شنبه, مې 11, 2024
Homeمقالېبُحران که فُرصت!؟ | سیف بیژن

بُحران که فُرصت!؟ | سیف بیژن

په نړۍ باندې وخت نا وخت داسې تنګې شېبې راتلای شي چې ټول تر پوزې راولي. کویډ -۱۹ نومي ویروس په نړۍ باندې د ژوند دایره راتنګه کړه د خلکو ترمنځ یې واټن رامنځته کړ، خلک یې په روحي لحاظ  وځپل او حتی لویې، کمپنۍ یې له اقتصادي بحران سره مخ کړې او تر ټولو بده  دا چې له ګڼو کورنیو څخه یې د عمرخوړلي سپین سرې او سپین ږیري واخېیستل حتی په ځوانانو یې هم رحم ونه کړ.

دِ نړۍ مخ پروده هېوادونو اقتصاد یې څو کاله شاته وغورځاوه همداسې ګڼې نورې ستونزې یې رامنځته کړې اوس اصل مسئله دا ده چې بحرانونه طبیعي دي چې انسانان ترې خوندي نه دي طبیعي افتونه، انساني جنګي مزاجونه خپله د بحرانونو د زیږیدو سبب کیږي.

انسانان باید د خپلې راتلونکې نړۍ سره د ځانونو د عیارولو او هغسې یوې نړۍ ته  سر له همدې شېبې تیار  واوسي چې بحران په فرصت ‌واړوي او یا حداقل دِ بحرانونو د مدیریت لپاره خپل لومړني تدابیر ولري ننی بحران په دغسې یو حالت کې راڅرګند شو چې ان ځینو خو یې لا فکر هم نه شؤ کولای چې له دغسې یو بلا سره به هم لاس او ګریوان کیږي.

طبعیت خپله انسانانو ته وخت، نه وخت د بې توقع پېښو او افتونو سیګنل ورکوي ولې متاسفانه د ننۍ نړۍ انسان دومره خودغرضه، او مغروره شوی،چې د نړۍ پرمخ له ځان څخه ښکته مخلوق پر سرپښې ږدي؛ د طبعیت قوانین ماتوي، انسان په جامه کې ځناورتوب کوي، ژوند ته ګواښ پېښوي، پدې ارته نړۍ د نفاق تخم شیندي، نړۍ سره بېلوي، مذهبي مورچل څخه د نورو ادیانو دین توهینوي، او داسې نورو، ګڼو نادودو له امله د بحران کندې ته لویږي.

دا ډول جهاني افتونو د ځینو لپاره رښتینی بحران او د ځینو لپاره په موقع او فرصت بدلیږي خو فرصت طلبه اشخاص او افراد په دوه ډوله دي یؤه هغه ډله ده،چې په بحران کې پدې فکر کوي،چې څنګه له بحران مثبته ګټه پورته کړم؛کوم څه دي،چې د بحران د راتګ وړاندې ورته ما وخت نه درلوده؟ کوم امکانات په لاس کې لرم،چې له هغوی په سم وخت کې سمه ګټه پورته کړم. مثلن یو محصل ددې وبا وړاندې هغومره وخت نه درلود،چې د ځان په بعضو وړو، وړو ظرفیتونو او ؤړتیاؤ باندې کاراو تمرین ؤکړي ولې اوس که دغه محصل وخت درک کړی ؤاوسي خامخا به یې په ظرفیتونو باندې د کار او یا د ځان په بعضې پټو وړتیاوو باندې پانګونه شروع وي.

ممکن تاسې فکر وکړئ،چې څه ډول باید دغه محصل وانګېري هو اسانه ده فرض کړئ پخوا تردې محصل یا زده کوونکي لیکلو او تمرین ته وخت نه درلود ولې اوس یې لري که لاړ شي ښار ته یوه لویه کتابچه واخلي پخپل اوونیز مهال وېش کې د خپل لاس خط د ښکلا او سمونې لپاره لاقل په ورځ کې یو یا دوه ساعته تمرین وکړي له بحران وروسته به یې د ځان په یوې وړې وړتیا باندې د کار له امله سبا د خپلو ښایسته لیکلو امله په ټولنه کې  ارزښت پیدا کوي.

بل زده کوونکی راځي پخوا به یې، چې په میاشت دوه میاشتو کې د ازادې مُطالعې او کتاب لوستتې لپاره نیم ساعت وخت نه درلود ولې نن په ساعتونو، ساعتونو، حتی په ورځو، ورځو وزګار دی؛ که متوجې شي د وضعیت په عادي کېدو سره به یې یو بنډل کتابونه لوستې وي او خپله معلوماتي پانګه به یې لا غني کړي وي.

یو پلار،چې پخوا به د خپلې کورنۍ په خوږو نه مړیده ولې نن دغه یو فرصت دی،چې له خپلې کورنۍ سره ډېر وخت تېر کړي، همداسې هغه انسان،چې پخوا به یې فکر ډېر بوخت ؤه نن کولای شي دِ خپلې راتلونکي لپاره یوه خوندي چاپيریال باندې ښه تمرکزي فکر او سنجش وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب