یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeمقالېاقتصادد هيواد لپاره بهرنی پور کله ګټور وي | محمدداوود نیازی

د هيواد لپاره بهرنی پور کله ګټور وي | محمدداوود نیازی

په اوسني وخت کې عامه تمویل د یو هیواد په اقتصاد کې ډېر رول لري دا ځکه چې په نړیواله کچه د دولتونو لګښتونه د زیاتیدو په حال کې دي او دولتونه بیلا بیل سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې دندې پرمخ وړي چې د دندو د ترسره  کولو لپاره تمویل ته اړتیا لري چې دولتونه په ټوله کې دوه ډوله عواید(مالیاتي او غیرې مالیاتي) لري څو دا لګښتونه پوره کړي . خو که چیرې له عامه عوایدو څخه عامه لګښتونه ډېر شي نو څه باید وشي؟ چې په دې برخه کې د پورونو اخیستلو، د نوو پیسو چاپ او نشر موضوعات رامخ ته کيږي چې فکر باید پرې ترسره شي. عامه لګښتونه د دولت له لوري د لویو اقتصادي موخو(اقتصادي ودې،بشپړ استخدام ،تادیاتو بیلانس کې تعادل او قیمتونو د ثبات ساتلو) د ترلاسه کولو په موخه ترسره کيږي چې په ټوله کې بیا دا لګښتونه دوه ډوله دي لومړی جاري لګښتونه دي چې غیرې پرمختیايي لګښتونه هم ورته وایي چې دا لګښتونه د دولت اداري لګښتونه دي او دویم پرمختیايي یا پانګیز لګښتونه دي چې د دولت له لوري په پرمختیايي پروژو لکه د سړکونو او بندونو جوړول، د کرنې ودې لپاره پروژې، د ښوونځیو او پوهنتونونو جوړول، د صنعتي پرمختګ پروژې او نورو ترسره کیږي څو په اقتصاد کې تولیدي وړتیا زیاته شي.

لکه څرنګ مو چې یادونه وکړه کله چې د دولتونو لګښتونه له عواید لوړ شي نو دوی مجبور دي چې د پیسو د نشر یا پور له لارې دا لګښتونه پوره کړي د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي.

د نړۍ د هېوادونو مرکزي بانکونه په خپلو  چارو کې خپلواک وي نو له دي کبله مرکزي بانکونه د لګښتونو د پوره کولو لپاره نه غواړي پیسې چاپ کړي ځکه امکان لري چې انفلاسیون رامینځته کړي او په دویمه برخه کې حکوتونه هڅه کوي چې خپل لګښتونه راکم کړي او یا هم د یادولو وړ ده چې ځینې وخت دولتونه نیغ په نیغه پور نه اخلي بلکې د قیمتي پاڼو لکه بانډ او یا هم د خزانې بل د پیرلو له لارې هم د اړتیا پيسې ترلاسه کوي او یا هم دا چې ځینې وخت وړیا مرستې هم ترلاسه کوي څو د بودجې کسر تمویل کړي.

 خو بیا هم ونه شو نو حکومتونه عامه پور اخلي چې دا پورنه هم له دوو لارو ترلاسه کيږي:

۱: کورنۍ سرچینې: کله چې دولت د هیواد دننه مالي بنسټونو، مرکزي بانک او سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، عامو وګړو او نورو څخه پور ترلاسه کوي نو د پور دا سرچینه له کورنۍ سرچینې څخه عبارت دی.

۲: بهرنۍ سرچینې: کله چې دولت له هیواد نه بهر له مالي بنسټونو، سوداګریزو بانکونو، کاروبارونو، وګړو اوو یا هم دولتونو څخه پور ترلاسه کوي نو د پور دا سرچینه له بهرنۍ سرچینې څخه عبارت دی.

حکومتونه عامه پورنه د لاندې موخو د ترلاسه کولو په موخه اخلي :

۱: د دولت د عوایدو او لګښتونو ترمنځ د رامنځته شوي واټن (د بودجې کسر) تمویل.

۲: د پيسو د شدید پړسوب په وخت کې د وګړو د پير مازاد ځواک راکمول.

۳: د اقتصادي ځوړتیا په مرحله کې د اقتصادي بیا رغونې په موخه د لګښتونو لوړول.

۴: د پرمختیايي پروژو تمویل.

۵: د جنګونو او نورو آفتونو د لګښتونو پوره کول.

خو اصلي موضوع د پور په ښه ډول کارول او بیرته ورکړه ده چې څنګه باید تادیه شي.

کله چې په هېواد کې نوی حکومت رامنیځته کيږي او یوازې امریکا له افغانستان سره 840 میلیاردو ډالرو مرسته کړې خو تر اوسه په دې نه یو توانیدلي چې خپله عادي بودجه پوره کړو .تر څنګ یې زموږ د هېوادوالو په ژوند کې د پام وړ تغیر نه دی رامینځته شوی :

  1. 54 سلنه یې د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي .
  2. په میلیونه نور ګډوال دي
  3. 40 سلنه یې وزګار دي
  4. 68 سلنه یې د سواد څخه بې برخې
  5.  20 سلنه یې لومړنې روغتیايي خدمات نه لري،
  6. 44 سلنه خوندي غذا نه لري
  7. 13 سلنه خلک هیڅ کور نه لري
  8. 44 سلنه خلک  په یوه خونه کې تر دریو ډیر خلک اوسیږي
  9. 4 سلنه خلک انترنیټ ته لاس رسی لري
  10. 5 سلنه خلک مالي شمولیت لري
  11. 70 سلنه خلک د څښاک پاکې اوبه نلري .
  12. اقتصادي کمه وده
  13. نفوسو وده هم چټکه ده
  14. د نړۍ دوی لوی فاسد هېواد

نو په داسې حالت کې پور اخیستل یوازې له هېواد لپاره مناسب نه دي ځکه د پور اخیستنې موخې چې باید موږ یې واخلو یوه هم صدق نه کوي ځکه په هېواد کې روان جنګ پردې دی ،په هېواد کې لوی پروژې نه عملي کيږي ،فساد کې دویم هېواد دی ،تر څنګه په هېواد کې د یو مقتدر حکومت رامینځته کیدو مخه نیول کيږي تل نړیوال فرمایشتونه ورکوی چې د دوی په خوښه حکومت یا ځینې خلک په دندو وګمارل شي نو په داسې  یو حالت کې پور اخیستل هم د هېواد په ګټه نه دي یوازې بوج یې بیا هم په همدې خوار ملت دی ځکه د پور هم پر ځای نه لګښول کيږي یوازې فساد ګرو جیبتونو ته ځي  تر اوسه چې څومره مرسته د کرونا ویرس سره د مقابلې لپاره د نړیوالو بنسټونو له لوري ترسره شوی د مصرف په برخه کې شفافه نه ده  نو ځکه د پور په اړه هم تضمین  نشته .


د لیکوال په اړه: ښاغلی محمدداوود نیازی د افغانستان بانک د پولي پالیسۍ د څانګې سیمه ییز شنونکی او همږغوونکی دی.

4 COMMENTS

  1. داود نیازی صاحب،
    د هیواد لپاره پور هغه وخت ګټور دی چه دا ټول غله،مفسدین،قاتلین،ورک شی،پاک صفا اهل د کار خلک د هیواد چاری په لاس واخلی،
    تاسو محترم خو ډیره اوږده بابولا تری جوړه ده.

  2. سلامونه،
    ورورک داود جان نیازی صاحب ، ډیره ښه خپل مسلک سره اړوند موضوع ته دې اشارې کړي.
    لږ دې که د شهید داود خان د صدارت او ریاست جمهوري دورو اقتصاد ته نغوته کړې وای چې زه فکر کوم افغانستان هیڅ قرضدار نه و او ورو ورو پخپلو پښو دریده او خودکفايي خوا ته روان و؛خیر ،اوس لکه ورور پښتین پورته لیکلي فساد او مفسدين ورک شي او ؛بل زما په آند د خارجي پورونو ډېرئ بیرته مخصوصن د امریکایانو جیبونو ته تللي او ځي ؛ که نه د اروپا د دوهم نړیوالې جګړې نه وروسته نپوهیږم د دا ۸۰۰ میلیاردو څوومه برخه باندې ټوله جنګځپلې یوروپ آباده شوه او اوس ېې ګورو چې له ټولې دنیا څخه پناه اخیستونکي دلته راروان دي ؛ که مسلماني وای تر ټولو ډیر باید عربستان ته تللي وای؟!.
    اوس هم که ښاغلی ولسمشر م.اشرف غني لمړی له جنګه وطن خلاص کړي ، بیا له مفسدینو،غاصبینو او خارجیانو! څخه د افغانستان لوووټ سوې دارایئ د خپلو تجربو او تعلیماتي تفکراتو او کار اهل ته سپارلو باندې له سره ریویو وکړي ، نیازی ساب، دا پورته لست کړې ۱۲۲ نمبر به اول لمبر ته په ۵-۱۰ کالونو کښې ورسيږي . ان شآء الله .

  3. داسي نه ده ښاغلي ساپي!
    که په عربستان ګي مسلمانان وای نن به د اسلامي نړی دا هال نه وي، بر سيره پرد دامريکا جنګي مسارف په اسلامي نړي کي ټول عربستان په غاړه اخلي او اخستي دي. هغه وخت چه په ۲۰۱۵ کي اروپا ته د مهاجرو لښکري را رواني شوي د جرمني صدر اعظمي اجيلا مرکل وويل چه عربستان ولي دو مهاجروته ځاي نه ورکوي چه موږ ته را ځي.

  4. سلام لټون خانه!
    ستا او زما خبره یوه ده ، ما هم ویلي که مسلماني وای؟ او ته واېې چې (چو کفر از کعبه برخیزد کجا ماند مسلماني )؛ ایران او پوکسټیان دې هم هاغه رقم بسلمانان دي. زما مقصد د داوود خان د وخت مسلماني او دولت، او د غني دولتساز! او د سیاف مسلماني!!
    Maninah.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب