جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهچارواکي: د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې...

چارواکي: د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کې د چاودنې په اړه څېړنې کوو

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۲۱ مه: د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو هغه کان کې چې پرون پکې چاودنه شوې وه ۱۶ کارګر وژل شوي او تر ۱۸ کسان پکې ایسار پاتې دي.

ویل کیږي د دې ولایت د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان کې د پرونۍ چاودنې په اړه څېړنې پیل شوې دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي له تاند سره په خبرو کې وایي:((موږ ولایتي ادارې او خپلو ټیمونو ته دنده ورکړې څو د کانونو او پټرولیم وزارت له وسایلو په استفاده هغه کسان چې په کان کې بند پاتې دي، راوباسي. د پېښې د څرنګوالي د څېړلو لپاره به د کانونو او پټرولیم وزارت له‌خوا له نورو ادارو سره په همغږۍ ټیم ټاکل کېږي چې دا موضوع وڅېړي.))

سمنګان کې پر کارګرو د ډبرو سکرو کان له چاودنې وروسته راناست دی

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همدا راز وايي، تر چاودنې وروسته په کان کې تر ۱۸ پورې کسان ګېر پاتې دي.

خو د سمنګان والي عبداللطیف ابراهیمي بیا وایي چې، کان کې راګېر پاتې شویو کسانو شمېر تر ۱۰ زیات دی.

بل‌خوا ښاغلی مطفي وايي په دره صوف ولسوالۍ کې په خپل‌سري ډول د کانونو د سپړلو ستونزه له کلونو راهیسېشته
او د دغه چاودنې علت هم خپل سری کیندل دي.

دی وایي، په خپل سرو کېندنو کې د ځايي اوسېدونکو او زورواکو ترڅنګ د دولت وسله‌وال مخالفان هم ښکېل بلل شوي دي.

د دره صوف ولسوالۍ په دغه کان کې دا چاودنه تیره ورځ شوې وه چې د مرګ ژوبلي په اړه یې رسنیو ضد و نقیض راپورونه رسېدلي وه.

د سمنګان ولایت د والي ویاند صدیق عزیزي هم تاند ته وویل، چې مرستندویه ډلې د پېښې ځای(شباشک کان) ته رسېدلې او لا هم د پاتې کسانو برخلیک مالوم نه دی.

افغانستان کې د ډبرو سکاره زیاتره وخت په ژمي کې د کورونو تودولو لپاره کارېږي او هم ګاونډي هیواد پاکستان ته صادرېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب