شنبه, مې 18, 2024
Home+ناروغ یم. نه! لیونی یم | ډاکتر ماخان میږی شینواری                           

ناروغ یم. نه! لیونی یم | ډاکتر ماخان میږی شینواری                           

لیونی یم، چې ټول په پښتو ژبه لیکنه کې په یوه لار ځي او زه یې ورسره نه منم. دا په خپله خټه کې لیونتوب دۍ، خو تاسو راسره مرسته وکړۍ

لیونی یم، چې دا لاندې ناسمونونو ته مې هم پام را ګرځي او لومړنی لیونی یم، چې داسې ناسمونونه سملاسي وینم، دا چې لومړنی او اخرنی به وم، دا نو د راتلونکې خبره ده. خبره په همدې لومړني کې ده.

په خبرونو کې لولم ،،  ،، امریکا کې لومړنی تورپوستی د هوایي ځواک عمومي قوماندان شو،،. 

په دې غونډالې کې  دوه ستونځې دي: 

لومړی:  دا لومړنی تورپوستی نه دۍ، چې په دې کار ګومارل کیږي، خو وګورو، چې دا لومړی به ورسره 

جوړ شي که نه؟

روښانونه یې لاندې راځي.

دویم: 

لول چې: بیا 

،، امریکا کې لومړنی تورپوستی د هوایي ځواک عمومي قوماندان شو ،،

دا چې دی په امریکا کې لومړنی تورپوستی  نه دۍ.

 که په پورته غونډاله کې د لومړني په ځای لومړی ځای په ځای کړو، نو بیابه څنګه وي؟

پوښتنه

دا به نو په څه شي کې  لومړی تورپوستی وي، چې دا دنده  ورته سپارل کیږي؟

ګورو چې غونډاله موخه وره نه ده،

 خو بیا پسې بله غونډاله کې لولو: ،، ،،، ستر جنرال چارلس برون لمړنی تورپوستی جنرال دۍ، چې د امریکا په تاریخ کې…..ر

پوهیږو، چې دی لومړنی تورپوستی جنرال نه دۍ، دده له مخهبه هم ډېر وي. 

په پورته غونډاله کې که د لومړني په ځای لومړی ولیکو، نو دابه سمه شي یعنې

،،، ستر جنرال چارلس برون لمړی تورپوستی جنرال دۍ، چې د امریکا په تاریخ کې…..ر 

… لومړی تورپوستی جنرال دۍ، چې  ….. خبره  دلته دا ،،چې،، سموي

اوس نو چارلس برون د امریکا هوایي قواو قوماند دۍ.

کړی شو ولیکو:  ….. چارلس برون  لومړنی تورپوستی قوماندان دۍ، چې  دا دنده ور ..

دی په دې دنده کې اوس لومړنی تورپوستی قوماندان هم دۍ، ځکه چې له ده څخه د مخه دا دنداه بل تورپوستې نه لرله . 

یادونه: خبره په لومړي او لومړني کې ده، دا په دې مانا چې لومړنی او لومړی کټمټ نه دي. د بېلګې په توګه په ځغاستسیالس کې یو څوک لومړی کیږي، خو لومړني ته یې باید پام وي، چې لومړنی دۍ او له ده د مخه بل څوم وو. که د افغنستان کوم یو ځغاستي دا ځغاستسیالي وګټله، نو دابه بیا لومړنی افغان وي، ځکه د ده له مخه ( زما ناسمون چې همدلته یې سموم ځکه دده له مخه. داناسم دۍ او سم یې :: له ده (څخه) د مخه دۍ) دا لوبه بل افغان نه ده کټلي، خو د نړۍ په سویه ( کچه نه لیکم ناسمه ده)  به دۍ لومړی وي او نه لومړنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب