جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهراشد خان له خلکو وغوښتل چې د ده د مور د سلامتۍ...

راشد خان له خلکو وغوښتل چې د ده د مور د سلامتۍ لپاره دعا وکړئ

تاند (یکشنبه، د جوزا۲۵) په داسې حال کې چې کورونا په افغانستان کې په شدت په خبرېدو ده د افغانستان او نړۍ د کرکټ نامتو لوبغاړي راشد خان له خلکو غوښتي چې د ده د ناروغې مور د سلامتۍ لپاره دعا وکړي.

څرګنده نه ده چې ایا د راشد خان مور په کورونا وایرس اخته ده او که نه ده.

خو په افغانستان او په تېره بیا ننګرهار کې ډېر خلک په کورونا اخته شوي او ګڼ شمېر خلک په تېره بیا زاړه ورڅخه مړه شوي دي.

راشدخان پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي «زما مور ته دې خدای صحت ورکړي. لطفاً په خپلو دعاوو کې یې په یاد لرئ.»

د کرکټ ویبپاڼې کریک فرینزي لیکلي چې د راشد خان مور به تل د بنګله دېش د پریمر لیګ یا غوره لیګ د کومیلا ویکتورینز لوبډلې په زړه وي. د دغه ټیم څښتن د راشد خان د مور په اړه دا په زړه پورې کیسه کریک فرینزي ته په ژوندۍ خپرونه کې وکړه:

«د ده به په یاد وي چې موږ لومړی ده ته موقع ورکړه او ده د خپلې مور د خبرو یادونه وکړه چې ورته ویلي و چې تر څو چې مرې تر هغو به له کومیلا سره لوبېږې.»

راشد خان، محمدنبي او د ملي لوبډلې نورو لوبغاړو د کورونا وایرس له کبله له یوې اوږدې وقفې وروسته د کابل په کرکټ لوبغالي کې تمرینونه بیا پیل کړي دي.

د سپورتي خبرونو د لوستلو لپاره زموږ سپورت ویبپاڼه وګورئ

www.taand.com/main/sport

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب