Homeمقالېنوې نوماند وزیره، پوهنه او پرمختګ

نوې نوماند وزیره، پوهنه او پرمختګ

شریف الله دولت زی

په دولسم ټولګي کې وم هغه وخت په ننګرهار کې د پوهنې رییس اقبال عزیزي و، چې بیا وروسته د لغمان والي شو، اقبال عزیزي یو ښه عادت دا و چې وخت ناوخت به یې ښوونځي لیدل، بل ښه عادت یې دا درلود چې له زده کوونکو سره به یې په ځانته ځان لیدل.

یوه ورځ ورسره د پوهنې ریاست یوه ډله مامورین، چې زموږ د لیسې مدیر یې هم ملتیا کوله، په ننګرهار لیسه کې زموږ ټولګي ته را ننوته، مخکې تر دې چې خبرې پیل کړي زموږ د ښوونکي په شمول یې ټول له ټولګي وایستل، خبرې یې پیل کړې؛ ویې ویل: که په ښوونځي کې هر ډول ستونزه لرئ په ډاډه زړه یې ووایئ، ستاسې مدیر او ښوونکی مې د همدې لپاره له ټولکې وایستل چې د زړه له تله سره خبرې وکړو که له کوم ښوونکي سره ستونزه لرئ یا د لیسې له مدیر سره ستونزه لرئ زما سره یې له کومې ویرې پرته شریکه کړئ زه به د مسوول چارواکي په توګه ستاسو ستونزې ته رسیدګي وکړم. هیر مې دي چې موږ ورسره څه ستونزي شریکې کړې.

 خو زموږ د ستونزو له اوریدو وروسته یې زموږ د هڅونې لپاره څه خبرې وکړې یو پکې دا وه چې ویې ویل: کله چې د امریکا متحده ایالاتو په جاپان اتوم بم وکاروه جاپانیان له ماتې سره مخ شوه، جاپاني چارواکو امریکايي مشرانو ته وویل: ((تاسې چې زموږ نه هر څه غواړئ موږ ورته تیار یو خو تاسې به زموږ د هیواد د پوهنې په برخه کې هیڅ ډول لاسوهنه نکوئ)). هماغه وه چې جاپانیانو بیرته خپل هیواد د پوهنې په مټ ورغوه، چې نن یې ټوله نړۍ د پرمختګ په برخه کې سیالي نه شي کولی.

 افغانستان له تیرو څو لسیزو راهیسې د ناڅرګندې جګړې په لمبو کې سوزي، خو زموږ توپیر له جاپانیانو سره دا دی چې هلته د جګړې لوري معلوم و، اتوم بمونه وکارول شول (پر ناګاساکا او یورشیما) جګړه پای ته ورسیده، جاپانیانو بیرته خپل هیواد د پوهې په مټ ورغوه، خو موږ لا هم د یو نامعلوم جنګ د لمبو خوراک یوو.

دا ټولې خبرې د پوهنې وزارت تر نوې نوماندې رنګینه حمیدي پورې رایادې شوې، چې د ولسمشر له لوري د پوهنې وزارت لپاره نوماند وزیره ټاکل شوې، اغلې د امریکا په متحده ایالاتو کې ډېر عمر تېر کړی دی که څه هم د افغانستان او امریکا د وګړو د ژوند سطحه، امکانات او ستونزې سره په پوره ډول توپیر لري.

1 COMMENT

  1. سلام
    شاید زما څرګندونی ځینو کسانو ته د هضم او حتی زغم وړ نه وی خو د بیان آزادی یو پیژندل سوی اصل دی.
    د نوی استعمار یو چل دا دی چی د دریمی نړی څخه د مغزونو د فرار او جذب عملیه ئی د خپلو هیوادونو د علمی څراغونو د بَل ساتلو یوازنی لیاره ګڼلې ده.
    د ټولو وزارتونو د وزیرانو د ټاکلو په هکله د نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو تر منځ یو ډول پټ او جدّی رقابتونه تر سترګو کیږی په ځانګړی توګه د ځینو حساسو وزارتونو ( مثلاً ښوونی او روزنی وزارت ) په باب د امریکی او انګریز تر منځ سخته سیالی تر سترګو کیږی ځکه د ښوونی او روزنی وزارت هغه ځای او هغه مرجع ده کومه چی د ښکلو او تکړه استعدادونو د تشخیص او پیژندنی توان لری او د تکړه او وړ استعداد ( شاګرد یا شاګردانو) موندل او دی دوو هیوادونو ( امریکی یا انګریز) ته ددی تکړه شاګردانو د قانونی قاچاق نا ځانمردانه پروسه مخته وړی.
    د ښوونی او روزنی د وزارت د تصدی د کاندیدانو په هکله له ډیری مودی را پدیخوا د دوو استعمارګرو هیوادونو ( انګریز او امریکا) تر منځ سختی ډغری پیل سوی وی چی دا دی امریکه پدی معامله کی بریالی او هغه څوک د وزارت د چارو واګی تر لاسه کړی کوم چی په امریکائی روحیه مجهز او سمبال دی او انګریز دی فعلاً خ…کشَوی چی وریښتان ئی په ګټه کی ور پاتی سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...