژاد له لارې نده ، بلکې د مذهب له لارې يې د شیعه ټبر له لارې لاس وهنې کوي.
    ګینې دا ځینې تاجک تباره ټبر خو ایران سره ډیره خواخوږي لري.

  3. سلامونه، احترامات!
    له ډ. صاحب خالدي څخه ډیره مڼنه او له ژباړن (سیلاني) ساب څخه هم یوه نړۍ مڼنه چې دا تاریخي او قومي لیکنه ېې تر تاند لوستونکو پورې راورسوله. باور وکړئ ،ما تر اوسه صرف له مرحوم پلار دادا مې( مدیر صیب عبدالملک صافي ) له خولې اورېدلي و چې:” تاتک (پښتون) او تاجک (پاړسیوان ) سره وروڼه ول!؛نور مې هومره معلومات چې د پښتنو، ترکانو ، بلوچانو، پشه یانو او هزاره ګانو په باب درلودل د تاجیکانو په باره کې مې نه درلودل.
    یک جمله که میخواهم در اینجا یادآور شوم: اکثر اقوام یا ملیتهای افغانستان عزیز بین خود خیشي ها و دوستي ها دارند و اکثریت بې تعصبات قومي،لساني، و.غ. هستند ؛از دوکتور صیب خالدي و امثالهم خواهشمندیم که اینګونه نبشته هایشان را به غرض وحدت ملي واقعي ! به آنهاېې ببیناڼند ( به مطالعه ی ایشان برساڼند ) که به همچو امراض (ډیوایډ انډ رووول) باعث نفاق و شقاق و فساد در جامعه میګردند. والسلام . ان اکرمکم عند الله اتقیکم.
    چهار شمبې نۍ د جوزا ۲۸ ۱۳۹۹ش/ د ع. فطر ۲۳-۱۴۴۱ق./ ۱۷ جوین ۲۰۲۰ // بروکسل

  4. زما یو آشنای دی ، په کابل کی زیږیدلی او لوی سوی دی خو پلرنی ټاټوبی ئی پکتیا ده.
    پښتو ژبه ئې هم لږ غوندی زده ده خو زه ور سره په دری ژبه ږغېږم .
    لنډنوم ( تخلص) ئی ” فورمولی ” دی.
    اووه اته شپیته ځله می اراده کړی ده چی د هغه د تخلص د څرنګوالی په هکله تری پوښتنه وکړم خو هیر به می سول خو اوس چی می په یاد سوه نوموړی په قرنطین کی فورمولونه سره جنګوی.
    مطمئناً زما د آشنا د تخلص ( فورمولی ) ریښه د رشید صیب د څرګندونی سره تړاؤ لری.

  5. دا لومړی ځل دی چې د تاجیکانو په هکله په زړه پورې مالومات لولم .
    په افغانستان کې اوس هغوی ته چې په دري خبرې کوي په تذکرو کې تاجیک لیکې . زه په قوم سهاک پښتون یم ، زما د پلار د تره ښځه تاجیکه وه چې د هغوی اولادونو په دري خبرې کولې. د تذکرو د وېشلو مامورینو هغوی له مونږ نه جلا او د تاجیکانو په ډله کې حساب کړیدي .
    له دې لیکنې زما مقصد دادی چې مورنۍ ژبه د انسان قومي او تباري اړیکې له منځه نه وړي . دځینو احصائیو له مخې څلوېښت سلنه ښار مېشتي پښتانه چې اکثریت یې کندهاري محمدزي او پوپلزي دي په دري خبرې کوي . همدا راز د نورو قومونو هم ډېر خلک په خپلي اصلي قومي ژبې خبرې نه کوي بلکې مورنۍ ژبه یې بدله کړېده . بنا په راتلونکو احصائیو او اسنادو کې پدې هکله باید د هغوي قومي اصل باید وساتل شي .

  6. دا لیک د تاجکانو د قومي ريښې او جنيتيکي هويت پېژندنه، ښایسته معلوماتي ليک دی، له لیکول نه یې مننه. سربېره له دې ما ته یو سوال له شپېته یا پنځه شپېتو کلوونو نه دی حل شوی او دا چه نني تاجکستان کې له یوې خوا او جبل السراج کې له بلې خوا دواړه د اسکندر مقدوني مکزونه وو چه د جبل السراج نوم هم پخوا اسکندریه وه او په دې دواړو ځایوونو کې مقدونیان دوه سوه کلونه حکومت کاوه، دا ټول مقدونیان د هغې زمانې څه شول؟ آیا د پنجشېر او شمالی خلک هغو سره کوم جنیتیکي اړيکې لري او هم د تاجکستان تاجکان او که نه؟ مسلکي کسان کولی شي چه څېړنه وکړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب