جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهارګ قطر او اسلام اباد کې د افغاني مذاکراتو له پیل سره...

ارګ قطر او اسلام اباد کې د افغاني مذاکراتو له پیل سره مخالف دی

تاند، یکشنبه، د جوزا ۲۵ مه: که څه هم ولسمشر غني څو ورځې وړاندې ویلي وو چې راتلونکې اوونۍ به د بین الافغاني مذاکراتو وخت او ځای په ډاګه کړي، خو داسې ښکاري چې لا هم پر همدې تړاو د ښکیلو لوریو ترمنځ بحثونه روان دي.

د قطر د لومړي وزیر ځانګړي استازي مطلق القحطاني چې په دې وروستیو کې یې له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره لیدلي وو، په یوه اعلامیه کې ویلي؛ ولسمشر ورسره منلې چې بین الافغاني مذاکرات به په دوحه کې ترسره کیږي.

خو د ارګ ویاند صدیق صدیقي بیا وایي، چې دوی په دوحه کې د مذاکراتو له ترسره کیدو سره نه؛ بلکې د یوې لنډې تعارفي غونډې له جوړښت سره توافق کړی او په وینا یې چې تر دې مهاله د مذاکراتو پر ځای هیڅ توافق نه دی شوی.

د افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ټیمونه مخامخ مذاکراتو ته زمینه برابروي

دا په داسې حال کې ده چې تاند ته د ارګ یوه سرچینه مني چې جنرال باجوه په اسلام اباد کې او قحطاني په دوحه کې د مذاکراتو پیلولو وړاندیز کابل ته راوددی و خو ولسمشر غني غواړي دا مذاکرات د اندونیزیا په څیر یو بېطرفه هیواد کې تر سره شي.

د یادونې ده چې طالبانو ویلي هر کله چې د دوی ۵زره بندیان ټول آزاد شول، طالبان به په یوه اوونۍ کې دننه بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری ونیسي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...