شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهترکیه کې افغان کډوال له ځايي روغتونو سره د ماسکونو او صابون...

ترکیه کې افغان کډوال له ځايي روغتونو سره د ماسکونو او صابون مرسته کوي

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: په ترکیه کې د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په همکارۍ ۱۲ تنه افغان پناه غوښتونکي هره ورځ د ترکیې روغتونونو ته ۱۰۰۰ ماسکونه او صابونونه د مرستې په ډول تولیدوي.

دغه ډله چې د ترکیې په کایسری ښار کې ژوند کوی په رضا کارانه ډول د ځايي خلکو د ژغورنې لپاره روغتونو ته دا مواد ورکوي او مالي ملاتړ یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر غاړه اخیستی دی.

په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویندوی سلین اونال الجزیره ته ویلي، دغې ۱۲ کسیزې ډلې په لومړیو دوه اوونیو کې ۱۵ زره ماسکونه تولید کړل او تمه لري چې دا شمېر په یوه میاشت کې ۳۰ زرو ته لوړه شي: (( دوی همداراز ۲۶۰۰ ټیکۍ صابون هم تولید کړی او ځايي خلکو او پناه غوښتونکو باندې یې ویشلی دی، د دوی دا کار موږ ته رایادوي چې ټول انسانان یو شان دي.))

بلخوا د کایسری ښار کې د دغې افغان پناه غوښتونکو د ډلې یو غړی علي حکمت وايي، له ۲۰۰۹ راهیسې په ترکیه کې مېشت او په رضاکارانه ډول دغه نیک کار ته رامخته شوی دی.

۳۵ کلن حکمت وايي، دغه کار ته ځکه راوړاندې شوی دی، چې ترکیې له افغانانو سره مرسته کړې او ماشومانوته یې د زده کړو زمینه برابره کړې ده، ځکه نو وخت رارسېدلی د ترکیې د دولت نیکي جبران شي: (( موږ غواړو ۳۰ زره ماسکونه او ۳۰ زره ټیکۍ صابونونه وویشو.))
ترکیه دا مهال د کورونا ۱۷۲ زره مثبتې پېښې لري او ۵ زره کسان یې له دې ناروغۍ مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب