جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتخار کې وسلوالو د یو مسجد امام او خطیب په ډزو وژلی...

تخار کې وسلوالو د یو مسجد امام او خطیب په ډزو وژلی دی.

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: په تخار ولایت کې نامعلومو وسلوالو د یو جامع مسجد امام او خطیب په ډزو وژلی دی.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، په چاه اب ولسوالۍ کې د یو جامع مسجد امام او خطیب تیره شپه نامعلومو وسلوالو وژلی دی.

د تخار ولایت د والي ویاند محمد جواد هجري له تاند سره په خبرو کې ووویل چې، نا معلومو وسله‌والو په چاه اب ولسوالۍ کې د خلیان د جامع مسجد خطیب مولوي عین‌الله په ډزو وژلی دی.

ښاغلی هجري وايي، تر اوسه د دې امام د وژلو علت نه دی څرګند خو پولیسو یې په اړه څېړنې پیل کړي دي.

دا امام په داسې حال کې وژل کیږي چې، همدا تیره ورځ په کابل کې هم د یو جامع جومات امام مولوي عزیزالله مفلح ووژل شو.

په تېرو ۱۰ ورځو کې دا درېیم خطیب او دیني عالم دی چې د نامعلومو وسلوالو له لورې په نښه کېږي او وژل کیږي.

۱۰ ورځې وړاندې د کابل په وزیر محمد اکبر خان جامع مسجد کې هم په یوه چاودنه کې د دې جومات خطیب مولوي ایاز نیازی چې د هېواد له مخکښو دیني عالمانو څخه و، ووژل شو.

دا بریدونه په کور دننه او بهر په کلکو ټکو غندل شوې دي.
تر اوسه هیڅ کومې وسلوالې ډلې د دې بریدونو مسوولیت نه دی منلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب