جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزد «تابو» په وړاندی د پیر روښان رزم | همایون دوست .

د «تابو» په وړاندی د پیر روښان رزم | همایون دوست .

وزیرستان د کاڼيګرم هستوګنی، بایزد انصاری د پښتنو په تاریخ کې ړمبنی مخکښ متفکر انقلابي مبارز ؤ چې، استبداد په وړاندی سیاسي مبارزې په راغه کې، لا د ۱۶م. پیړی په دویمه نیمایې کې، د تصوف په پوړو پورته اوخوت او پورتني پوړ کې، نه مازې د پیری کامل داعیه وکړه، ورسره جوخت یې، په خپلو اوږو د «مسکین» رتبه ټکوهله، دی د نورو روحانیونو په توپېر، یواځینې او ړمبنې روحانې علامه ؤ چې، ډیر په ځیرک مهارت سره د محراب ځواک او اغیز خپل ټبر (پښتون) په ننګ او ګټه وڅرخاوه، د همدې برکته هم د پراخه پښتني پرګنو په زړونو کې، د قدر او عزت ځانګړی ځای ونیوه او ګڼو سرسپارولو خواخوږو یې ان مهدی د زمان ګڼلو.

ــ ده د ژبې خپلواکی په موخه د عربی لیک دود په بڼست، پښتو ځانګړو غږونو ته د پڼډک او ټکو په نښه کولو سره د ځینې تورو (حروفو) بڼه بدله او په دی اډانه کې د نثر او نظم په پوله روانې پښتو یې، د «خیر» څلویښت سپارښتنې «بیان» کړې، هری سپارښتنې یې پښتنو کې د کاڼې کرښې په شان ارزښت لرود، (له ده وړاندی، اخوندانو په نوموړی ژبې لیکنه حرامه او قران شریف کرامت ته بې حرمتی ګڼله)، همدغه نامتو اثر «خیرالبیان» په پښتو ژبې کې ړمبني مذهبي کتاب ؤ چې، رڼو وړانګو یې د دین ټیکدارانو په کوډو رغول شوی د جهالت یغ سترګې «تابو» تاداو د پښتنو په تیاره شوی شعور کې ویجاړ کړ .

ــ د موسیقۍ په ټړاو، بایزد انصاری د پښتنو په تلپاتې سوړ او غمجن چاپیریال کې، د دین په نامه د رباب غوڅ شوی تارونه له سره وتړل او د نوی ساز په خواږه انداز یې دویمې کڼیڅرې «تابو» د غوږونو پردی هم د ‌ټنګ ټکور په تاوده شور او زوږ سره وشلوی، دوي به ان په ویر کې، خپل مړی د بزم مراسمو په ترڅ کې خاورو ته سپارل.

ــ دی بریاو بر سیره، تر بایزد وړاندی اخوندی روحانیونو د ټولنې ښځینه جنس ته په سپکه سترګه کتل او په دوی باندی یې، په دې دنیا کې، مازې کور او ګور او بله دنیا کې د دوزخ اور پیزوینه وه، په دی اړوند بیا تړم مزاجه اخوندی روحانیونو لږ څه نرمښت وښوده، دوی هم ښځې نیمګړعقله، ګناهکاری او … ګڼلې، خو مورولی، خورولی، لورولی، میرمنولی او … د اړیکو له امله یې، نارینه د دوي په وړاندی زغم ته رابلل او په دې ډول څرګندونو به یې، تل په ښځو باندې هم خپل احسان پوری کاوه. بایزد انصاری ړمبنی انقلابي روحاني ؤ، چې اخوند روحانیون ته یې ښځو د انسانی وقار او کرامت په ویاړ، د درناوی بلنه ورکړه او په دی ربړه کې یې د دوی باورونه په ستوغو نیوکو وغندل، هغه یې کفری او له کینې ډک وګڼل، خپله ده پښتنې هوښیارې، وفادارې، مستوره او جنتی مخلوق ګاڼه، په کړن کې هم د خپلی کورنۍ ښځې په جومات کې، د نارینه سره څنګ ته د خدای په ذکر عبادت ته کینولی، کله نا کله یې خپل میرمن بې‌بې شمسو ان د امام په نیانت دروله، چې دا کړنه یې پلویانو سخته وستایله او په خپل منځي دود یې واړوله، ده په دی سره د پښتنو په زړونو کې د ښځینه سپیڅلې جنس څخه د کرکی ظالمه دریمه «تابو» هم ماته کړه.

تاریخ دا پړاو د روښاني غورځنګ په نامه خپل حافظې کې خوندی کړی دی.

یادوړ: غورځنګ د لارښود بایزد انصاری پیری روښان زیارت ناڅرګند دی او شخصیت یې په اخوندی نړۍ کې، سربیره په دی چې د بیشمیره کرغیړنو درندو تورنو (تهمتونو) د غوڼډارو لاندی پروت او د پنځو پیړیو لا تر دمګړۍ، په نورانې روښان مخ باندې ناروا تور رنګ موږل کیږی، د نامه سره یې تل د پیری مرتد، پیری ملحد، پیری کافر، پیری تاریک، پیری بې دین او … داسې نور پیغورنه غوټه کیږی، خو د حقیقت له نس څخه راوتلی عوامي متل دی چې وایې « که غوا توره ده، نو شیدې یې دې سپینې ».
#پښتو#
—–
مسکین: د صوفیانو په پوځ کې مارشال دی.
تابو: هغه کړنې، څرګندونې او اړیکې چې شریعت احکامو له مخې، جرم، حرام او یا ګناه ګڼل کیږی.

4 COMMENTS

  1. له بده مرغه چې دروښان اوروښانی معنویت په ټولو عرفانی ، ادبی اوژبنۍ اړخونوکې د ( تابو) نومونه نه جوړیږي اونه دهغو دتعلیماتوسره صدق کوي، روښانی معنویت پرقرآنی اصولو ولاړ معنویت اوعرفان دي ، کوم تعریف چې تاسوګر ان دتابو له پاره کړی، هغه په دغه عرفانی ټولګی باندې نه صدق کوي اونه داسې څه په کې شته، عرفان دانسانی پوهې هغه پړاو دي چې انسان دتعقل پرلور ولارښونه کوي چې دا کار روښانیانو کړی دی. که موږ ستا تعریف اوتعبیرپه دغه اړه ومنو، مانا داچې دکفرله پاره تلقین کوو چې دا سې تلقین له روښانو تعلیماتو او عرفای لارښوونو سره دتضاد خبره ده، په روښانیانو باندې داسې ټاپي وهل د اخوندانو کاردی هیله ده چې له داسې تورونه اوتابوګانوڅخه دغه غورځنګ لرې وساتل شی .
    درناوی
    رشید

  2. رشید صاحب:ستا له غبرګون نه خوشاله شوم، خو له تا مې لومړې ګام کې هیله دا ده چې ته دی دا اخوندۍ د کفر او اسلام ټاپه له ایسته وغورځوئ (دوست)

    • رشید صاحب: له غبرګون نه مو مننه، خو کاشکې تا په ړمبې ګام کې، په یوه ربړه ځان پوهـ کولای او له هغه ورسته دی، بیا په څرګندونې، نیوکې، لارښوونې او سپارښتنې کولی، دویمه دا چې تا دا د اخوندانو د کفر او اسلام ټاپې لګولو واک له کومه کړ؟ دا حرامه، جعلي ټاپه دی له فکر او جیبه څخه په کوم ناولی ډیران وراوغورځوه چې، ګناه یې کبیره ده، دریمه دا چې اڼډیواله که زما منې نو، په ژبې کې دی هم سمون راوله .
      (دوست)

  3. ګران همایون جان ته سلامونه ،
    زما په یادونه کې دکفراوناکفر ټاپه نه ده وهل شوې، اوهغه یوبیل بحث دی چې زه یې نه صلاحیت لرم اونه دا ټاپه لګولی شوم. عرفانی مطالعات اوپه هغوباندې څه لیکل ژورې څیړنې ته اړتیا لري، ستا مقاله تبلیغاتی مقاله ده، له بایزیدڅخه انقلابی څوک جوړول، هغه څه دې چې تاسې یې د روښان په ټولو آثارو کې نه شئ را په ګوته کولای، تاسې یوڅه مطالعه وکړئ، ځوان یاست، خامه یې مه اچوئ، علم دریاب دی روښانیان هم زموږ په عرفانی مطالعاتوکې یونا سپړلي اونا څیړل شوی بحث دی. او وروستۍ خبره داده چې زما یادونه تاسوته په طنزي ژبه کې وه خو تاسې لکه چې نه یې پرې پوه شوې ؟ ستاسې خبره سمه ده زه به هڅه وکړم چې دخپلې ژبې د سمون په برخه کې تاسو غوندې یوپه ژبه پوه څوک پیداکړم !
    خوشاله اوسئ
    رشید

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب