چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeمقالېكابل ته د باجوه سفر څه پیغام لري؟ | روح الله احمدزی

كابل ته د باجوه سفر څه پیغام لري؟ | روح الله احمدزی

د ولسمشر محمد اشرف غني د بیا ځل ولسمشر کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د پاکستان لوړپوړي نظامي چارواکي، د پاکستان پوځ لوی درستیز، د ملي امنیت مشر او د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی استازی په نه اعلان شوي سفر  کابل ته راغلي دي. سرچینې وایي چې د پاکستان پوځ لوی درستیز قمر جاوید باجوه او ورسره مل پلاوی یې د افغانستان ولسمشر او د ملي مصالحې عالي شورا رییس  ډاکټر عبدالله عبدالله سره د دواړو هیوادونو پر اړیکو، د سرحدونو پر مدیریت، د سیمې پر امنیتيوضعیت، د افغان مهاجرینو پر ستونزواو د افغانستان سولې روان بهیر په اړه خبرې کړې دي.

پاکستان چې د کلونو راهیسې  د تروریستي کړیو او بانډونو د پټنځای او خوندي مرکز دی. د ملي، سیمه ییزو او سیاسي ګټو خوندي ساتلو لپاره یې هر هغه ډله او ایدیولوژي  ځواکمنه او پراخه کړې چې په سیمه کې د پاکستان فعال، او اغیزمن رول ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.  پاکستان د طالبان د تحریک رامنځته کیدو څخه تر اوسه د طالب مشرانو پټنځایونه ساتلي اود طالبانو تحریک تصمیم نیونکي مشران د پاکستاند نظامي او استخباراتي ارګانونونهد غوڅ ملاتړ څخه برخمن دی او  د طالبانو په اړه  د امریکا متحده ایالاتو وروستی تصمیم چې د جګړې پر ځای خبرې او سیاسي هوکړه یې حللار او سټراټیژي اعلان کړه اوپاکستان ته یې د سختو فشارونو او بندیزونو ګواښ وکړ. اما ددې دریځ په غبرګون کې اسلام اباد له امریکا سره  د افغانستان سولې پروسې کې د هر ډول همکارۍ خبر ورکړ، په لومړي اقدام کې چې د امریکا باور ترلاسه کړي د طالبانو مهم مشر ملا برادر چې د لس کلونو راهیسې په کراچې ښار کې بندي و ازاد کړ. سربیره پردې د طالبانو د یو شمیر نورو مهم غړو د حاضرولو ډاډیې ورکړ او په دې کار یې  وکولی شول چې د امریکا او  طالبانو ترمنځ خبرې پیل کړي. په همدې ترتیب  د دوحې هوکړه لیک او عملي کېدو یې د پاکستان پر وړاندې د امریکا تګلار په بشپړ ډول بدله کړه او حتا د امریکا د نننه د پاکستان پر وړاندې په سیاسي دریځونو کې بدلون راغي.

پاکستان ددوحې هوکړې وروسته په دې ویره کې و چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز دوی بهر پاتې نه شي، دغه راز ولسمشر غني هم له طالبانو سره  د خبرو پیلولو مهم شرط د طالبانو او پاکستان دولت د اړیکو پرېکول و او په ورته وخت کې  امریکا هم همدې باریکۍ ته متوجې و چې د پاکستان رول به په بین الافغاني مذاکراتو کې څه وي؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټول سیاسیون د پاکستان پر وړاندې بې باوره دي.  امریکا د هوکړې وروسته کوښښ وکړ چې د طالبانو سره د بین افغاني مذاکراتو پیلولو او مخته وړلو لپاره نور مستقیم په تماس کې اووسې خو د کار د پاکستان د ناخوښي سبب وګرځېد. بل لور  پاکستان  د خپل رول د غښتلتیا لپاره په افغانستان کې د  ټاکنو رامنځته شوي بحران د لا پیچلي کولو کوښښ وکړ او په ورته وخت کې یې د طالبان په لاس داسې تروریستي بریدونه تر سره کړل چې ولسمشر غني ناچار د سیاسي بحران پای ته رسولو په موخه یو نامناسب هوکړه لیک ته غاړه کېږدي. همدارنګه پاکستان د افغانستان سولې بهیر کې دخیلو غاړو په  ځانګړې توګه  واشنګټن او کابل ته دغه پیغام لیږه چې د دوحې هوکړې سره د پاکستان ماموریت لا مهم پړاو ته رسیدلي چې وروستۍ پایلې باید هغه څه اوسي چې دوی یې غواړي.

له بده مرغه د پاکستان پر وړاندې د افغانستان حکومتمعلومې،لیکلې او تایید شوې ستراتیژي او تګلار نه شتون ددې سبب شوی چې پاکستان هر ورځ متفاوتو لوبو سره  افغان حکومت بوخت او د ورځې پیښو سره د افغانانو برخورد او احساسات تر لاسه کړي چې دا د سیمې هیوادونو او په ځانګړې توګه امریکا ته ښيي چې افغانستان دولت په مطلق ډول د بې برنامه ګۍ سره لاسه او ګریوان دی. افغان چارواکو په یو کال کې د پاکستان پر وړاندې بیلابیلو دریځونه غوره کړي دي کله وایي چې پاکستان باید د ټولو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي په سبا یې بیا ټینګار کوي چې پاکستان باید د ترهګړو ډلو سره خبرو پر مهال اړینه مرسته وکړي څو د پام وړ نتایج تر لاسه شي؛ یانې دغه وضعیت دا په ډاګه کوي چې افغانان له تر اوسه د افغانستان سولې بهیر کې  د پاکستان پر څرګند رول بې خبره دي او هغه اطلاعات په لاس کې نه لري چې پاکستان ته یې معلوم رول او دریځ ور په ګوته کړي.

کابل ته د باجوه  سفر مهم او د بحث وړ پیغامونه:

لومړی: د دغه سفر تر ټولو ستر پیغام د پاکستان هغو ویرو ته ډاډ ورکول دي چې دوی یې د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت لري همدارنګه  د افغانستان سولې بهیر کېد پاکستان رول لا اغیزمن ښودل دي. او په دې کې شک نشته چې امریکا به  د خپلو متحدونو په لاس د پاکستان لا همکاري جلبولو لپاره دغه ناسته ترسره کړې وي.

دویم: پاکستان د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې غواړي چې د خپلو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان سیاسیون او حکومتي چارواکو پر وړاندې له منځه   تللی اعتماد بیا تر لاسه کړي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت دوی یو مهم اړخ د نظارت کونکي په څیر ولوبوي.

دریم: دوی په کابل کې سولې ته بیړهاو احساساتو اخیستو چارواکو ته غواړي دا وښیي چې د پاکستان پرته د بین الافغاني مذاکرتو پیل نا ممکن دی، په داسې حال کې چې د طالبانو حاضرولو دنده نور د امریکا پر غاړه ده، یانې پاکستان مجبور دی چې امریکا ته طالبان حاضر کړي خو دوی غواړي ددې کار کریډیټ د افغانستان حکومت نه هم واخلي.

څلورم: اسلام اباد په لیکلي ډول کابل تهد سولې بهیر د راتلونکو کامیابو پړاونو د  ترسره کولو د شرطونو بنډل سپارلی چې په هغه کې د هند رول، د سرحدونو مدیریت، د دواړو هیوادونو څرنګه اړیکو ساتل او د طالبانو سره د هوکړه لیک وروسته د سیمه ییز امنیت ټنګښت شرطنامې لري.

بلاخره دغه سفر یوازې د پاکستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وه د هغو موخو لاسته راوړلو لپاره چې د بین الافغاني مذاکراتو پر میز یې  دوی  تمه لري. خو د افغانستان حکومت باید ددې ناستې تر سره کولو سربیره هغه دریځ چې د  پاکستان او طالبانو د اړیکو پر  پرېکون باندې یې لري نور هم څرګند او د بین الافغاني مذاکراتو پر وخت حد اقل د پاکستان حضوري شتون پر وړاندې مخالفت وښیي.

5 COMMENTS

  1. احمد زی خو کوچیان دی او کوچیان دیر ښایسته فرهنګ او کلتورلری په روغه او جوړه کې نوم لری . راخه اوس د پاکستان ، طالبانو هوکړه لیک او بین الافغانی خبره پرېږدو کوم بل وخت ته.پوښتنه داده چې په ڼړۍ کې داسې یوهیواد ماته وښیه چې ولس مشر یی له بغاوتګر سره دهیواد په مستقبل سازش کړی وی او جنایتکار ، مجرم ،بیسواد، او بد اخلاق ګلم جم ته یې شر منده مارشلی ورکړې وی؟ دکوچیانو بله تېروتنه له احساساتو اوړی او هغه داچې دلته د اوه ملیونو ماشومانو ژوند د لوږې له کړکېچ سره مخ دی یولک یې خښتې اچوی او درې لکه یې له لومړنیو زده کړو څخه بې برخې دی . خود ناتو دله ګان هم ستا سو تر شا دککړې دموکراسۍ ترنوم لاندې بریتونه تاووی تا وژنی او ما وژنی .دا څه ډول د سیاسیونو احساساتی ریاکاری ده. ستا تعریف ته منتظر یم ږ

  2. شریف خان ورور ته سلامونه
    د احمدزیو قوم ټول شمېر دوه درې میلیونو ته رسیږي . د لوګر ولایت په ټولو ولسوالیو ، د پکتیاولایت د احمد خېلو او سید کرم کې د ننګرهار ولایت په حصارک کې اوهمدارنګه د کابل ښار او ولایت ، کندوز ، بغلان ، میدان وردګو ، غزني اونورو ولایتونو کې هم اوسیږي . د افغانستان د ټولو کوچیانو تعداد دوه میلیونو ته رسیږي خو ټول کوچیان احمدزی نه دي .
    د افغانستان موضوع اوس یواځې بین الافغاني نده ، بلکې دلته د نړۍ له پنځوسو زیات هیوادونه په مستقیم او غیر مستقیم ډول خپلې ګټې لري ، د دولت په چوکاټ کې خپل جاسوسان ، رسمي استازي ، د وزیرانو ، وکیلانو په شمول، مدني ټولنو غړي او نور لري.
    په یوه ګل نه پسرلی کیږي. د ولسمشر په مقابل کې له حکمتیاره نیولې ، تر نبیل ، لیوال ، داکتر عبدالله ، دوستم ، محقق ، خلیلي هریو خپل مخالفت وښود او ټولو د طالبانو په شمول د پاکستان اوعمران خان له موضیع نه په کلکه دفاع وکړه. د دې پرځای چې د افغانستان خلک په خپلو کې جنګ او اختلاف ولري ، د یو ګلم جم اعزازي رتبه به دومره خطرناکه نه وي ، ځکه پدې وسیله به د یوې لویې دسیسې خاموشه کول د ملت په ګټه وي .
    البته ښاغلي روح الله احمدزی به خپل ځواب لري .

  3. سلا مونه
    موضیع باید په موضع اصلاح شی . زه فکر کوم زما هدف په تبصره کې روښانه دی اوهېڅ د کوچیانوپه احصایې پورې اړه نه لری . په هرحال زه تاسره منم چې په یوه ګل نه پسرلی کیږی خوله بغاوتګر عبدالله سره جوړجاړی او هوکړه لیک پسرلی،دوبی او منی کیږی.
    دتشویش وړ خبره نه ده کور مو اباد له نظره موږ یواوبل ته ډیر زیات ضرورت لرو او ستا یادونه ماته ارزښت لری

  4. مننه د موضع له اصلاح نه ، هلته یوه ي اضافه تایپ شویده زما مقصد هم موقف ، مکان محل نه دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب