یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهملي امنيت شورا: طالبان په یو وخت هم جګړه او هم سوله...

ملي امنيت شورا: طالبان په یو وخت هم جګړه او هم سوله مخته وړي

تاند، شنبه، د جوزا ۲۴مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، وسلوال طالبان په یو وخت جګړه او سوله مخته وړي .

د دې شورا ویاند جاوید فیصل نن پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، طالبان په داسې حال کې چې د سولې خبرو د مخته وړلو کلکې ژمنې کوي د جګړې کمپاین یې هم تود روان دی.

ښاغلي فیصل ویلي، وسلوالو طالبانو تېرو دوو اونیو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي او۰ ۱۵ تنه یې ټپیان کړې دي.

دا شورا په خپله خپره کړې اعلاميه کې وایي چې، طالبانو د تل په څېر تېرو دوو اوونیو کې د افغانانو پر وړاندې خپل تاوتریخوالي او جګړو ته دوام ورکړی چې ګڼو ملکي وګړو ته په کې مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا وايي، وسله‌والو طالبانو دغو دوو اوونیو کې ۲۹ ولایتونو کې ۸۹ ملکي وګړي وژلي او ۱۵۰ نور یې ټپيان کړي دي

د يادې شورا په خبرپاڼه کې راغلي چې وسلوالو طالبانو دغه مرګ ژوبله د هیواد په ۲۹ ولایتونو کې د سړک غاړې ماین چاودنو او ترهګريزو بریدونو کې عامو افغانانو ته اړولي ده
خو وسله‌والو طالبانو بیا تر دا مهاله د ملي امنیت شورا د دغې ادعا په اړه څه نه دې ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب