جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد جلال اباد ښار د پراختیا پلان له امریکایي شرکت سره شریکیږي

د جلال اباد ښار د پراختیا پلان له امریکایي شرکت سره شریکیږي

تاند، چهار شنبه، د جوزا ۲۱مه: د د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشرۍ او د جلال اباد ښاروالي، د ولایت مقام استازو او د ښاري پراختیا پروژې مسوولینو په ګډون د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان چوکاټ (SDF) په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه.

یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ښار جوړولو معین د یاد پلان جوړېدل او تطبیق د جلال اباد ښاري چارو مدیریت په برخه کې ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې د دغه پلان په تطبیق سره به ستونزې هوارې شي.

ښاغلي روښان ولسمل ویلي، یاد پلان د جلال اباد ښار راتلونکو شلو کلونو لپاره د پراختیا نفشه ده چې تطبیق سره به یې په ښاري پراختیا، اقتصادي او کرنیزه وده او داسې نورو مهمو برخو کې مثبت بدلونونه منځ ته راشي.

خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوول ډاکټر عبدالسمیع عبدالرحیمزي د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان په اړه د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.

د ښار جوړولو معین روښان ولسمل وایي،د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان د ګډونوالو له نظریاتو سره مل د ساساکي په نوم امریکايي کمپنۍ سره شریکیږي او تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د هغه وروستی پلان ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره شریک شي.

ویل شوي؛ یاد پلان به د کابینې تر تایید او د جمهوري ریاست عالي مقام تر حکم وروسته عملي شي.

د یادولو ده چې پرون هم دې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي وو چې د جلال اباد ښار پراختیا د نوي ټاکل شوي سرپرست وزیر له لومړیتوبونو څخه دي.

دا چې دا هر څه به عمل کې څومره ثابت شي، وروسته به ولیدل شي.

2 COMMENTS

  1. تر اوسه افغان دولت داسی بند یا معادن باندی کار ندی کړی چی ولس او یا دولت له اقتصادی پلوه په ځان بسیا کړی نو پدی ضعیف اقتصادی حالت څنګه امکان لری چی ښار آباد لومړی باید اقتصادی زیرمی قوی شی ځکه زموږ ټولی انرژی له ګاونډی هیوادونو کیږی چی زموږ د برق ټول مصارف بیرته ګاونډی هیوادونو جیب ته ځی

    لومړی پکار چی په جلال آباد او کنړ کی د برښنا تولیدی بندونو باندی کار وشی چی د برق ټول مصارف د دولت خزانی ته لاړ شی

  2. زمونږ ننګرهاریان په نعمت ناخورده شکر کشیدن کښی تکړه دی۰
    ډیر کلونه یی د کنړ د سیند په بندونو جوړولو خطاا ایستو۰ اوس د شل کلن پلان له مخی
    ننګرهار جوړوی۰دا دولت د شل ورځو اعتبار نه لری۰
    دخدای او قران روی ته وګوری دننګرهاریانو د بی اتفاقی څخه استفاده مه کوی۰
    اول د کنړ پر سیند د برشنا بند تاسیس کړی دکنړ پرسیند داوبو د تصفیی یوه فابریکه په کار ده چه د چشلو اوبه په بوطلونو کښی تهیه کړی او بازار ته عرضه شی۰
    دننګرهار د بیکارانو غم وخوری۰
    ایا دا کار دی یو نفر د سرک پر غاړه دوه منه پټا ټو ته یوه ورځ وخت ضایع کوی۰
    دښار تول پرچون خرڅونکی د نهایت دیرو رکشاوو دریوران او دفقر غوشتونکی بی کاران دی۰تولی خبری د کاغذ پر مخ دی عمل صفر دی دناکامورا خدمت د قدروړ دی او بس۰
    ای ننګرهاریانو دیر د چارواکو چاپلوسی مه کوی په سپین سترګی تری د کار کولو غوشتنه وکړی۰ تول د پاکستان راشن خواره دی ۰په اخترام رازمخمد کامه وال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب