پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهحکومت د هلمند له بزګرو څخه پوځ ته هندواڼې اخلي

حکومت د هلمند له بزګرو څخه پوځ ته هندواڼې اخلي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱مه: د هلمند د کرنې رياست وايي، سږ کال به دغه ولایت کې د ټولو پالېزونو له خاواندانو څخه هندواڼې په بیه واخلي.
د چارواکو په وینا، د هلمندي بزګرو هندواڼې به د ملي تدارکاتو د کمېسيون له لارې په بیه واخلي او هغو بنسټونو ته به یې ورکړي چې د سرتېرو او کارمندانو اعاشې لپاره اړتیا ورته لري.

په دې اړه د هلمند د کرنې ریاست یو چارواکی رفیع الله قلم وايي، دا د حکومت پلان دی چې د هلمند هندواڼې پخپله وپېري او پوځي مراکزو ته یې واستوي.
ښاغلی قلم وايي د هندواڼو د سوداګرو ټولنې له غړو سره یې په دې اړه ناسته کړې او پوره چمتووالی لري چې چې د اړتيا وړ هندواڼې له بزګرانو راټولې کړي او تر مشخصو موقعيتونو پورې يې پر ټاکلې وخت ورسوي: (( څومره چې په نظامې جزتامونو کې ورته اړتيا وي هغومره هندواڼې به رانيول کېږې خو ممکن تر ۱۰۰۰ ټنه اضافه هندوانې وپېرېدل شي.))

د احصائیې او معلوماتو له مخې سږکال هلمند کې شاوخوا ۲۲۵۰ هکتاره ځمکه کې د هندواڼو پالېزونه کرل شوي دي چې ټول حاصل یې ۶۹۷۵۰ متریک ټنه اټکل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب