جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريپه وسله والو ځواکونو کې د ډسپلین اهمیت| جنرال دولت وزیري

په وسله والو ځواکونو کې د ډسپلین اهمیت| جنرال دولت وزیري

انضباط یا ډسپلین (Definition) نظم او په سره تړلو عناصرو کې همغږۍ ته وايي.

ډسپلین د ژوند په ټولو برخو کې ځانګړی ځای لري. که په کومه کورنۍ یا کومه ټولنه کې ډسپلین کمزوری وي، هغه کورنۍ او ټولنه به تل له بې نظمیو، ګډوډۍ او ستونزو سره لاس او ګریوان وي. د دې تر څنګ به د داسې کورنیو او ټولنو هېڅ کار په بشپړ نظم مخ ته لاړ نه شي او تل به په خپلو پلانونو او پروګرامونو کې وروسته پاتې وي.

پخوانی چینايي جنرال او ستراتیژۍ جوړوونکي، سون تزو (په چینايي کې:孫子) چې د جګړې د هنر پلار ګڼل کېږي (مړینه: ۴۹۶ تر میلاد مخکې) تر میلادي مخکې د شپږمې پېړۍ په وروستیو کې يې د چین هېواد د (هولو) نیمه وحشي قبیلې پاچا(وو) په دربار کې ژوند کاوه، د جګړې هنر په نامه کتاب یې ولیکه او پاچا ته يې ډالۍ کړ.

 پاچا سون تزو راوغوښت او ورته يې وویل:

«ما ستا کتاب ولوست، که څه هم په کتاب کې د کورنۍ او ټولنې د غړو تر منځ پر نظم ټینګار شوی دی، خو په وسله والو ځواکونو کې پر نظم او ډسپلین ډېر تاکید شوی او د نه شتون په صورت کې تاسو ځواکونه په مرګ ګواښلي دي. تاسو کښلي دي که وسله وال ځواکونه هر څومره د شمېر او وسلو له پلوه غښتلي وي، خو چې نظم او ډسپلین ونه لري او د قوماندان امر او قومانده بې له ځنډه اجرا او ونه مني، په هیڅ صورت به بری د دوی په برخه نه وي.اوس په دې هکله تاسو ما ته کومه ژوندۍ بېلګه وړاندې کولای شئ؟»

سون تزو په ځواب کې وویل:

«ماته په وسله والو ځواکونو کې د ډسپلین د اهمیت د بېلګې د ښوولو لپاره یوه ډله سرتېري راکړه، چې په عملې توګه يې تاسو ته وښیم.»

 پاچا له خپلو ځواکونو څخه اتلس ښکلې نجونې ورکړې او د هرو اتو نجونو په سر کې يې دوه خپلې ښکلې معشوقې وټاکلې او په خپله د لیدو له پاره پر لوړ ځای کې کښیناست.

سون تزو نجونو ته وویل:

«جګړه ده، زه لومړی تاسو ته پنځه ځل دنده تشریح کوم، تر ښه پوهېدلو وروسته به تاسو دنده په ښه صورت تر سره کوئ او تر څو چې پوه شوي نه وئ پوښتنه وکړئ.»

 د دې تر څنګ يې قاضي او جلادان هم هلته نږدې کښېنول.

سون تزو  نجونو ته وویل:

«دا زما ښی لاس دی کله چې ما وویل، شئ ګړز، نو تاسو به شئ ته دور خورئ او دا زما کیڼ لاس دی، کله چې مې قومانده درکړه چې کیڼ ګرز نو تاسو به کیڼ ته دور خورئ. په دې ترتیب دا زما مخه او دا مې شا ده، که مې وویل وړاندې تاسو به مخې ته او که مې وویل شاته، تاسو به شاته حرکت کوئ. تاسو پوهې شوئ؟»

نجونو وویل:

«هو پوهې شوو.»

کله چې ده قومانده ورکړه، هغوی د اجرا پر ځای په زوره زوره وخندل. سون تزو ورته یو ځل بیا همدغه درس تکرار کړ، هر ځل به يې چې قومانده ورکړه هغوی به د اجرا پر ځای په کټ- کټ وخندل.

سون تزو قاضي ته امر وکړ چې د امر نه منلو له امله صحرایي محکمه دایره کړي. قاضي د انجونو د زندۍ کولو پرېکړه وکړه. سون تزو جلادانو ته وویل چې د قاضي حکم عملي کړي.

پاچا چې ولیدل د ده دوه ډېرې ګرانې معشوقې زندۍ کوي. سون تزو ته يې لیک ولېږه ورته يې وویل:

«زما په خاطر يې مه اعداموه.»

 سون تزو په ځواب کې ورته ولیکل:

«زه مجبور یم ستاسو لومړنی امر ترسره کړم، د لومړی امر له ترسره کولو وروسته بیا بل امر وکړئ.»

 نو جلادان راغلل او د پاچا دواړه معشوقې يې زندۍ کړې. وروسته سون تزو بیا دنده تشریح او بیا يې قومانده ورکړه، نجونو د سیم په څیر قومانده پر ځای کړه. وروسته پاچا ته ورغی او د ده د امر د اجرا راپور يې ورکړ. پاچا سون تزو د وسله والو ځواکونو وزیر وټاکه او د ځواکونو د جوړولو بشپړ واک يې ورکړ.

په دویمه نړیواله جګړه کې د جاپان په شمال کې جاپانيانو د امریکایانو پر ضد د خرپ او ترپ جګړې کولې.

قوماندان خپل یوه بریدمن (هیرو اونادا- په جاپانۍ 小野田 寛郎– زېږېدنه: د ۱۹۲۲م کال د مارچ ۱۹مه- مړینه د ۲۰۱۴م کال د جنورۍ ۱۶ مه) ته وویل:

«تر څو چې ما در ته نه وي ویلي، تاسو په هېڅ صورت د وسلې کیښودلو اجازه نه لرئ.»

 څه وخت وروسته له دغه بریدمن سره د قوماندان اړیکې پرې شوې. جګړه پای ته ورسیده؛ خو بریدمن په هېڅ صورت چاته نه تسلیم شو او نه يې خپله وسله پر ځمکه کیښوده.

۲۹ کاله وروسته د ده قوماندان هغه ځنګل ته لاړ په ډېر مشکل يې له بریدمن سره اړیکه ټینګه کړه.

بریدمن راغی او خپله وسله يې خپل قوماندان ته تسلیم کړه. له ده يې وپوښتل چې ولې دې جګړې ته دوام ورکاوه؟

ده وویل:

«د قوماندان امر و او دویم امر يې ماته نه و را رسېدلی. نن يې چې دویم امر راورسېد خپله وسله مې ورته تسلیم کړه.»

 اوس د جاپان ټول خلک د ده پر اتلولۍ او ټینګ ډسپلین ویاړي.

یوه پوځي کارپوه (شاتګ یو) به ویل:

«لطف، مهرباني او خواخوږي به د یو دولت له پاره ګټور وي، خو د وسله والو ځواکونو له پاره په درد نه خوري. هغه سختي او نرمښت چې د یوه دولت په اداره کې کارول کېږي، د پوځ په اداره کې نه په کارېږي.»

کله چې ځواکونه منظم، یوموټي او د ګډې موخې له پاره استعمال شي بریالي کېږي.

هغه ځواکونه چې نظم او ډسپلین ونه لري او تاسو د چالاک دښمن د له منځه وړلو دنده ورکړئ په دې معنی ده چې یوه تړلي تازي ته د چالاکو سویو نیولو امر کوئ.

په وسله والو ځواکونو کې اوسپنیز نظم او ډسپلین په دې معنی نه دي چې په زور، جبر او د ظلم له لارې را منځ ته شي، بلکې دا ټول د قوماندان په عدالت، ښه رویه او پوهه پورې اړه لري.

که قوماندان عادل او له خپلو مادونانو سره د یوه ښوونکي او رهنما په څېر اړیکې ولري، په مکافاتو او مجازاتو کې عدالت په پام کې ونیسي، له خپل مقام او رتبې څخه غلطه ګټه پورته نه کړي او ټولو ته په یوه نظر وګوري او خپلو مادونانو ته ټول وخت د وطن دوستۍ، صداقت، پاکۍ او زړورتیا بېلګه وي، په دغه حالاتو کې به يې مادونان په شعوري توګه با ډسپلینه، منظم او بری به د دوی په برخه وي. نو ځکه ډېره اړینه ده چې د قوماندان په ټاکلو کې له پوره غور کار واخیستل شي.

 هغه قوماندان چې په پوځي هنر پوه وي او له خپل هېواد سره مینه ولري، هېڅ وخت به يې مادونان بې ډسپلینه او غیر منظم نه وي.

(تومو) یو پوځي کارپوه وايي:

«کله چې یو قوماندان خپل سرتېري د خپلو اولادونو په شان ګڼي. دوی هم تل د قوماندان امر پر ځمکه نه غورځوي او په سختو حالاتو کې خپل نظم نه خرابوي او د مرګ تر پولې ور سره ولاړ وي.»

(شاتګ یو) وايي:

«د دې له پاره چې ځواکونه تل با ډسپلینه او منظم وي، قوماندان باید تل لومړی کس وي چې د درنو او سختو کارونو په تر سره کولو کې برخه واخلي. خطر ناکو او پېچلو ځایونو ته لاړ شي او تل د ښه خدمت بېلګه وي.»

که چېرې لښکر ته په درنه سترګه ونه کتل شي او د مکافاتو او مجازاتو پر وخت عدالت مراعات نه شي، پوځ بې ډسپلینه کېږي او نظم له منځه ځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب