جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک د روغتیا له وزارت سره د ۵۰ ټنه طبي توکو...

نړیوال بانک د روغتیا له وزارت سره د ۵۰ ټنه طبي توکو مرسته وکړه

تاند، چهار شنبه، د جوزا ۲۱مه: یونسیف ادارې د نړیوال بانک له لوري د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د ۵۰ ټنه طبي توکو د مرستې خبر ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، د نړیوال بانک په دې بسته کې ۵۰ ټنه روغتیایي توکي ځای پر ځای شوي، چې ۱۵۰ زره محافظتي تجهیزات پکې شامل دي او هغه کسان به ګټه ترې واخلي چې له کورونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې پر دندو بوخت دي.

د یونسیف اداره په یوه اعلامیه کې زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې شپږ فیصده روغتیایي کار کوونکي پر کورونا ویروس اخته شوي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هنري کیرالي هم ویلي، دا چې په افغانستان کې د کورونا ویروس مخ په ډېرېدو دی، دا مرسته شوي توکي به د روغتیایي کارمندانو په ساتنه کې مهم رول ولري.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د نړیوال بانک له دغو مرستو مننه کړې او وایي، په ټولو روغتیايي مرکزونو کې د معیاري خدمتونو وړاندې کول د وزارت مهم پرګرامونه دي.
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې پر کورونا د اخته کسانو مشېر ۲۱ زره او ۴۵۹ تنو ته رسېدلی او تر ۳۵۰ ډېر کسان ترې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب